شهزاده رضا پهلوي: د اسلامي جمهوریت د نسکورېدو شېبه نږدې ده

د ایران د پخواني پاچا زوی، شهزاده رضا پهلوي، د هېواد له خلکو وغوښتل چې د اسلامي جمهوریت پر ضد په لاریونونو کې خپل شتون لا منظم او هدفمند کړي او د اقتصاد د مهمو برخو کارکوونکي دې سراسري اعتصاب ته داخل شي، څو د حکومت د مالي سرچینو ملا ماته شي.