د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د ایراني معترضانو پیاوړی هوډ د عدالت هیله ژوندۍ ساتي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اعتراضونو د پراخېدونکي ځپنې په اړه ویلي، که څه هم تر دې دمه لسګونه معترضین وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي دي، خو له دې سره سره، اعتراضونه لا هم د دې هېواد په بازارونو، ښارونو او پوهنتونونو کې دوام لري.