• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جېسون هولډر اووه کاله وروسته د راشد خان نړۍوال ریکارډ مات کړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلې الراونډر جېسون هولډر له اوو کلونو وروسته په یوه کال کې د ډېرو ویکټو اخیستو نړۍوال ریکارډ مات کړ. دا ریکارډ مخکې د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان ارمان په نوم ثبت و.

افغان کرېکټ ستوري راشد خان په ۲۰۱۸ کال کې د ۹۶ ویکټو په اخیستو سره د شل اوریزه کرېکټ سیالیو په تاریخ کې ریکارډ جوړ کړی و.

دغه ریکارډ اوه کاله پر خپل ځای پاتي و، چې اوس جېسون هولډر په روان کال کې د ۹۷ ویکټو په اخیستو دا ریکارډ په خپل نوم کړ.

د وېسډن کرېکټ د راپور له‌مخې، راشد خان دا ریکارډ په ۶۱ لوبو کې د ۱۵.۴۶ په زړه پورې اوسط سره ترلاسه کړی و. له همدې امله، نوموړی د شل اوریز کرېکټ په تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو توپ‌اچوونکو څخه شمېرل شوی دی.

د چټکو توپ اچونکو له ډلې یوازي دوه لوبغاړي توانېدلي، چې په یوه کال کې له ۸۰ څخه زیاتې ویکټې واخلي.

د ویسټ انډیز بل لوبغاړی ډواین براوو په ۲۰۱۶ کال کې په ۷۱ لوبو کې د ۸۷ ویکټو په اخیستو او د ۲۴.۴۷ اوسط سره دې مقام ته رسېدلی و. په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلي ستوری نوین‌الحق هم په ۲۰۲۴ کال کې د ۷۸ ویکټو په اخیستو خپل نوم په نړۍواله کچه مطرح کړی دی.

د ۲۰۲۵ کال په سیالیو کې د جېسون هولډر د لوبې له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا وه، چې هغه د توپ‌ وهلو په برخه کې هم ښه وځلېد. نوموړي په همدې کال کې ۸۴۶ منډې جوړې کړي او د خپلې لوبډلې په بریاوو کې یې مهم رول لوبولی دی.

باید وویل شي، چې راشد خان په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو کې هم په ترتیب سره د ۸۰ او ۸۱ ویکټو په اخیستو سره د کال تر ټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې وې؛ خو د هغه تاریخي ریکارډ د ۲۰۱۸ کال پورې تړاو لري. له راشد خان څخه مخکې دا ریکارډ د ډواین براوو په واک کې و، چې ۸۷ ویکټې یې اخیستې وې.

د افغانستان بل نوموتی توپ‌ اچوونکی نور احمد لکڼوال هم یو ځل په ۲۰۲۵ کال کې د ۸۵ ویکټو په اخیستو سره د کال تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی و، خو ونه توانېد، چې نړۍوال ریکارډ مات کړي.

100%
100%

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

د «دیار سنايي» غره ختونکي د غزني ولایت د خوګیاڼو څوکو ته وختل

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۸ GMT+۰

د «دیار سنايي» غره ختونکو ۱۳ کسیزه ډله د غزني ولایت د خوګیاڼو په واورو پوښل شویو غرونو ته په ختلو بریالۍ شوه. د یاد غره څوکو ته د دغه غره ختونکو مزل یوه ورځ دوام وکړ او دوی وتوانېدل، چې د ۳۱۰۰ مترو لوړو څوکو ته وخېژي.

د افغانستان د غرنیو سیمو او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د غره ختلو د مناسبو شرایطو شته‌والي ته په پام، په وروستیو کلونو کې د ورزشکارانو او مینه‌والو له‌خوا د غره ختلو له ورزش څخه په پراخه کچه هرکلی شوی دی. په دې برخه کې په ډېرو ولایتونو کې د غره ختلو لوبډلې جوړې شوې، چې منظم ورزشي فعالیتونه څاري.

په افغانستان کې مسلکي روزنه او د غره ختلو تجهیزاتو ته لاسرسی هم ښه شوی او په دې برخه کې لوبغاړي د پخوا پرتله په خوندي حالت کې دي، چې دا د غره ختلو ورزش په ودې او پراختیا کې مهم رول لوبوي.

100%

افغان لوبغاړی ظفر محسن په جرمني کې د خپل سویډني سیال پر وړاندې لوبه کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۹ GMT+۰

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی ظفر محسن د اوکټاګون سازمان په لومړۍ لوبه کې د سویډن سامویل بارک پر وړاندې لوبه کوي. دغه لوبه به د مرغومي میاشتې په ۲۷مه د ۶۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د اوکټاګون سازمان د ۸۲مې سیالۍ د یوې برخې په توګه د جرمني د دوسلدورف ښار په کوربه‌توب ترسره شي.

۳۰ کلن ظفر محسن تر دې دمه په ۱۷ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۱۳ یې ګټلې او ۴ نورې یې بایللې دي. د هغه وروستۍ لوبه په PFL سازمان کې د ۲۰۲۴کال (د اکتوبر په ۱۹مه) وه.

دغه افغان لوبغاړي په خپلو ټولو بریاوو کې ۶ ځلې یې خپل سیالان ناک اوټ کړي، چې د هغه د بریاوو ۴۶ سلنه برخه جوړوي. دارنګه د «سبمېشن» تخنیک د محسن دویمه ځانګړنه ده، چې پر مټ یې تر دې دمه پنځه بریاوې ترلاسه کړې دي.

له بلې خوا د سویډن سامویل بارک په ۱۵ مسلکي لوبو کې ۱۳ بریاوې او ۲ ماتې لري. دغه سویډني لوبغاړي د خپلو ټولو بریاوو له ډلې ۶ ځله یې خپل سیالان ناک اوټ کړي او د قاضیانو د پرېکړې له مخې یې ۶ نورې بریاوې هم ترلاسه کړې دي. د هغه ۴۶سلنه بریاوې د ناک اوټ او قاضیانو د پرېکړې په کټګوریو کې دي.

100%

د ۱۹ کلنو افغان کرېکټ لوبډلې د یوې ویکټې په توپیر له پاکستان څخه ماتې وخوړه

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په زمبابوې کې د درې اړخیزو نړۍوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د یوې ویکټې په توپير د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې څخه ماتې وخوړه. د افغان ځوانانو او زمبابوې لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بې‌پایلې اعلان شوې وه.

د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۲۷ منډو هدف وټاکه.

په افغان لوبډله کې عثمان سادات ۷۵، محبوب‌خان ۴۹ او فیصل‌خان شینوزاده ۳۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې په توپ‌اچوونکو کې سلام‌خان احمدزي۴، زیات‌الله شاهین ۲، واحدالله ځدراڼ، عزیزالله خان نیازي او نصرت‌الله نورستاني یو - یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان، زمبامبوې او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو دغه لوبلړۍ د زمبامبوې په کوربتوب تر سره کېږي.

دغه سیالۍ د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام ته د تیاريو لپاره دي.

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د خپل درېیمې لوبې لپاره د کوربه هېواد زمبابوې پر وړاندې د سیالیو ډګر ته کښته کېږي.

په کابل کې د پېنګ پانګ د څوارلسم پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي، چې د افغانې سرې میاشتې ټولنې په کوربه توب په کابل کې د پېنګ پانګ د ۱۴م پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانې سرې میاشت ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بشري مرستو ترڅنګ د ځوانانو د سالمو فعالیتونو او ورزشي پروګرامونو ملاتړ د یادې ادارې مهم مسوولیت دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ځوانانو ترمنځ دا ډول سیالۍ د ورورولۍ او سالم رقابت د پیاوړتیا ترڅنګ فزیکي او روحي روغتیا ته هم وده ورکوي.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي، چې د سرې میاشتې ټولنې په کوربه توب سیالیو کې ۷۰ تنه ځوانانو ګډون کړی و.

د ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرېکټ لوبډله به سبا د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان، زمبابوې او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې به افغانستان سبا د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. دا په دې لوبلړۍ کې د پاکستان لومړۍ لوبه ده، خو د افغانستان لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) ویلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله به د شنبې په ورځ په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دغه درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ د زمبابوې په کوربتوب پيل شوي. په لومړۍ سیالۍ کې د کوربه او افغان لوبډلې ترمنځ لوبه د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

دغه لوبلړۍ د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام د چمتووالي په موخه تر سره کیږي.