د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایرانیانو د رژیم دروغ درک کړي او دا خامنه‌یي ځوروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي حساب پر اېکس‌پاڼه د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنه‌یي وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی، لیکلي یې دي ښايي هغه څه چې خامنه‌یي په رښتیا هم ځوروي، دا دي چې د ایران خلکو د دې رژیم د ۴۷ کلونو دروغ او بشپړه ناکامي درک کړې ده.