طالبان وایي سږکال یې په پروان ولایت کې نږدې ۷۰۰ جریبه ځمکه راګرځولې ده

په پروان کې د طالبانو د عدلیې ریاست خبر ورکړی، سږکال یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲زره او ۱۶۳ جریبه ځمکه څېړلې چې له دې ډلې ۶۷۴ جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

په پروان کې د طالبانو د عدلیې ریاست خبر ورکړی، سږکال یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲زره او ۱۶۳ جریبه ځمکه څېړلې چې له دې ډلې ۶۷۴ جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
له بل پلوه د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې یادې ډلې په تېر ۲۰۲۵کال کې په ټول افغانستان کې (۲۴۶۱۲۵۲) جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړې ده.
خو حقوقپوهان وايي، چې طالبانو له خپلې دویمې واکمنۍ سره د تېر جمهوري نظام ټول قوانین او فرمانونه لغوه کړي او ښایي چې په دغه راګرځول شويو ځمکو کې قانوني ځمکې هم غصب بلل شوې وي او راګرځول شوې وي.
ځينې خلک بیا وايي، طالبان له یوې خوا ادعا کوي چې دولتي ځمکې یې له غاصبینو راګرځولې دي؛ خو له بلې خوا بیا دولتي ځمکې د عامو بېوزلو خلکو پر ځای خپلو پلویانو ته ورکوي.

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبینو په پلازمېنې کابل کې څلور کوډګر نیولي دي. د دغه وزارت په وینا؛ کوډګر به د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:« په پلازمېنې کابل کې محتسبینو څلور هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې، نیولي دي».
خبرپاڼه زیاتوي، دغه څلور کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیول شوي دي. تېره ورځ هم یاد وزارت خبر ورکړی و، چې په پکتیکا ولایت کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال دوه ښځینه کوډګرې نیولې دي. د نوموړي وزارت په وینا؛ دغه کوډګرو د نارینه جامې پر تن کولې او په ټولنه کې یې خرافاتي کړنې ترسره کولې.
د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ هم په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ۶۲۴ کډوالې کورنۍ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او خپلو ولایتونو ته هم لېږدول شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو ۶۲۴ کورنیو څخه ۱۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۱۵ کورنۍ د اسلامکلا له لارې، ۵۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۵۳۴ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنې شوې.
په دې ورستیو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت خورا سخت شوی دی. په ایران او پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې د جبري اېستنې لړۍ هم چټکه شوې ده.
تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بېاسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) د افغانستان د چټک ښاري پرمختګ په اړه ویلي، تر ۲۰۶۰کاله پورې به په هرو دوو افغانانو کې یو په ښارونو کې ژوند وکړي چې دا یو بېساری بدلون دی.
یادې ادارې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان د ښاري نفوس چټک پرمختګ د حکومت، پانګهوالو او ټولنې لپاره د پام وړ فرصتونه وړاندې کوي. په راپور کې ویل شوي، چې ښاري پرمختګ کولای شي د اقتصادي ودې، کار، ټولنیزو زېربناوو او د ژوند د معیار لوړولو لپاره وکارول شي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره ټينګار کوي، چې ښاري پلان باید داسې جوړ شي چې د ښاري ژوند ګټې یوازې ښارونو ته محدودې پاتې نهشي؛ بلکې د ټول هېواد وګړو ته ورسېږي.
نوموړې ادارې زیاته کړې، که په افغانستان کې د ښاري ودې د پلانونو او پروژو مدیریت په سمه توګه وشي؛ نو ښاري پراختیا به د ملي اقتصاد، کرنې، د سوداګرۍ ودې او د ټولنې د سوکالۍ لپاره ګټور اوسي.

د ایران د سیستان او بلوچستان د بهرنیو وګړو د چارو مدیر هوشنګ بامري ویلي، چې په دغه ولایت کې د بېاسناده افغانانو پر مېشتېدو او کار بندیز لګېدلی. د هغه په وینا؛ د بېاسناده وګړو د مدیریت لپاره به افغانان یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي او یا به هم په جبري توګه ستانه کړای شي.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران ته له افغانستان نه ډېری افغانان د نیمروز له لارې په ناقانونه توګه ځي. د هغه په وینا؛ یوازې هغه کسان په قانوني توګه په ایران کې مېشتېدای شي، چې له ایراني وګړو سره یې واده کړی وي.
نوموي ټینګار کړی، د کار په بازار کې لومړیتوب به د ایران کاري ځواک لپاره وي. بامري د نړۍوالو سازمانونو د کمزوري فعالیت یادونه هم کړې او ټینګار یې کړی، چې د ناقانونه تګ راتګ لړۍ باید پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې سږ کال به افغانانو ته ۲۰۰ کاري ویزې ورکړي. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نومبر میاشت کې د ایران د سفیر په حواله لیکلي و، چې ایران تر اوسه له ۸۰۰۰ زیاتو افغان کارګرو ته کاري ویزې ورکړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل ویلي، پر طالبانو د بندیزونه موخه له ډلهییزې سزا د ولس ژغورل دي. هغه ویلي:«دغه دوهلاری سیاست چې پر واکمنانو فشار ساتي او په عین حال کې د خلکو ساتنه کوي؛ د دې لپاره دی چې د ولس د ډلهییزې سزا مخه ونیول شي.»
هغه ویلي، اسټرالیا د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر زدهکړو او د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو له امله پر طالب چارواکو بندیزونه لګولي دي؛ څو دوی مسوول وګرځوي، نه دا چې افغان ولس ته زیان ورسوي.
نوموړي پر اېکس پاڼه د اسټرالیا د نړۍوالو سیاستونو فکر ورکونکی او څېړنیز مرکز د ارزونې په حواله لیکلي، چې د اسټرالیا د بندیزونو نوې تګلاره «دوهلاری سیاست» څاري؛ له یوې خوا پر واکمنو فشار زیاتوي او له بلې خوا د عامو خلکو ساتنه کوي.
د صیقل په وینا؛ د دغې تګلارې اساسي موخه دا ده، چې د طالبانو مشران د خپلو کړنو مسوول وګرځول شي او افغان ولس د سیاسي پرېکړو قرباني نهشي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دغه ډول بندیزونه کولای شي د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې نړۍوال پیغام پیاوړی کړي؛ پرته له دې چې بشري مرستې او د ولس ورځنی ژوند زیانمن کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اسټرالیا پر یو شمېر طالب چارواکو مالي او سفري بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې دغه اقدام د ښځو، نجونو او نورو زیانمنو ډلو پر وړاندې د سیستماتیکو سرغړونو په غبرګون کې شوی دی.
