د بښنې نړیوال سازمان: ایران کې د انټرنېټ پرې کېدل د وینېبهېدو خطر زیاتوي

د بښنې نړیوال سازمان ایران کې د انټرنېټ د سراسري پرې کېدو په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د اعتراضونو پر مهال د لا ډېرو تاوتریخوالو او وینېبهېدو خطر زیاتوي.

د بښنې نړیوال سازمان ایران کې د انټرنېټ د سراسري پرې کېدو په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د اعتراضونو پر مهال د لا ډېرو تاوتریخوالو او وینېبهېدو خطر زیاتوي.
د عفو نړیوال د امنیتي لابراتوار څېړونکې ربکا وایت په یوه ویلي ایراني چارواکو یو ځل بیا په قصدي ډول د هېواد دننه انټرنېټ او مخابراتي اړیکې بندې کړې دي، څو د بشري حقونو د جدي سرغړونو او هغو جرمونو اصلي کچه پټه کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جرم ګڼل کېږي.
د هغې په وینا، دا اقدامات د ۲۰۲۲ کال د «ښځه، ژوند، ازادي» له پاڅون راهیسې د تر ټولو سترو سراسري اعتراضونو د ځپلو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
ربکا وایت زیاته کړې: «د انټرنېټ بشپړه خاموشه کول نه یوازې د بشري حقونو سرغړونې پټوي، بلکې پخپله هم د بشري حقونو یوه جدي سرغړونه ده.»
د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ایران وضعیت له نږدې وڅاري او د انټرنېټ د بندښت د پای ته رسولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره پر ایراني چارواکو فشار زیات کړي.


د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د سویلي وزیرستان لپاره د جمعیت علمای اسلام او د وفاق المدارس پر مسوول مولانا سلطان برید غندلی دی. نوموړي د پېښې د سمدستي پلټنو غوښتنه کړې ده.
په خیبر پښتونخوا کې د هدفي وژنو په دوام نن د سویلي وزیرستان واڼه ته نږدې سیمه کې مولانا سلطان په یوه وسلهوال برید کې ټپي شو او دمګړۍ تر درملنې لاندې دی.
مولانا فضل الرحمان پر مولانا سلطان وسلهوال برید په سختو ټکو غندلی او هغه ته یې د سمدستي روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
نوموړي د جمعې په ماښام (د مرغومي ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «حکومت دې د دې پېښې ژر او شفافې پلټنې وکړي».
د یادونې وړ ده، چې له ډېرې مودې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې هدفي وژنې روانې دي او په ډېریو دغه ډول پېښو کې دیني عالمان په نښه کېږي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویلي، چې د ځینو اسلامي هېوادونو سرپرستي، رهبري، اقتصاد او د حکومت جوړښت واک د بل چا په لاس کې دی.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په خوست کې د یوې دیني مدرسې د فراغت په مراسمو کې د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویلي، چې د ځینو اسلامي هېوادونو سرپرستي او رهبري د بل چا په لاس کې ده.
نورالله نوري زیاته کړې:« موږ خبر یوو، چې د ځینو اسلامي هېوادونو سرپرستي، رهبري، د حکومت جوړښت او تغییر یې د بل چا په لاس کې دي».
نوموړي زیاته کړې، چې د یادو هېوادونو اقتصاد او ټوله رهبري یې هم د نورو لهخوا کېږي.
نوري زیاته کړې: «پریکړې یې د بل چا په لاس کې دي، خو تا [خطاب حاضرینو ته] داسې ازادي ترلاسه کړې ده، یوازې داسې ازادي نه، چې اشغالګران دې له خاورې اېستلي دي، بلکې د پرېکړې، سیاست، حکومت، شریعت او نظام دې ټول په خپل اختیار او واک کې دي».
نوموړي د قومونو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی او په وینا یې، په هېواد کې د قومونو، سمتونو او تنظیمونو ترمنځ ټول مخالفتونه پای ته رسیدلي او په خبره یې ټول تر یوه «قیادت» لاندې ژوند کوي.
د دغه طالب وزیر یادې څرګندونې په داسې مهال کې دي، چې د تېرو درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په خورا خراب وضعیت کې دي او د پاکستان د پوځ ویاند تازه ویلي، چې په افغانستان کې نه ټولګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسلهوالو» پر مرکز بدل شوی دی.
احمد چودري شریف ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ بهرني وسلهوال له سوریې افغانستان ته رسېدلي دي.
طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او دغه هېواد د هېڅ هېواد او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ نهدی.

په امریکا کې د پاکستان سفیر وایي، په پاکستان کې امنیتي ګواښونه افغانستان پورې تړلو ترهګریزو فعالیتونو او له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوو پرمختللو وسلو د ناوړه استفادې له امله زیات شوي دي. نوموړي ټینګار کړی،چې له دغو ننګونو سره د مبارزې لپاره له امریکا سره د همکارۍ دوام اړین دی.
د پاکستاني رسنۍ «ای ار وای» د دغه هېواد د رسمي خبري اژانس (اېپيپي) له قوله راپور ورکړی چې، رضوان سعید شیخ دا څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې له مشر مایک راجرز سره په لیدنه کې کړې دي.
هغه ویلي، ۲۰۲۶کال د امنیت او اقتصاد په برخو کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د پراخولو لپاره یو مناسب فرصت دی.
پاکستاني سفیر د خپل هېواد د کورنیو امنیتي ګواښونو په اړه ویلي، چې په ۲۰۲۴کال کې د ترهګریزو پېښو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۰سلنه او په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲۵سلنه زیات شوی دی. د هغه په وینا، د دغو ګواښونو یوه برخه د هغو پرمختللو وسلو د ناوړه استفادې پایله ده چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوې دي.
پاکستاني سفیر د ۲۰۲۵کال د مې میاشتې د هند او پاکستان ترمنځ پېښو ته په اشارې سره ویلي، چې د هند دریځ د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. نوموړي خبرداری ورکړی، چې په شاوخوا ۱.۷میلیارد نفوس لرونکې سیمه کې د «براهموس» په څېر د پرمختللو توغندیو کارول، کولی شي د سیمې ثبات له جدي خطر سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم ځو ځله په خپلو ویناوو کې له طالبانو څخه د هغو وسلو د بېرته اخیستلو یادونه کړې چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوې دي. خو طالبانو ویلي چې یادې وسلې دوی ته په غنیمت ورپاتې دي او هیڅکله به یې امریکا ته ورونه سپاري.
بل خوا پاکستاني چارواکي تل دا ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د پاکستان پر وړاندې بریدونه پلان کوي، خو طالبان د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله بولي او د ترکیې او سعودي عربستان په کوربتوب له پاکستاني استازو سره په خبرو کې یې هم پر همدې دریځ ټینګار کړی دی.

تېره ورځ روسیې د ناټو غړي پولنډ سره پولې ته نږدې په اوکراین کې په یوه هدف هایپرسونیک توغندیز برید کړی دی. کیف دا برید د اروپایي متحدینو د اوکراین د ملاتړ څخه د دوی د ویرولو هڅه وبلله.
د رویټرز خبري اژانس د راپور خبر مخې دا یوازې دوهم ځل و چې روسیې په اوکراین کې هایپرسونیک توغندیز برید کړی او د شپې د هوایي بریدونو په پرمهال یې کارولی دی.
اوکرایني چارواکو وویل، په دې هوايي بریدونو کې په کیف کې یې هم څلور کسان ووژل، په پلازمینه کې یې بریښنا پرې کړه او هلته د قطر سفارت ته یې زیان رسولی دی.
مسکو وویل چې دوی د هابیپرسونیک توغندی د هغه ډرون په ځواب کې ویشتلی چې دوی تیره میاشت د پوتین په یوه استوګنیزی ډرون برید کړی. دا بریدچې اوکراین رده کړی و او متحده ایالاتو ویلي چې دا کار نه دی شوی.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندری سیبیها په ایکس خواله رسنۍ وویل.«د اروپايي اتحادیې او ناټو پولې ته نږدې دا ډول برید د اروپایي براعظم امنیت ته یو جدي ګواښ او د ټرانس اتلانتیک ټولنې لپاره یوه ازموینه ده.»

د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې د ایران د لاریونونو له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۵۱ لاریونکوونکي په ۱۱ ولایتونو کې وژل شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په دې شمېر کې یوازې هغه پېښې شاملې دي چې په مستقیم ډول د ایران د بشري حقونو سازمان او یا هم د دوو خپلواکو سرچینو لهخوا تایید شوې دي.
د دې سازمان د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د وژل شویو کسانو له ډلې ۹ تنه تر ۱۸ کلونو کم عمره دي، خو تر اوسه د ټولو د پیژندلو اسناد نه دي بشپړ شوي چې د هغوی دقیق عمر وښیي.
د ایران د بشري حقونو سازمان لیکلي چې د ایران په لوېدیځو سیمو کې د مرغومي د ۱۸مې نېټې د لاریونونو پر مهال د لږ تر لږه دوو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې، ایراني ځواکونو د لاریونکوونکو پروړاندې درنې وسلې کارولي او په ځینو ښارونو کې د لاریونکوونکو ډلهییزه نیونه هم روانه ده.
یاد سازمان زیاتوي چې د وروستیو لاریونونو د نیول شویو کسانو شمېر له ۲۲۰۰ تنو څخه اوښتی دی.