• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ځوانانو لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره نامیبیا ته رسېدلې ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغان ځوانانو لوبډله د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو لوبغاړو په نړۍوال جام کې د ګډون په موخه د نامیبیا هېواد وینډهویک ښار ته رسېدلې. افغان لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ د جنوري په ۱۶مه د سوېلي افریقا پروړاندې ترسره کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) ویلي، چې لوبډله یې له پوره تیاري سره د ۱۹ کلنو لوبغاړو په نړۍوال جام کې د ګډون لپاره نامیبیا ته رسېدلې.

د افغان ځوانانو د کرېکټ لوبډله په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې له سوېلي افریقا، وېسټ‌انډیز او تانزانیا په وړاندې لوبې لري.

د افغان ځوانانو کرېکټ لوبډلې نړۍوال جام سیالیو ته د تیاري په موخه له پاکستان او زېمبابوې سره هم تمریناتې لوبې تر سره کړې.

کرېکټ بورډ د افغان ځوانانو د ښه لوبېدو لپاره هیلې څرګندې کړې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشهد «پاس» لوبډلې سره دوستانه لوبه مساوي پای ته ورسوله

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال اسیا جام چمتووالي سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبدلې د مشهد «پاس» لوبډلې سره دوستانه لوبه ۲–۲ مساوي کړه. افغان لوبډله به د ۲۰۲۶کال اسیا جام د چمتووالي په لړ کې خپل روزنیز کمپ (د مرغومي تر ۲۶مې) پورې د ایران په مشهد ښار کې ترسره کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې د کوېټ ملي لوبډلې پر وړاندې دوه د چمتووالي لوبې ترسره کړې، چې دواړه مساوي پای ته ورسېدې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون دارنګه اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶کال د اسیا جام له سیالیو وړاندې د چمتووالي سیالیو په لړ کې به ملي لوبډله د ویتنام ملي لوبډلې پر وړاندې دوه نورې لوبې هم ولري.

یاده لوبډله به د ۱۴۰۴کال (د مرغومي په ۲۶مه) ویتنام ته سفر وکړي او (د مرغومي په ۲۹مه) او د سلواغې په لومړۍ نېټه به د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون منلې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۵مه نېټه اندونیزیا ته سفر وکړي؛ څو د ۲۰۲۶کال د اسیا جام فوټسال په سیالیو کې برخه واخلي. د دغه سیالیو وروستی پړاو به د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر ۷مې نېټې) د اندونیزیا په کوربه‌توب او د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا لوبډلو سره همډلې ده.

د سیالیو بشپړه ډلبندي:

لومړۍ ډله: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا

دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان

درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان، مالیزیا

څلور برخلیک ټاکونکې سیالۍ: د افغانستان د رزمي لوبو لوبغاړي په UFC او اوکټاګون کې سیالي کوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰

په راتلونکې میاشت کې د رزمي لوبو څلور مشهور افغان لوبغاړي به د نړۍ په معتبرو سازمانونو کې د لوبو قفس ته ښکته شي. فرید بشارت به په UFC سازمان کې او ظفر محسن، الیاس یعقوبي او احمد حلیمسون به په اوکټاګون سازمان کې د خپلو سیالانو پر وړاندې لوبه وکړي.

فرید بشارت؛په لوړه کچه تر ټولو مهمه لوبه

تر ټولو مهمه مبارزه به د افغانستان د نه ماتېدونکي لوبغاړي فرید بشارت له‌خوا د رزمي لوبو په لوړه کچه د UFC په سازمان کې وي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۱۸مه (د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۷مه) د امریکا په لاس ویګاس کې د برازیلي جنګیالي جین ماتسوموتو په وړاندې وي.

فرید بشارت د «اېم‌اېم‌اې» په ۱۴ مسلکي لوبو کې خپلو ټولو مخالفینو ته ماتې ورکړې ده. هغه په ​​UFC سازمان کې هم ښه فعالیت کړی او توانېدلی، چې خپلو ټولو مخالفینو ته ماتې ورکړي.

ظفر محسن؛ په اوکتاګون کې د یوه نوي سفر پیل

د ازاده سیالیو یو بل افغان لوبغاړی ظفر محسن د سویډن د سمویل بارک په وړاندې د اوکټاګون لومړۍ لوبه کوي. دغه لوبه به د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۱۷مه د ۶۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د اوکټاګون سازمان د ۸۲مې سیالۍ د یوې برخې په توګه د جرمني د دوسلدورف ښار په کوربه‌توب ترسره شي.

۳۰ کلن محسن تر اوسه پورې په خپل مسلک کې ۱۷ مسلکي سیالۍ کړې دي، چې له دې ډلې ۱۳ یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.
الیاس یعقوبي؛ په شټوټګارټ کې یوه مهمه لوبه

د «اېم‌اېم‌اې» افغان لوبغاړی الیاس یعقوبي به د اوکټاګون په ۸۳مه سیالۍ کې د جرمني د روبین فرانک په وړاندې د سیالیو قفس ته ښکته شي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۱۱مه (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۳۱مه) د شټوټګارټ په هانس مارټین سالون کې ترسره شي.
يعقوبي تر اوسه پورې د خپلو پنځو مسلکي سیالیو کې څلور بریاوې او یوه ماته لري.
احمد حلیمسون؛ د افغانستان څلورم استازی
څلورم افغان لوبغاړی احمد حلیمسون به د اوکټاګون سیالۍ په ۸۳م پړاو کې د چک جمهوریت د جان ملک په وړاندې قفس ته ننوځي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۱۱مه (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۳۱مه) د جرمني په شټوټګارټ کې د هانس مارټین سالون په ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي.

۲۸ کلن حلیمسون تر اوسه پورې په ۱۰ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۶ یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

په بنګله‌دېش کې د هند د غوره لیګ د سیالیو خپرول منع شول

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۰

د بنګله‌دېش موقت حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د هند د کرېکټ د غوره لیګ (IPL) د نوي فصل د سیالیو خپرول یې منع کړي. دا پرېکړه د بنګله‌دېش او هند ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په لړ کې یوه نوې شخړه بلل کېږي، چې اوس یې تر ورزش او کرېکټ پورې اغېز رسېدلی دی.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د هند کرېکټ بورډ پرېکړه وکړه چې د بنګله‌دېش د ملي‌ لوبډلې لوبغاړی مصطفیض‌الرحمان چې د راتلونکي‌ فصل لپاره یې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی و، له لوبډلې وباسي.

په ورته وخت کې، بنګله‌دېش اعلان کړی چې نه غواړي د راتلونکې میاشتې د شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو چې ټاکل شوې په هند کې ترسره شي، برخه واخلي. دغه هېواد غوښتنه کړې، چې دا لوبې سریلانکا ته ولېږدول شي، کوم چې د دې ۲۰ اوریزه سیالیو له ګډو کوربه‌ هېوادونو څخه دی.

د بنګله‌دېش د اطلاعاتو او رسنیو وزارت په یوه بیان کې د مصطفیض‌الرحمان په څېر د «یوه ستوري لوبغاړي» د هند غوره لیګ سیالیو څخه لرې کول «له منطق څخه لرې» بللی او ویلي یې دي، چې دې پرېکړې د خلکو احساسات ژوبل کړي دي.

د هند د کرېکټ غوره لیګ چې د نړۍ تر ټولو شتمنې شل‌اوریزه سیالۍ بلل کېږي، ټاکل شوې ده د مارچ له ۲۶مې د مې تر ۳۱مې پورې ترسره شي. رویټرز لیکلي، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا تر اوسه د دې اژانس هغه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی، چې ایا د بنګله‌دېش غوښتنه به ومنل شي او که نه او دا چې سیالۍ به سریلانکا ته ولېږدول شي.

په وروستیو اوونیو کې د نوي ډیلي او ډاکا ترمنځ د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. تېره میاشت سلګونو کسانو د نوي ډیلي ښار کې د بنګله‌دېش د عالي کمېسیون مخې ته مظاهره وکړه. دا اعتراض هغه مهال وشو، چې د بنګله‌دېش د میمن‌سینګ ولسوالۍ کې یو هندو کارګر د اسلام د پیغمبر د سپکاوي په تور وهل شوی او سوځول شوی و.

د افغان کرېکټ دوه لوبغاړي د سوېلي افریقا او بنګله‌دېش په لیګونو کې ځلیدلي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۰

د افغان کرېکټ مخکښ توپ‌اچونکی نور احمد لکڼوال د سوېلي افریقا او عظمت‌الله عمرزی د بنګله‌دېش په لیګ سیالو کې ښه لوبېدلي او لوبډلې یې تر بریا رسولي دي. دواړه د لوبو غوره لوبغاړي نومول شوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان توپ‌‌اچوونکی نور احمد لکڼوال د سوېلي افریقا د کرېکټ لیګ په سیالیو کې ډېر ځلېدلی. نور احمد لکڼوال چې د ډربن سوپر جاینټس لوبډلې غړی دی، د نن په لوبه کې غوره لوبېدلی او د جوبورګ سوپر کینګز لوبډلې پر وړاندې یې په لوبه کې درې ویکټې واخیستې.

نور احمد په دې لوبه کې په څلورو اورونو کې درې لوبغاړي وسوځول او یوازې یې سیالې لوبډلې ته ۱۲ منډې ورکړې. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

د سوېلي افریقا په کرېکټ لیګ کې شپږ لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبېږي او د ډربن سوپرجاینټس لوبډله چې نور احمد یې غړی دی، دا مهال د جدول په درېیم مقام کې ده. دا لوبه وروسته له هغې سوپر اور ته ولاړه، چې دواړو لوبډلو ۲۰۵ منډې جوړې کړې؛ په سوپر اور کې د توپ‌اچونې په برخه کې نور احمد لکڼوال د ډربن سوپرجاینټس لپاره تر ټولو ځلانده لوبغاړی شو او یو ځل بیا یې په نړۍوالو سیالیو کې خپل مهارتونه وښودل.

بل لوري، د افغانستان د کرېکټ ستوری او د ۲۰۲۴ کال د نړۍ د ۵۰ اوره سیالیو غوره لوبغاړی عظمت‌الله عمرزي د بنګله‌دېش د کرېکټ لیګ په سیالیو کې هم وځلېد. دغه لوبغاړی چې د «سیلهټ ټایټنز» لوبډلې لپاره لوبېږي، د دې لوبډلې په درېیمه سیالۍ کې یې د بریا لپاره مهم رول ولوباوه او د ډګر د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

عمرزي په توپوهنه کې په ۲۴ توپونو ۵۲ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې او د سیلهټ ټایټنز د لوبډلې هدف یې ۱۷۳ منډو ته ورساوه. هغه په توپ‌اچونه کې په ۴ اورونو کې د ۴۰ منډو په ورکولو درې لوبغاړي وسوځول.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام چمتووالي سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبډلمشر مجید مرتضایي منلې، چې د یادې لوبډلې ۲۰ لوبغاړي د چمتووالي روزنیز کمپ ته بلل شوي دي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال اسیا جام د چمتووالي په لړ کې خپل روزنیز کمپ (د مرغومي تر ۲۶مې) پورې د ایران په مشهد ښار کې ترسره کوي.

په دغه نوملړ کې محمد جواد صفري، علي احمد محسني، علي‌رضا جعفري، عابدالله حليمي، احمد اسماعيلي، جواد حیدري، رضا حسین‌پور، خداداد ابراهيمي، حمیدرضا حسيني، سید مرتضی حسيني، فرزاد محمودي، حسین محمدي، محمد مرادي، عباس حیدري، سید مجتبی حسيني، مهران غلامي، اکبر کاظمي، سید حسین موسوي، امید قنبري او محمدرضا کریمي شامل دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې د کوېټ ملي لوبډلې پر وړاندې دوه د چمتووالي لوبې ترسره کړې، چې دواړه مساوي پای ته ورسېدې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون دارنګه اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶کال د اسیا جام له سیالیو وړاندې د چمتووالي سیالیو په لړ کې به ملي لوبډله د ویتنام ملي لوبډلې پر وړاندې دوه نورې لوبې هم ولري.

یاده لوبډله به د ۱۴۰۴کال (د مرغومي په ۲۶مه) ویتنام ته سفر وکړي او (د مرغومي په ۲۹مه) او د سلواغې په لومړۍ نېټه به د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون منلې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۵مه نېټه اندونیزیا ته سفر وکړي؛ څو د ۲۰۲۶کال د اسیا جام فوټسال په سیالیو کې برخه واخلي. د دغه سیالیو وروستی پړاو به د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر ۷مې نېټې) د اندونیزیا په کوربه‌توب او د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا لوبډلو سره همډلې ده.

د سیالیو بشپړه ډلبندي:

لومړۍ ډله: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا

دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان

درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان، مالیزیا