پر لبنان د اسراییل په برید کې دوه کسان وژل شوي

د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) د لبنان په سوېل کې د اسراییل په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي. اسراییلي پوځ بیا په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه برید کې یې د حزب الله ډلې دوه غړي په نښه کړي دي.

دغه برید داسې مهال شوی، چې سبا پر اوربند د څار کمیټه ناسته لري.