ټرمپ وايي ونزویلا به امریکا ته لسګونه مېلیونه بېرله هغه تېل وسپاري چې بندیز پرې لګېدلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې په ونزویلا کې لنډمهاله چارواکي به له ۳۰ څخه تر ۵۰ مېلیونه بېرله پورې د لوړ کیفیت لرونکي هغه تېل امریکا ته وسپاري چې بندیز پرې لګېدلی.