• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۶کال اسیا جام چمتووالي سیالیو لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبډلمشر مجید مرتضایي منلې، چې د یادې لوبډلې ۲۰ لوبغاړي د چمتووالي روزنیز کمپ ته بلل شوي دي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال اسیا جام د چمتووالي په لړ کې خپل روزنیز کمپ (د مرغومي تر ۲۶مې) پورې د ایران په مشهد ښار کې ترسره کوي.

په دغه نوملړ کې محمد جواد صفري، علي احمد محسني، علي‌رضا جعفري، عابدالله حليمي، احمد اسماعيلي، جواد حیدري، رضا حسین‌پور، خداداد ابراهيمي، حمیدرضا حسيني، سید مرتضی حسيني، فرزاد محمودي، حسین محمدي، محمد مرادي، عباس حیدري، سید مجتبی حسيني، مهران غلامي، اکبر کاظمي، سید حسین موسوي، امید قنبري او محمدرضا کریمي شامل دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې د کوېټ ملي لوبډلې پر وړاندې دوه د چمتووالي لوبې ترسره کړې، چې دواړه مساوي پای ته ورسېدې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون دارنګه اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶کال د اسیا جام له سیالیو وړاندې د چمتووالي سیالیو په لړ کې به ملي لوبډله د ویتنام ملي لوبډلې پر وړاندې دوه نورې لوبې هم ولري.

یاده لوبډله به د ۱۴۰۴کال (د مرغومي په ۲۶مه) ویتنام ته سفر وکړي او (د مرغومي په ۲۹مه) او د سلواغې په لومړۍ نېټه به د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون منلې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۵مه نېټه اندونیزیا ته سفر وکړي؛ څو د ۲۰۲۶کال د اسیا جام فوټسال په سیالیو کې برخه واخلي. د دغه سیالیو وروستی پړاو به د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر ۷مې نېټې) د اندونیزیا په کوربه‌توب او د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا لوبډلو سره همډلې ده.

د سیالیو بشپړه ډلبندي:

لومړۍ ډله: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا

دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان

درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان، مالیزیا

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۰

افغان کرکټ بورډ نن د یوې خبري ناستې پر مهال اعلان وکړ چې له ویسټ‌انډیز سره د دریو سیالیو د لړۍ او د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام لپاره یې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ۱۵ کسیز نوملړ ټاکلی دی.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان ملي لوبډله به لومړی له ویسټ‌انډیز ملي لوبډلې سره درې سیالۍ وکړي او له هغې وروسته به د نړیوال جام سیالیو ته داخل شي.

د دغو سیالیو لپاره راشد خان، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، درویش رسولي، اسحاق رحیمي، عظمت‌الله عمرزی، محمدنبي عیسی‌خېل، ګلبدین نایب، شاهد کمال، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل‌الحق فاروقي، نوین‌الحق او عبدالله احمدزی د ملي لوبډلې غړي ټاکل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ به په هند او سریلانکا کې وشي، چې ۲۰لوبډلې به پکې ګډون ولري او په څلورو ګروپونو کې به له یو بل سره سیالۍ وکړي.

همدارنګه ویل شوي چې د افغانستان ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۲مه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب له ویسټ‌انډیز ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

د افغانستان ملي کرکټ لوبډله به د نړیوال جام په سیالیو کې له نیوزیلنډ، سویلي افریقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا ملي لوبډلو سره هم مخامخ شي.

جېسون هولډر اووه کاله وروسته د راشد خان نړۍوال ریکارډ مات کړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلې الراونډر جېسون هولډر له اوو کلونو وروسته په یوه کال کې د ډېرو ویکټو اخیستو نړۍوال ریکارډ مات کړ. دا ریکارډ مخکې د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان ارمان په نوم ثبت و.

افغان کرېکټ ستوري راشد خان په ۲۰۱۸ کال کې د ۹۶ ویکټو په اخیستو سره د شل اوریزه کرېکټ سیالیو په تاریخ کې ریکارډ جوړ کړی و.

دغه ریکارډ اوه کاله پر خپل ځای پاتي و، چې اوس جېسون هولډر په روان کال کې د ۹۷ ویکټو په اخیستو دا ریکارډ په خپل نوم کړ.

د وېسډن کرېکټ د راپور له‌مخې، راشد خان دا ریکارډ په ۶۱ لوبو کې د ۱۵.۴۶ په زړه پورې اوسط سره ترلاسه کړی و. له همدې امله، نوموړی د شل اوریز کرېکټ په تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو توپ‌اچوونکو څخه شمېرل شوی دی.

د چټکو توپ اچونکو له ډلې یوازي دوه لوبغاړي توانېدلي، چې په یوه کال کې له ۸۰ څخه زیاتې ویکټې واخلي.

د ویسټ انډیز بل لوبغاړی ډواین براوو په ۲۰۱۶ کال کې په ۷۱ لوبو کې د ۸۷ ویکټو په اخیستو او د ۲۴.۴۷ اوسط سره دې مقام ته رسېدلی و. په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلي ستوری نوین‌الحق هم په ۲۰۲۴ کال کې د ۷۸ ویکټو په اخیستو خپل نوم په نړۍواله کچه مطرح کړی دی.

د ۲۰۲۵ کال په سیالیو کې د جېسون هولډر د لوبې له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا وه، چې هغه د توپ‌ وهلو په برخه کې هم ښه وځلېد. نوموړي په همدې کال کې ۸۴۶ منډې جوړې کړي او د خپلې لوبډلې په بریاوو کې یې مهم رول لوبولی دی.

باید وویل شي، چې راشد خان په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو کې هم په ترتیب سره د ۸۰ او ۸۱ ویکټو په اخیستو سره د کال تر ټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې وې؛ خو د هغه تاریخي ریکارډ د ۲۰۱۸ کال پورې تړاو لري. له راشد خان څخه مخکې دا ریکارډ د ډواین براوو په واک کې و، چې ۸۷ ویکټې یې اخیستې وې.

د افغانستان بل نوموتی توپ‌ اچوونکی نور احمد لکڼوال هم یو ځل په ۲۰۲۵ کال کې د ۸۵ ویکټو په اخیستو سره د کال تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی و، خو ونه توانېد، چې نړۍوال ریکارډ مات کړي.

100%
100%

د «دیار سنايي» غره ختونکي د غزني ولایت د خوګیاڼو څوکو ته وختل

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۸ GMT+۰

د «دیار سنايي» غره ختونکو ۱۳ کسیزه ډله د غزني ولایت د خوګیاڼو په واورو پوښل شویو غرونو ته په ختلو بریالۍ شوه. د یاد غره څوکو ته د دغه غره ختونکو مزل یوه ورځ دوام وکړ او دوی وتوانېدل، چې د ۳۱۰۰ مترو لوړو څوکو ته وخېژي.

د افغانستان د غرنیو سیمو او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د غره ختلو د مناسبو شرایطو شته‌والي ته په پام، په وروستیو کلونو کې د ورزشکارانو او مینه‌والو له‌خوا د غره ختلو له ورزش څخه په پراخه کچه هرکلی شوی دی. په دې برخه کې په ډېرو ولایتونو کې د غره ختلو لوبډلې جوړې شوې، چې منظم ورزشي فعالیتونه څاري.

په افغانستان کې مسلکي روزنه او د غره ختلو تجهیزاتو ته لاسرسی هم ښه شوی او په دې برخه کې لوبغاړي د پخوا پرتله په خوندي حالت کې دي، چې دا د غره ختلو ورزش په ودې او پراختیا کې مهم رول لوبوي.

100%

افغان لوبغاړی ظفر محسن په جرمني کې د خپل سویډني سیال پر وړاندې لوبه کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۹ GMT+۰

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی ظفر محسن د اوکټاګون سازمان په لومړۍ لوبه کې د سویډن سامویل بارک پر وړاندې لوبه کوي. دغه لوبه به د مرغومي میاشتې په ۲۷مه د ۶۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د اوکټاګون سازمان د ۸۲مې سیالۍ د یوې برخې په توګه د جرمني د دوسلدورف ښار په کوربه‌توب ترسره شي.

۳۰ کلن ظفر محسن تر دې دمه په ۱۷ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۱۳ یې ګټلې او ۴ نورې یې بایللې دي. د هغه وروستۍ لوبه په PFL سازمان کې د ۲۰۲۴کال (د اکتوبر په ۱۹مه) وه.

دغه افغان لوبغاړي په خپلو ټولو بریاوو کې ۶ ځلې یې خپل سیالان ناک اوټ کړي، چې د هغه د بریاوو ۴۶ سلنه برخه جوړوي. دارنګه د «سبمېشن» تخنیک د محسن دویمه ځانګړنه ده، چې پر مټ یې تر دې دمه پنځه بریاوې ترلاسه کړې دي.

له بلې خوا د سویډن سامویل بارک په ۱۵ مسلکي لوبو کې ۱۳ بریاوې او ۲ ماتې لري. دغه سویډني لوبغاړي د خپلو ټولو بریاوو له ډلې ۶ ځله یې خپل سیالان ناک اوټ کړي او د قاضیانو د پرېکړې له مخې یې ۶ نورې بریاوې هم ترلاسه کړې دي. د هغه ۴۶سلنه بریاوې د ناک اوټ او قاضیانو د پرېکړې په کټګوریو کې دي.

100%

د ۱۹ کلنو افغان کرېکټ لوبډلې د یوې ویکټې په توپیر له پاکستان څخه ماتې وخوړه

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په زمبابوې کې د درې اړخیزو نړۍوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د یوې ویکټې په توپير د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې څخه ماتې وخوړه. د افغان ځوانانو او زمبابوې لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بې‌پایلې اعلان شوې وه.

د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۲۷ منډو هدف وټاکه.

په افغان لوبډله کې عثمان سادات ۷۵، محبوب‌خان ۴۹ او فیصل‌خان شینوزاده ۳۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې په توپ‌اچوونکو کې سلام‌خان احمدزي۴، زیات‌الله شاهین ۲، واحدالله ځدراڼ، عزیزالله خان نیازي او نصرت‌الله نورستاني یو - یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان، زمبامبوې او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو دغه لوبلړۍ د زمبامبوې په کوربتوب تر سره کېږي.

دغه سیالۍ د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام ته د تیاريو لپاره دي.

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د خپل درېیمې لوبې لپاره د کوربه هېواد زمبابوې پر وړاندې د سیالیو ډګر ته کښته کېږي.