• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي په تخار کې د کان کیندنې خصوصي شرکت چارې ځنډول شوې

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ د سرو زرو د یوه کان پرسر د وروستۍ نښتې په تړاو ویلي، چې د سیمې وضعیت دا مهال عادي دی او امنیتي کنټرول د دوی دځواکونو په لاس کې دی.

قانع ویلي، چې په دې پېښه کې د سیمې درې تنه اوسېدونکي او یو تن د خصوصي شرکت غړی وژل شوي، پنځه تنه نور ټپیان دي او د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل له‌خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، خلک له طالبانو سره د تړلو شرکتونو له چارو شکایت کوي.

ویل کېږي ځايي خلک له دې امله اعتراض کوي، چې د شرکتونو د نامسوولانه کېندنو له امله له چاپېریالي زیانونو او د اوبو له کمښت سره مخ شوي.

قانع زیاته کړې، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د خصوصي شرکت چارې اوس مهال بندې شوې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار کې له دوه زره کارټنو ډېر پاکستاني درمل سوځولي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو محلي ادارې شاوخوا دوه زره او ۳۵۰ کارټنه پاکستاني درمل سوځولي دي. طالب چارواکي وايي، چې دغه درمل په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېدل، خو بازارونو ته له رسېدا وړاندې ضبط شول.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې یاد درمل د طالبانو د مشرتابه د حکم له مخې د خوراکي او کرنیزو توکو د قاچاق د مخنیوي قانون پر بنسټ د ځانګړو پلاویو په حضور کې د کندهار د ګمرک ریاست کارکوونکو له خوا سوځول شوي دي.

دغه درمل داسې مهال سوځول کیږي، چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له پاکستان نه ددرملو پر وارداتو بندیز لګولی دی.

یاد معاونیت څه موده وړاندې ددې ډلې د عامې روغتیا وزارت ته یو رسمي مکتوب صادر کړی و، چې د پاکستان د درمل جوړوونکو فابریکو او د درملو د ثبت، ارزونې او وارداتو په برخه کې محدودیتونه عملي کړي.

په مکتوب کې ویل شوي، چې د پخوانیو راجستر شویو درملو ثبت لغوه کېږي او اړوندې مالي تصفیې ترسره کېږي.

دغه راز د جاري ثبت او ارزونې پروسې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي او له قراردادي سوداګرو غوښتل شوي، چې په پاکستان کې له شرکتونو سره ټول قرارداد شوي درمل د دریو میاشتو په موده کې د هوا له لارې افغانستان ته انتقال کړي او که په ټاکل شوې موده کې انتقال نه شي، نو د وارداتو اجازه به ورنه ورکړل شي.

د جرمني د الوتکو مېلمه پالو اتحادیې په ملکي الوتنو کې د افغانانو له اخراج سره مخالفت کړی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د جرمني د الوتکو د خدمتګارانو اتحادیه وايي، چې د مسافرو وړونکو الوتکو له لارې د محکومو شدیدو مجرمانو اخراج د الوتنو خوندیتوب ترپوښتنې لاندې راولي. د اتحادیې په وینا، نوې تګلاره د الوتکو پر مېلمه پالونکو «سخت فشار» راولي او د الوتنې خوندیتوب ګواښي.

اتحادیه «افغانستان ته د ملکي منظمو الوتنو له لارې د شړلو د سملاسي بندېدو» غوښتنه کوي او وايي چې ستنېدنې باید د «دولتي کارکوونکو او دولتي ترانسپورتي وسیلو» له لارې ترسره شي.

دیادې اتحادیې د اجرایوي پلاوي مشر یواخیم وازکېز بورګر، وویل: «د فدرالي حکومت دا پرېکړه چې د منظمو الوتنو له لارې افغانستان ته کسان اخراجوي، د کابین د کارکوونکو د «وجداني ازادۍ» سپکاوی دی. اوسني پرمختګونه بیا ښيي چې دا د منلو نه ده چې شړنې د ملکي هوايي ترافیک له لارې ترسره شي».

خو د جرمني فدرالي حکومت غواړي دا نوې تګلاره پر مخ یوسي. د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې «په راتلونکي کې به افغانستان ته ستنېدنې په منظم ډول ترسره شي». د هغه په وینا، فدرالي وزارت د طالبانو له استازو سره په دې اړه هوکړه کړې ده.

د جرمني فدرالي حکومت د ۲۰۲۶ کال لپاره د اخراج د زیاتولو اعلان کړی، چې افغانستان ته ستنېدنې هم پکې شاملې دي.

د کال تر پای ته رسېدو مخکې یو خطرناک مجرم د عادي ټکټ په وسیله خپل اصلي هېواد ته شړل شوی دی. د الوتنې د خدمتګارانو اتحادیه «Ufo» دا کار د الوتکې پر کارکوونکو «سخت فشار» بولي.

یاد ۲۸ کلن افغان، چې د «شدید مجرم» په توګه پېژندل کېده، د دسمبر په نیمایي کې له بایرن څخه د مسافر وړونکې الوتکې له لارې کابل ته شړل شوی دی. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت وايي، افغانستان ته نورې ستنېدنې هم لا دمخه پلان شوې دي.

د هغه په وینا، یاد افغان د بند تر یوې نیم کلنې سزا تېرولو وروسته خپل اصلي هېواد ته ولېږدول شو.

تر دې وړاندې، فدرالي حکومت مجرمان د چارټر الوتنو له لارې شړل، چې دا له تنظيمي پلوه ستونزمن او ګران تمامېږي. د بایرن د کورنیو چارو وزیر یواخیم هېرمان استدلال کوي، چې د منظمو الوتنو له لارې ستنېدنې «یو ډېر مهم پرمختګ دی او افغانستان ته د شړلو په برخه کې انعطاف زیاتوي او وخت سپموي».

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دغه سړی د فدرالي پولیسو له خوا په الوتنه کې بدرګه شوی او وروسته په کابل کې طالبانو ته سپارل شوی دی.

د ایران امنیتي ځواکونو د جنرال اکرام الدین سریع قاتل نیولی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۰

د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست کمیسیون غړی فداحسین مالکي وايي، چې د جنرال اکرام الدین سریع قاتل نیول شوی. یاد کمیسیون ویلي چې د افغانستان ستونزې باید تهران او مشهد ته ونه غځول شي. د مالکي په وینا، د جنرال سریع ترور له بهره پلان شوی و.

د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون غړي فداحسین مالکی ایراني رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د جمهوري نظام د تخار امنیه قوماندان او د طالبانو د یوه مخالف جنرال، چې په تهران کې وژل شوی و، د ترور عامل نیول شوی دی.

فداحسین مالکي وايي، دا پېښه او هغه نورې پېښې چې په ایران کې شوې او ځینې پخواني افغان پوځیان په مشهد او تهران کې وژل شوي، د خواشینۍ وړ دي. نوموړی وايي، د ایران د ډیپلوماسۍ دستګاه پر وخت دا پېښه وغندله او د هېواد بېلابېلو ادارو هم لازمې څېړنې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د ایران امنیتي ادارې، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت، د دې موضوع په اړه حساس دي او د افغانستان ځینې ستونزې او مسایل باید ایران ته ونه غځول شي.

نوموړي زیاته کړې، « دا موضوع به حتمي د ملي امنیت د کمیسیون او امنیتي ادارو تر جدي پام لاندې وي».

مالکي د آوش رسنۍ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بریدګر نیول شوی که نه، ټینګار وکړ، چې د وروستيو معلوماتو له مخې چې دوی ته رسېدلي، عامل نیول شوی دی، خو د جزئیاتو په اړه باید د کورنیو چارو وزارت رسمي رپوټ ورکړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اکرام الدین سریع د وژل کېدو عامل په تهران کې دی او که طالبانو ته سپارل شوی، وویل: «هغه په ایران کې نیول شوی دی».

د ایران د مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون یاد غړي زیاته کړې چې ډېری اټکلونه دا دي چې دا پېښه له بهر څخه هدایت شوې ده.

هغه زیاته کړې، « زه نه ګڼم چې عامل دې شخصي انګېزه لرلې وي. د هغو خبرو او رپوټونو پر بنسټ چې له مشهد څخه موږ ته رسېدلي، دا اقدام په واردمخه پلان او تنظیم، شوی دی».

د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع د مرغومي پر درېیمه نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وواژه.

اکرام‌الدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.

له دې وړاندې د ایران د پلازمېنې تهران والي حسین خوش‌اقبال ویلي و چې د سریع د ترور قضیه تر جدي څېړنو لاندې ده او ډیر ژر به یې پایلې روښانه کړي.

خوش‌اقبال ویلي و چې د جنرال سریع د وژل کېدو په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه کومې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.

طالبان وایي سږکال یې په پروان ولایت کې نږدې ۷۰۰ جریبه ځمکه راګرځولې ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۰

په پروان کې د طالبانو د عدلیې ریاست خبر ورکړی، سږکال یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲زره او ۱۶۳ جریبه ځمکه څېړلې چې له دې ډلې ۶۷۴ جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

له بل پلوه د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې یادې ډلې په تېر ۲۰۲۵کال کې په ټول افغانستان کې (۲۴۶۱۲۵۲) جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړې ده.

خو حقوق‌پوهان وايي، چې طالبانو له خپلې دویمې واکمنۍ سره د تېر جمهوري نظام ټول قوانین او فرمانونه لغوه کړي او ښایي چې په دغه راګرځول شويو ځمکو کې قانوني ځمکې هم غصب بلل شوې وي او راګرځول شوې وي.

ځينې خلک بیا وايي، طالبان له یوې خوا ادعا کوي چې دولتي ځمکې یې له غاصبینو راګرځولې دي؛ خو له بلې خوا بیا دولتي ځمکې د عامو بې‌وزلو خلکو پر ځای خپلو پلویانو ته ورکوي.

طالبانو په کابل کې څلور کوډګر نیولي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبینو په پلازمېنې کابل کې څلور کوډګر نیولي دي. د دغه وزارت په وینا؛ کوډګر به د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:« په پلازمېنې کابل کې محتسبینو څلور هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې، نیولي دي».

خبرپاڼه زیاتوي، دغه څلور کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیول شوي دي. تېره ورځ هم یاد وزارت خبر ورکړی و، چې په پکتیکا ولایت کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال دوه ښځینه کوډګرې نیولې دي. د نوموړي وزارت په وینا؛ دغه کوډګرو د نارینه جامې پر تن کولې او په ټولنه کې یې خرافاتي کړنې ترسره کولې.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ هم په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.