په ایران کې په تېرو ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۴ معترضین وژل شوي او له ۲ زرو زیات نیول شوي

په ایران کې د اعتراضونو او اعتصابونو له پراخېدو سره هممهاله راپورونه ښيي، چې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شوی، پراخې نیونې شوي او امنیتي ځواکونو پر روغتونونو هم فشارونه زیات کړي دي.
