• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې څلور کوډګر نیولي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبینو په پلازمېنې کابل کې څلور کوډګر نیولي دي. د دغه وزارت په وینا؛ کوډګر به د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:« په پلازمېنې کابل کې محتسبینو څلور هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې، نیولي دي».

خبرپاڼه زیاتوي، دغه څلور کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیول شوي دي. تېره ورځ هم یاد وزارت خبر ورکړی و، چې په پکتیکا ولایت کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال دوه ښځینه کوډګرې نیولې دي. د نوموړي وزارت په وینا؛ دغه کوډګرو د نارینه جامې پر تن کولې او په ټولنه کې یې خرافاتي کړنې ترسره کولې.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ هم په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ ۶۲۴ کورنۍ له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستنې شوې

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ۶۲۴ کډوالې کورنۍ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او خپلو ولایتونو ته هم لېږدول شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو ۶۲۴ کورنیو څخه ۱۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۱۵ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې، ۵۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۵۳۴ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنې شوې.

په دې ورستیو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت خورا سخت شوی دی. په ایران او پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې د جبري اېستنې لړۍ هم چټکه شوې ده.

تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به په هرو دوو افغانانو کې یو په ښارونو کې ژوند وکړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) د افغانستان د چټک ښاري پرمختګ په اړه ویلي، تر ۲۰۶۰کاله پورې به په هرو دوو افغانانو کې یو په ښارونو کې ژوند وکړي چې دا یو بې‌ساری بدلون دی.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان د ښاري نفوس چټک پرمختګ د حکومت، پانګه‌والو او ټولنې لپاره د پام وړ فرصتونه وړاندې کوي. په راپور کې ویل شوي، چې ښاري پرمختګ کولای شي د اقتصادي ودې، کار، ټولنیزو زېربناوو او د ژوند د معیار لوړولو لپاره وکارول شي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره ټينګار کوي، چې ښاري پلان باید داسې جوړ شي چې د ښاري ژوند ګټې یوازې ښارونو ته محدودې پاتې نه‌شي؛ بلکې د ټول هېواد وګړو ته ورسېږي.

نوموړې ادارې زیاته کړې، که په افغانستان کې د ښاري ودې د پلانونو او پروژو مدیریت په سمه توګه وشي؛ نو ښاري پراختیا به د ملي اقتصاد، کرنې، د سوداګرۍ ودې او د ټولنې د سوکالۍ لپاره ګټور اوسي.

د ایران په سیستان او بلوچستان کې د بې‌اسناده افغانانو پر مېشتېدو او کار بندیز لګېدلی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د ایران د سیستان او بلوچستان د بهرنیو وګړو د چارو مدیر هوشنګ بامري ویلي، چې په دغه ولایت کې د بې‌اسناده افغانانو پر مېشتېدو او کار بندیز لګېدلی. د هغه په وینا؛ د بې‌اسناده وګړو د مدیریت لپاره به افغانان یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي او یا به هم په جبري توګه ستانه کړای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران ته له افغانستان نه ډېری افغانان د نیمروز له لارې په ناقانونه توګه ځي. د هغه په وینا؛ یوازې هغه کسان په قانوني توګه په ایران کې مېشتېدای شي، چې له ایراني وګړو سره یې واده کړی وي.

نوموي ټینګار کړی، د کار په بازار کې لومړیتوب به د ایران کاري ځواک لپاره وي. بامري د نړۍوالو سازمانونو د کمزوري فعالیت یادونه هم کړې او ټینګار یې کړی، چې د ناقانونه تګ راتګ لړۍ باید پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې سږ کال به افغانانو ته ۲۰۰ کاري ویزې ورکړي. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نومبر میاشت کې د ایران د سفیر په حواله لیکلي و، چې ایران تر اوسه له ۸۰۰۰ زیاتو افغان کارګرو ته کاري ویزې ورکړې دي.

محمود صیقل: پر طالبانو د بندیزونه موخه له ډله‌ییزې سزا د ولس ژغورل دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل ویلي، پر طالبانو د بندیزونه موخه له ډله‌ییزې سزا د ولس ژغورل دي. هغه ویلي:«دغه دوه‌لاری سیاست چې پر واکمنانو فشار ساتي او په عین حال کې د خلکو ساتنه کوي؛ د دې لپاره دی چې د ولس د ډله‌ییزې سزا مخه ونیول شي.»

هغه ویلي، اسټرالیا د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو له امله پر طالب چارواکو بندیزونه لګولي دي؛ څو دوی مسوول وګرځوي، نه دا چې افغان ولس ته زیان ورسوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د اسټرالیا د نړۍوالو سیاستونو فکر ورکونکی او څېړنیز مرکز د ارزونې په حواله لیکلي، چې د اسټرالیا د بندیزونو نوې تګلاره «دوه‌لاری سیاست» څاري؛ له یوې خوا پر واکمنو فشار زیاتوي او له بلې خوا د عامو خلکو ساتنه کوي.

د صیقل په وینا؛ د دغې تګلارې اساسي موخه دا ده، چې د طالبانو مشران د خپلو کړنو مسوول وګرځول شي او افغان ولس د سیاسي پرېکړو قرباني نه‌شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دغه ډول بندیزونه کولای شي د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې نړۍوال پیغام پیاوړی کړي؛ پرته له دې چې بشري مرستې او د ولس ورځنی ژوند زیانمن کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اسټرالیا پر یو شمېر طالب چارواکو مالي او سفري بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې دغه اقدام د ښځو، نجونو او نورو زیانمنو ډلو پر وړاندې د سیستماتیکو سرغړونو په غبرګون کې شوی دی.

د دوغارون له لارې؛ افغانستان ته د ایران د چرګوړو صادرات یو وار بیا پیل شول

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰

له نږدې یو کال ځنډ وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته د ایران د چرګوړو صادرات یو وار بیا پیل شوي دي. د تایباد ولسوال حسن جمشیدي وایي، یوازې په تېرو درې ورځو کې تر ۲۵۰زرو ډېر چرګوړي افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د بازار د تنظیم کاري ډلې په غونډه کې وویل، چې د چرګوړو دغه ۱۱ صادراتي جوپې رسمي روغتیايي تصدیق لري او که د هر ډول سرغړونې نښې ولیدل شي؛ نو د جوپې د وتلو اجازه به ورنه کړل شي.

نوموړي زیاته کړه، د دوغارون له لارې د څارویو او د هغوی د محصولاتو صادرات د ایران لپاره د پام وړ عاید ترلاسه کړي او د افغان سوداګرو له پراخ هرکلي سره هم مخ شوي دي. جمشیدي دغه راز په تایباد کې د هګیو او چرګانو د تولید وضعیت ته په اشارې وویل، دا مهال په سیمه کې د ۴۲زره چرګانو یو تولیدي واحد فعال دی، چې د ګاونډیو ولسوالیو پرتله یې د هګیو د بیو په کنټرول کې مهم رول لوبولی دی.

د هغه په وینا؛ د روان کال له پیله تر اوسه په دغه واحد کې تر زرو ټنو ډېرې هګۍ تولید شوې، چې شاوخوا ۳۰ سلنه د تایباد د بازار اړتیا پوره کوي. هغه وایي، د تېرو کلونو د سوداګریزو بهیرونو له مخې د دوغارون پوله افغانستان ته د ایران د چرګانو د صادراتو له مهمو لارو څخه یوه ده.