په اسفراین کې د ناارامیو پر مهال یو څارنوال او یو شمېر امنیتي ځواکونه وژل شوي

د ایران دولتي خبري اژانس «صداوسیما» راپور ورکړی چې د شمالي خراسان ولایت د قضايي دستګاه عمومي رئیس رضا براتيزاده د اسفراین ولسوالۍ د عمومي او انقلابي څارنوال د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.
د براتيزاده په وینا، تېره شپه علياکبر حسینزاده، چې د اسفراین د څارنوال په توګه یې د عامه مدعي دنده پر غاړه لرله، د میداني څارنې او وضعیت د نږدې څېړلو لپاره له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره په ښار کې ګرځیده.
نوموړي ویلي، د اعتراضونو پر مهال هغه کانکس چې یاد ځواکونه پکې ځای پر ځای وو، د «لاریونوالو» له لوري اور ته اچول شوی دی. د راپور له مخې، په دې پېښه کې د اسفراین څارنوال او څو تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
تر اوسه د وژل شویو امنیتي کسانو دقیق شمېر او د پېښې نور جزییات په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.
