عراقچي چې د چارشنبې په ورځ یې د ایران د وزیرانو تر غونډې وروسته له خبریالانو سره خبرې کولې، ټینګار وکړ چې تهران هېڅکله د مذاکرې مېز نه دی پرېښی او تل د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ خبرو ته چمتو دی، خو د ده په وینا، د امریکا اوسنی حکومت له داسې چلند څخه کار نه اخلي.
عراقچي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په کور دننه ایران کې په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونو زور اخیستی چې له امله یې یو شمېر لاریون وال هم وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی چې که له لاریون کوونکو سره تاوتریخوالی او د هغوی وژل ادامه پیدا کړي نو، واشنګټن به مداخله وکړي.
د امریکا د پوځي عملیاتو په لړ کې د وینزویلا د ولسمشر له نیولو وروسته، باور دا دی چې اوس د ایران نوبت دی او که له ټرمپ سره جوړجاړی ونه مني ښایي ایران هم د وینزویلا له برخلیک سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادنه اوس له ایران څخه د خپلو وګړو د اېستلو په حال دي.
د اسټرالیا حکومت د سفر لارښود رسمي وېبپاڼې «سمارټټراول» له لارې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې په ایران کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه د پراختیا په حال کې دي او دوی باید سملاسي دغه هېواد پرېږدي.
عراقچي د خپل راتلونکي سفر په اړه چې لبنان ته به یې وکړي، وویل چې تهران د بیروت له ټولو دولتي بنسټونو سره د اړیکو د پراخولو پلان لري. د عراقچي په وینا، ایران غواړي له لبنان سره سیاسي، اقتصادي او دولتي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي او دا موخه د دواړو لوریو ګډه غوښتنه ده.
د ده په وینا، له نوموړي سره به یو اقتصادي پلاوی هم مل وي چې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه وارزوي او هیله ده چې په نږدې راتلونکي کې اقتصادي همکاري لا نوره پراخه شي.
عراقچي د ایران د کورنیو چارو په اړه هم څرګنده کړه چې داخلي مسایل یوازې د ایران په خلکو پورې تړلي دي او هېڅ بهرنی هېواد حق نه لري چې د تهران په داخلي چارو کې مداخله وکړي.