سپینه ماڼۍ: ټرمپ د ګرینلېنډ د ترلاسه کولو لارې چارې ارزوي

سپینې ماڼۍ د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګرینلېنډ د نیولو لپاره د پوځ کارولو په ګډون ټولې لارې چارې ارزوي. سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ د ګرینلینډ ترلاسه کول د ملي امنیت لومړیتوب ګڼي؛ ځکه دا «په شمالي قطب کې د دښمنانو د مخنیوي لپاره» اړینه چاره ګڼل کېږي.