• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غور کې د نړیوالو موسساتو په مرسته ۱۳ روغتیايي مرکزونه بېرته فعال شوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۰

په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست وايي، چې د دوو مرستندویه ادارو په مرسته یې د لرې پرتو سیمو د روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه ۱۳د بیارغونې پروژې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

د طالبانو د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په دې پروژو کې ۱۱ روغتیايي مرکزونه چې په الفاروق، ساغر، پسابند او لعل او سرجنګل ولسوالیو کې موقعیت لري، له کتنځي، زېږنتون، واکسین مرکزونو، اوبو رسونې سیسټمونو، طبي تجهیزاتو او نورو اړینو اسانتیاوو سره یو ځای فعال شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، د پروژو ټول لګښت ۲۳ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ و، چې د اکشن اید او ورلډ ویژن موسسو په مالي ملاتړ پلې شوې.

راپور زیاتوي چې د دغو پروژو بشپړېدل د غور د لرې پرتو سیمو د روغتیايي خدماتو په ښه والي کې مهم ګام دی او خلکو ته د باکیفیته درملنې اسانتیا برابروي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

اتمر پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې د افغانستان د کانونو د ناسمې کارونې مخه ونیسي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د تخار او بدخشان د خلکو له مشروع لاریونونو ملاتړ کوي. هغه د ملګرو ملتونو له څانګوالو ادارو، نړیوال بانک او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د هېواد د طبیعي سرچینو د ناسمې کارونې مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر پر خپل اېکس له مدني فعالانو، نړیوالوڅارونکو، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او نوروبنسټونوغوښتې چې د عملي او مسوولانه اقداماتو له لارې دافغانستان طبیعي سرچینوناورین مخه ونیسي او د ملي منابعو د ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي.

هغه پر بې‌ګناه او بې‌دفاع افغانانو تشدد غندلی او غوښتنه یې کړې، چې عاملین یې قانوني تعقیب شي.

اتمر دغه راز د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول تخار او بدخشان کې د کانونو غیر قانوني استخراج ته اشاره کړې، چې دده په وینا، له ملي قوانینو او نړیوالو معیارونو په سرغړونې سره، د خلکو د حقوقو، ژوند او چاپېریال لپاره جدي خطرونه پېښوي.

اتمر ټینګار کړی، چې د افغانستان طبیعي سرچینې باید د خلکو د اقتصادي ودې، عدالت، سولې، امنیت او ثبات لپاره وکارول شي، نه دا چې د بې‌وزلۍ، ناورینونو او ناامنیو د پراختیا لامل شي.

هغه د ملګرو ملتونو له څانګوالو ادارو، نړیوال بانک او نړیوالو مالي بنسټونو وغوښتل چې د هېواد د طبیعي سرچینو د ناسمې کارونې مخه ونیسي.

چینایي څېړونکو د افغانستان له ملي موزیم لیدنه کړې ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د افغانستان او چین ترمنځ د متقابلې هوکړې د همکاریو د پیاوړتیا او علمي او تحقیقي اړیکو د پراخولو په موخه د چین د څېړونکو او پوهانو یو پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې له ملي موزیم لیدنه کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارشنبې په ورځ ویلي، چې یاد پلاوي د ملي موزیم تاریخي، فرهنګي او هنري اثار وکتل.

د طالبانو یاد وزارت وايي، چې چینايي څیړونکو د ملي موزیم د مسوولینو له لوري د فرهنګي میراثونو د ساتنې او پالنې په برخه کې «ترسره شوې هڅې» وستایلې او د افغانستان له تاریخي شتمنیو سره یې ځانګړې لېوالتیا وښوده.

چینایي پلاوي ته د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او هنري اثارو په اړه څو جلده کتابونه او معلوماتي کتالوګونه ډالۍ شوي دي.

یاد وزارت دا لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د لا پیاوړتیا ترڅنګ، نړیوالو ته د افغانستان د بډایه فرهنګي میراثونو د پېژندنې په برخه کې مهم او اغېزناک ګام بللی دی.

د پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۰

د پاکستان یو خصوصي بانک الفلاح اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل اړوند فعالیتونه پر غضنفر بانک پلوري. الفلاح بانک ټینګار کړی چې دا پرېکړه د پلور وروستی پړاو نه دی، بلکې د دواړو لوریو ترمنځ د رسمي ارزونې او خبرو اترو پیل ګڼل کېږي.

د غضنفر بانک وړاندیز د یوه څو پړاویز بهیر لومړی ګام دی او د بشپړې څېړنې ترسره کول، د نهایی تړونونو لاسلیکول او د قانوني او نظارتي چوکاټونو بشپړ رعایت د دې انتقال د وروستي کولو راتلونکي پړاوونه دي.

الفلاح بانک په رسمي اعلامیه کې دا پرېکړه کړې، خو د دې معاملې د بشپړېدو مهالویش نه دی مشخص شوی او د افغانستان د فعالیتونو د پلور دلیل هم نه دی روښانه شوی.

بانک ویلي چې د پاکستان مرکزي بانک غضنفر بانک ته لومړنی جواز ورکړی چې د الفلاح بانک د افغانستان اړوند سوداګرۍ دقیقې څېړنې پیل کړي. همدارنګه د افغانستان بانک هم دا پروسه تایید کړې او اجازه یې ورکړې ده.

د الفلاح بانک په اړه ویل کیږي، چې له څو کلونو راهیسې هڅه کوي په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته ورسوي، خو پخوانۍ هڅه یې هله ناکامه شوه چې په۲۰۱۹ کال کې د عزیزي بانک وړاندیز د افغانستان بانک له خوا رد شو.

دواړو بانکونو په اصولي توګه د دې معاملې لپاره موافقه کړې وه، خو د نظارتي ادارې د نه موافقې له امله معامله نهایي نه شوه. وروسته الفلاح اعلان وکړ چې د نورو انتخابونو له لارې خپل فعالیتونه جاري ساتي.

الفلاح بانک لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان بازار ته داخل شو او اوس مهال په کابل او هرات کې څانګې لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي په تخار کې د کان کیندنې خصوصي شرکت چارې ځنډول شوې

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ د سرو زرو د یوه کان پرسر د وروستۍ نښتې په تړاو ویلي، چې د سیمې وضعیت دا مهال عادي دی او امنیتي کنټرول د دوی دځواکونو په لاس کې دی.

قانع ویلي، چې په دې پېښه کې د سیمې درې تنه اوسېدونکي او یو تن د خصوصي شرکت غړی وژل شوي، پنځه تنه نور ټپیان دي او د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل له‌خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، خلک له طالبانو سره د تړلو شرکتونو له چارو شکایت کوي.

ویل کېږي ځايي خلک له دې امله اعتراض کوي، چې د شرکتونو د نامسوولانه کېندنو له امله له چاپېریالي زیانونو او د اوبو له کمښت سره مخ شوي.

قانع زیاته کړې، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د خصوصي شرکت چارې اوس مهال بندې شوې دي.

طالبانو په کندهار کې له دوه زره کارټنو ډېر پاکستاني درمل سوځولي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو محلي ادارې شاوخوا دوه زره او ۳۵۰ کارټنه پاکستاني درمل سوځولي دي. طالب چارواکي وايي، چې دغه درمل په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېدل، خو بازارونو ته له رسېدا وړاندې ضبط شول.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې یاد درمل د طالبانو د مشرتابه د حکم له مخې د خوراکي او کرنیزو توکو د قاچاق د مخنیوي قانون پر بنسټ د ځانګړو پلاویو په حضور کې د کندهار د ګمرک ریاست کارکوونکو له خوا سوځول شوي دي.

دغه درمل داسې مهال سوځول کیږي، چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له پاکستان نه ددرملو پر وارداتو بندیز لګولی دی.

یاد معاونیت څه موده وړاندې ددې ډلې د عامې روغتیا وزارت ته یو رسمي مکتوب صادر کړی و، چې د پاکستان د درمل جوړوونکو فابریکو او د درملو د ثبت، ارزونې او وارداتو په برخه کې محدودیتونه عملي کړي.

په مکتوب کې ویل شوي، چې د پخوانیو راجستر شویو درملو ثبت لغوه کېږي او اړوندې مالي تصفیې ترسره کېږي.

دغه راز د جاري ثبت او ارزونې پروسې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي او له قراردادي سوداګرو غوښتل شوي، چې په پاکستان کې له شرکتونو سره ټول قرارداد شوي درمل د دریو میاشتو په موده کې د هوا له لارې افغانستان ته انتقال کړي او که په ټاکل شوې موده کې انتقال نه شي، نو د وارداتو اجازه به ورنه ورکړل شي.