• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

کورنۍ لوبې؛ په جوزجان کې د افغانستان د شمالي زون د فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰

د فوټسال سیالۍ د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د افغانستان د شمالي زون د څلورو ولایتونو د لسو لوبډلو په ګډون سره پیل شوې. په دغه سیالیو کې د جوزجان، سرپل، بلخ او فاریاب ولایتونو لوبډلو برخه اخیستې ده او د یو بل پر وړاندې سیالي کوي.

د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سرپل ولایت خادم لوبډله د فاریاب ولایت د بېګلر لوبډلې سره مخ شوه، چې د خادم لوبډلې په بریا د ۵-۱ نمرو په توپیر پای ته ورسېده.

د دغه سیالیو تنظیموونکي وايي، چې د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبې وده، د ځوانو استعدادونو پېژندل او د هېواد په شمالي زون کې د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د ورزشي روحیې پیاوړتیا ده.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنو نړۍوال جام سیالیو لپاره د افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنو نړۍوال جام سیالیو لپاره د ۳ احتیاطي لوبغاړو په ګډون د ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې د ۱۸ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. افغان لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ کې د جنورۍ په ۱۶مه له سوېلي افریقا سره مخ شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د محبوب خان په لوبډلمشرۍ ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې لوبډلمشر محبوب خان، عزیرالله خان، فیصل خان، عثمان خان، خالد احمدزی، عزیزالله میاخېل، عبدالعزیز خان، نظیف‌الله امیري، خاطر ستانکزی، نصرت نورستانی، وحیدالله ځدراڼ، سلام خان، زیت‌الله شاهین، روح الله عرب او حفیظ ځدراڼ شامل دي.

کرېکټ بورډ په احتیاطي لوبغاړو کې عقیل خان، فهیم او عزت نور هم شامل کړي دي.

د افغان ځوانانو لوبډله د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې د ګډون په موخه تېره ورځ د نامیبیا هېواد وینډهویک ښار ته رسېدلې ده.

د افغان ځوانانو د کرېکټ لوبډله په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې د سوېلي افریقا، وېسټ‌انډیز او تانزانیا پر وړاندې لوبې لري.

د افغان ځوانانو کرېکټ لوبډلې تر دې مخکې نړۍوال جام سیالیو ته د تیاري په موخه له پاکستان او زېمبابوې سره هم تمریناتي لوبې تر سره کړي دي.

افغانستان د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال فدراسیون غړیتوب ترلاسه کړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۰
100%

د افغانستان کېک‌بوکسېنګ فدراسیون د دغه فدراسیون مسوولینو له‌خوا د وړاندې شویو اسنادو او معلوماتو پر بنسټ وتوانېد، چې د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال فدراسیون رسمي غړیتوب ترلاسه کړي.

نړۍوال فدراسیون هم د افغانستان د کېک‌بوکسېنګ فدراسیون د غړیتوب خبرې پخلی کړی او محمدشېر هاشمي د افغانستان د کېک‌بوکسېنګ فدراسیون د رسمي استازي په توګه معرفي شوی دی.

د ورزش ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دغه لاسته راوړنه په داسې حال کې ترلاسه شوې چې د افغانستان د کېک‌بوکسېنګ فدراسیون له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې د نړۍوال فدراسیون له رسمي غړیتوب څخه بې‌برخې و؛ هغه ستونزه چې د یادې برخې ورزشکارانو ته یې ګڼې ننګونې راولاړې کړې وې.

د دغه غړیتوب نشتوالی تل په نړۍوالو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو د ګډون پر وړاندې جدي خنډ و، چې د سفر محدودیتونو او د مالي سرچینو نشتوالي په څېر ستونزو لامل شوی و.

100%
100%

د افغان ځوانانو لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره نامیبیا ته رسېدلې ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغان ځوانانو لوبډله د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو لوبغاړو په نړۍوال جام کې د ګډون په موخه د نامیبیا هېواد وینډهویک ښار ته رسېدلې. افغان لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ د جنوري په ۱۶مه د سوېلي افریقا پروړاندې ترسره کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) ویلي، چې لوبډله یې له پوره تیاري سره د ۱۹ کلنو لوبغاړو په نړۍوال جام کې د ګډون لپاره نامیبیا ته رسېدلې.

د افغان ځوانانو د کرېکټ لوبډله په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې له سوېلي افریقا، وېسټ‌انډیز او تانزانیا په وړاندې لوبې لري.

د افغان ځوانانو کرېکټ لوبډلې نړۍوال جام سیالیو ته د تیاري په موخه له پاکستان او زېمبابوې سره هم تمریناتې لوبې تر سره کړې.

کرېکټ بورډ د افغان ځوانانو د ښه لوبېدو لپاره هیلې څرګندې کړې دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشهد «پاس» لوبډلې سره دوستانه لوبه مساوي پای ته ورسوله

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰
100%

د ۲۰۲۶کال اسیا جام چمتووالي سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبدلې د مشهد «پاس» لوبډلې سره دوستانه لوبه ۲–۲ مساوي کړه. افغان لوبډله به د ۲۰۲۶کال اسیا جام د چمتووالي په لړ کې خپل روزنیز کمپ (د مرغومي تر ۲۶مې) پورې د ایران په مشهد ښار کې ترسره کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې د کوېټ ملي لوبډلې پر وړاندې دوه د چمتووالي لوبې ترسره کړې، چې دواړه مساوي پای ته ورسېدې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون دارنګه اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶کال د اسیا جام له سیالیو وړاندې د چمتووالي سیالیو په لړ کې به ملي لوبډله د ویتنام ملي لوبډلې پر وړاندې دوه نورې لوبې هم ولري.

یاده لوبډله به د ۱۴۰۴کال (د مرغومي په ۲۶مه) ویتنام ته سفر وکړي او (د مرغومي په ۲۹مه) او د سلواغې په لومړۍ نېټه به د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون منلې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۵مه نېټه اندونیزیا ته سفر وکړي؛ څو د ۲۰۲۶کال د اسیا جام فوټسال په سیالیو کې برخه واخلي. د دغه سیالیو وروستی پړاو به د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر ۷مې نېټې) د اندونیزیا په کوربه‌توب او د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا لوبډلو سره همډلې ده.

د سیالیو بشپړه ډلبندي:

لومړۍ ډله: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا

دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان

درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان، مالیزیا

څلور برخلیک ټاکونکې سیالۍ: د افغانستان د رزمي لوبو لوبغاړي په UFC او اوکټاګون کې سیالي کوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰
100%

په راتلونکې میاشت کې د رزمي لوبو څلور مشهور افغان لوبغاړي به د نړۍ په معتبرو سازمانونو کې د لوبو قفس ته ښکته شي. فرید بشارت به په UFC سازمان کې او ظفر محسن، الیاس یعقوبي او احمد حلیمسون به په اوکټاګون سازمان کې د خپلو سیالانو پر وړاندې لوبه وکړي.

فرید بشارت؛په لوړه کچه تر ټولو مهمه لوبه

تر ټولو مهمه مبارزه به د افغانستان د نه ماتېدونکي لوبغاړي فرید بشارت له‌خوا د رزمي لوبو په لوړه کچه د UFC په سازمان کې وي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۱۸مه (د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۷مه) د امریکا په لاس ویګاس کې د برازیلي جنګیالي جین ماتسوموتو په وړاندې وي.

فرید بشارت د «اېم‌اېم‌اې» په ۱۴ مسلکي لوبو کې خپلو ټولو مخالفینو ته ماتې ورکړې ده. هغه په ​​UFC سازمان کې هم ښه فعالیت کړی او توانېدلی، چې خپلو ټولو مخالفینو ته ماتې ورکړي.

ظفر محسن؛ په اوکتاګون کې د یوه نوي سفر پیل

د ازاده سیالیو یو بل افغان لوبغاړی ظفر محسن د سویډن د سمویل بارک په وړاندې د اوکټاګون لومړۍ لوبه کوي. دغه لوبه به د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۱۷مه د ۶۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د اوکټاګون سازمان د ۸۲مې سیالۍ د یوې برخې په توګه د جرمني د دوسلدورف ښار په کوربه‌توب ترسره شي.

۳۰ کلن محسن تر اوسه پورې په خپل مسلک کې ۱۷ مسلکي سیالۍ کړې دي، چې له دې ډلې ۱۳ یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.
الیاس یعقوبي؛ په شټوټګارټ کې یوه مهمه لوبه

د «اېم‌اېم‌اې» افغان لوبغاړی الیاس یعقوبي به د اوکټاګون په ۸۳مه سیالۍ کې د جرمني د روبین فرانک په وړاندې د سیالیو قفس ته ښکته شي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۱۱مه (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۳۱مه) د شټوټګارټ په هانس مارټین سالون کې ترسره شي.
يعقوبي تر اوسه پورې د خپلو پنځو مسلکي سیالیو کې څلور بریاوې او یوه ماته لري.
احمد حلیمسون؛ د افغانستان څلورم استازی
څلورم افغان لوبغاړی احمد حلیمسون به د اوکټاګون سیالۍ په ۸۳م پړاو کې د چک جمهوریت د جان ملک په وړاندې قفس ته ننوځي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۱۱مه (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۳۱مه) د جرمني په شټوټګارټ کې د هانس مارټین سالون په ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي.

۲۸ کلن حلیمسون تر اوسه پورې په ۱۰ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۶ یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.