• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستاني جنګي الوتکو تود بازار؛ عربستان له پاکستان نه «جي‌اېف–۱۷» جنګي الوتکې پېري

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۴ GMT+۰

دوو پاکستاني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې سعودي عربستان له اسلام‌اباد سره د «جي‌اېف–۱۷» جنګي الوتکو د پېرلو په اړه خبرې کوي. دغه الوتکې د چین او پاکستان ګډ تولید دی او پاکستان به یې سعودي عربستان ته د خپلو پورونو د ورکړې په بدل کې ورکوي.

دغه خبرې اترې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک دفاعي تړون تر لاسلیک وروسته پیل شوې دي، د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د لا ژورتیا نښه بلل کېږي.

دغه خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې پاکستان له سختو مالي فشارونو سره مخ دی او سعودي عربستان هم د منځني ختیځ د امنیت په اړه د امریکا د دفاعي ژمنو په اړه د شک له امله د خپلو امنیتي ملګرتیاوو بیاکتنه کوي.

د دواړو هېوادونو ګډ دفاعي تړون تېر کال وروسته له هغې لاسلیک شو، چې اسراییل په قطر کې د دوحې پر ځینو موخو بریدونه وکړل. د دغه تړون له لاسلیک سره د دواړو هېوادونو پخوانۍ پوځي همکاري رسمي کچې ته لوړه شوه.

یوې سرچینې ویلي، دغه خبرې اترې تر ډېره د «جي‌اېف–۱۷ تندر» جنګي الوتکو پر پېر متمرکزې دي چې د پاکستاني او چینايي فضایي شرکتونو له‌خوا په پاکستان کې تولیدېږي.

د پاکستان پوځ ته نږدې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، د دغه معاملې ټول ارزښت څلور مېلیارد ډالره دی چې له دې ډلې به سعودي عربستان دوه مېلیارده ډالر د اضافي تجهیزاتو پر پېر ولګوي.

د جي‌اېف–۱۷ الوتکې

رویټرز د شنونکو په حواله لیکلي، چې د «JF-17» جنګي الوتکې د خپل ښه فعالیت له امله په ځانګړي ډول د تېر کال په مئ میاشت کې د پاکستان او هند ترمنځ په نښتو کې او همدارنګه د ارزانه بیې له کبله په نړۍوال بازار کې ډېر غوښتونکي لري.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د وسلو د صادراتو د پراخولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي. تېره میاشت اسلام‌اباد د لېبیا له ملي پوځ سره د څلور مېلیارد ډالرو تړون لاسلیک کړ، چې په‌کې د جي‌اېف–۱۷ جنګي الوتکو او روزنیزو الوتکو پلور شامل و او دا د پاکستان د وسلو د صادرولو په تاریخ کې له سترو معاملو څخه شمېرل کېږي. ورته خبرې اترې له بنګله‌دېش سره هم روانې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تازه ویلي، چې د دغه هېواد د دفاعي صنعت بریا کولای شي د پاکستان اقتصادي راتلونکی بدل کړي. هغه جیو نیوز شبکې ته ویلي: «زموږ الوتکو خپله ازموینه په ښه ډول ترسره کړې ده او اوس فرمایشونه دومره ډېر دي چې ښايي پاکستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې د نړۍوال وجهي صندوق پور ته اړتیا ونه لري.»

پاکستان له نړۍوال وجهي صندوق سره د اوو مېلیارد ډالرو د پور پر سر هوکړه کړې ده. د دغه پروګرام له مخې؛ پاکستان په ۲۰۲۳کال کې د لومړي ځل لپاره درې مېلیارده ډالر ترلاسه کړل.

پاکستان په کړکېچنو وختونو کې څو ځله د سعودي عربستان او د فارس خلیج د نورو شتمنو هېوادونو پر مالي مرستو تکیه کړې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: روسیه او چین له امریکا پرته له ناټو څخه وېره نه‌لري

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هغه په ​​مشرۍ د امریکا پوځ بیا جوړ شوی دی. د هغه په ​​وینا، که د امریکا پوځ نه وي، نو روسیه او چین له ناټو څخه هېڅ وېره نه‌لري.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) پر خپله ټولنیزه پاڼه ټروت کې لیکلي: «د لوېدیځ د اصلي سیالانو، چین او روسیې پر وړاندې، د ناټو د مخنیوي اصلي ځواک د امریکا بیا رغول شوی پوځ دی».

په دې یادښت کې هغه پر ​​ناروې نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې د ناټو غړی دی خو په ​​«احمقانه توګه» یې هغه ته د نوبل د سولې جایزه ور نه‌کړه.

ټرمپ د ناټو په اړه خپل لیدلوری داسې څرګند کړ: «موږ تل د ناټو ترڅنګ یو، ان که هغوی زموږ ترڅنګ نه‌وي».

هغه همدارنګه ویلي: «ټول بختور دي چې ما د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا پوځ بیا ورغاوه او اوس هم دغه کار ته دوام ورکوم».

د امریکا د ولسمشر په وینا، ډېری د ناټو غړي هېوادونه مخکې یوازې دوه سلنه یا حتی لږ تر لږه د خپل ناخالص کورني تولید برخه د دفاعي لګښتونو لپاره ځانګړي کړي وو. د هغه په وینا، دا وضعیت د امریکا پر اوږو «دروند بار» اچوي، ځکه امریکا اړ شوې چې د دې اېتلاف د تجهیزاتو او پوځي دفاع عمده لګښتونه په‌خپله ورکړي.

ډونالډ ټرمپ مخکې د ناټو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې وه، چې د دفاعي لګښتونو لویه برخه په خپله غاړه واخلي. د هغه هڅې او غوښتنې بالاخره د ناټو غړو هېوادونو له‌خوا د دې ژمنې لامل شوې، چې تر ۲۰۳۵ پورې دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید پنځه سلنې ته لوړې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او د ناټو د ځینو غړو هېوادونو په ځانګړې توګه ډنمارک ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي. ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې د ګرینلېنډ د ترلاسه کولو احتمال مطرح کړی، چې له امله یې د ناټو د غړي هېواد ډنمارک څخه جدي ډیپلوماټیکې اندېښنې راپورته شوې دي.

سره له دې چې د امریکا دننه د نظر اختلافونه شته، د ناټو پر وړاندې د امریکا ژمنتیا لا هم د دغه هېواد د بهرنۍ تګلارې یو له اصلي ستنو څخه ګڼل کېږي.

سپینه ماڼۍ: ټرمپ امریکا له لسګونو نړۍوالو سازمانونو باسي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۰

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه کړې چې له ۳۵ هغو نړۍوالو سازمانونو ووځي، چې د ملګرو ملتونو غړي نه دي او همداراز له ۳۱ نورو ادارو چې د دغه سازمان اړوند دي، هم خپل حضور پای ته ورسوي.

سپینې ماڼې ویلي، چې یادې ادارې او سازمانونه د امریکا له ملي ګټو سره په تضاد کې عمل کوي.

سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې ادارې او سازمانونه داسې ایډیالوژیکي برنامو لپاره هڅونه کوي، چې د امریکا له حاکمیت او اقتصادي ځواک سره په ټکر کې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا اقدام د ټولو هغو سازمانونو، کنواسیونونو او تړونونو د ژورې بیاکتنې پایله کې شوی، چې امریکا یې غړیتوب لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دا وتنې به د امریکايي مالیه ورکوونکو د تمویل او په هغو سازمانونو کې ګډون پای ته ورسوي، چې نړۍواله اجنډا د امریکا د لومړیتوبونو پر وړاندې په ناکاره یا غېر ګټور ډول حل کوي. غوره ده چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې له نورو لارو د اړونده ماموریتونو د ملاتړ لپاره وکارول شي».

سپینې ماڼې تر اوسه د یادو سازمانونو نوملړ نه دی په ډاګه کړی.

د امریکا د کډوالۍ ادارې د افسرانو په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۶ GMT+۰

راپورونه ښيي، چې د مینیسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې یوه ۳۷ کلنه ښځه له موټر څخه د ښکته کېدو د امر له نه‌منلو او موټر ته د حرکت ورکولو وروسته، د کډوالۍ ادارې د افسرانو له‌خوا په ډزو وژل شوې ده.

سیمه‌ییزو او فدرالي چارواکو ویلي، دا پېښه د چهارشنبې په سهار شاوخوا ۹ بجې د بې‌اسنادو کډوالو د نیولو د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.

په ورته مهال، رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي چې د ښځې تر وژل کېدو وروسته ګڼ شمېر کسانو د پېښې ځای ته نږدې لاریون وکړ، خو د لاریون کوونکو د خوړولو لپاره ځايي پولیسو له اوښکې بهوونکو ګازو کار اخیستی دی.

د مینیاپولیس ښاروال جېکب فري د امریکا د کډوالۍ ادارې پر کړنو سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې ډزې کوونکي افسر "بې‌پروا عمل" کړی دی.

نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي: «د کډوالۍ اداره هڅه کوي دا پېښه د ځان‌ساتنې په توګه توجیه کړي، خو ما ویډیو لیدلې ده او دا کړنه په بشپړه توګه ناسمه ده».

پر همدغه مهال د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا د کډوالۍ ادارې د یوه افسر په ډزو کې د یوې ښځې د وژلو پېښې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې دا په روان کال کې د بې‌رحمۍ او وحشت نوې پېښه ده.

نوموړي ویلي، چې د نیویارک ښار اوسېدونکي په هر ډول حالاتو کې د کډوالو ترڅنګ درېږي.

طالب چارواکی: د پاکستان ولس دې خپل حکومت نسکور او هلته دې اسلامي نظام رامنځته کړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۰

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ لفظي کړکېچ زیات شوی، د طالبانو د دفاع وزارت یوه چارواکي په پاکستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو غوښتنه کړې. نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان اوسنی حکومت د اسلامي احکامو او شریعت په اړه لازم معلومات نه‌لري.

د طالبانو د دفاع وزارت د روغتیا څانګې قوماندان محمد طاهر احرار ادعا کړې: «د پاکستان حکومت یوازې د تنخوا لپاره کار کوي، د اسلامي احکامو او شعایرو پېژندنه نه‌لري او ځان د هغوی د پلي کولو مسوول نه ګڼي».

دغه طالب چارواکي ټینګار کړی، چې په پاکستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره «اوسنی رژیم باید د خلکو په ځواک بدل شي».

تحریک طالبان پاکستان چې د افغان طالبانو نږدې ملګری ګڼل کېږي، د پاکستان د سیاسي نظام د بدلون او د شریعت د پلي کولو په هدف جګړه کوي.

څارونکي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، تحریک طالبان پاکستان هم په هېواد کې د حکومت د بدلون لپاره ډېر هیله‌مند شوي او همدا لامل دی، چې بریدونه یې څو برابره زیات شوي دي.

د پاکستان حکومت د افغانستان طالبان په دې تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي؛ هغه تور چې افغان طالبانو تل «بې‌ اساسه» بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د څو اوونیو نسبي ارام وروسته طالبان او پاکستان یو ځل بیا د متقابلو تورونو او لفظي بریدونو لور ته تللي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر پرون ویلي، چې پر افغان طالبانو «باور نه‌لري». هغه د طالبانو او هند د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د پاکستان د پوځ ویاند هم طالبانو ته د «مشروعیت نه درلودونکي» خطاب وکړ او ویې ویل، چې دا ډله د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.

د طالبانو ادارې د دغو څرګندونو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستاني پوځ د چارواکو دغه دریځونه په کلکه رد کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د ایران په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهنه مغرضانه ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د روانو لاریونونو په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او د ایران په اړه یې د امریکا څرګندونې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ایران ضد فشارونو پالیسي بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران په اړه د امریکا څرګندونې د ایران د خلکو سره د خواخوږۍ نه، بلکې د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه او تاوتریخوالي ته د زمینې د برابرولو په موخه ترسره کېږي.

په اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د څرګندونو موخه د ایران خلکو سره د خواخوږۍ نه، بلکې د فشار، ګواښونو او د ایران په کورنیو چارو کې د مداخلې، د تشدد او د ترهګرۍ د هڅولو په معنا دي».

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ایران د خپل اساسي قانون له اصولو سره سم سوله‌ییزو لاریونونه په رسمیټ پېژني او د قانون په چوکاټ کې د خلکو د مشروع غوښتنو د حل لپاره هڅې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې روانو لاریونونو ته په اشارې ویلي، چې اوسنۍ اقتصادي ستونزې د امریکا د غېرقانوني او ظالمانه بندیزونو او د اقتصادي جګړې پایله ده.

دوی ویلي، چې امریکا پر ایران یوازې اقتصادي فشار نه، بلکې د رواني جګړې، افوحاتو خپرولو، د نظامي مداخلې ګواښونو او ترهګرۍ ته هڅونه هم زیاته کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران پر ضد د امریکا ټولې کړنې د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.

ایران یوځل بیا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د امریکا د یو طرفه زورواکي اقتصادي اقداماتو جدي مخنیوي وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ایران په ګڼو ښارونو کې لاریونونه روان دي. د ایران حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې دغه لاریونونه کنټرول کړي او هم‌مهاله په دغو مظاهرو کې یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور د حکومت له‌خوا نیول شوي هم دي.