د جرمني پارلمان مرستیال: په ایران کې روان اعتراضونه بېساري دي

د جرمني پارلمان مرستیال امید نوريپور ویلي چې په ایران کې روان ولسي اعتراضونه پراخ او ژور دي او د ایران له تاسیس راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د جرمني پارلمان مرستیال امید نوريپور ویلي چې په ایران کې روان ولسي اعتراضونه پراخ او ژور دي او د ایران له تاسیس راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی.
نوريپور دا څرګندونې د جرمني له ۱تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې دا اعتراضونه یوازې محدودې سیمې نه دي نیولي، بلکې د ایران په بېلابېلو ښارونو او ټولنیزو قشرونو کې خپاره شوي دي.
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په ایران کې ولسي اعتراضونه دوام لري او د نړۍ ګڼو هېوادونو او سیاسي څېرو د ایران د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت د بشري ځواک لوی ریاست اړوند د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې په درېیمه ربعه کې د کارموندنې له یوولسو خصوصي شرکتونو څخه نظارت ترسره کړی دی. دوی ویلي، د یادې ربعې په لړ کې ۴۷۸ کسان په افغاني شرکتونو کې په کار شوي دي.
د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې د راپور له مخې په دې ربعه کې د کارموندنې یوولسو خصوصي شرکتونو ته ۲۳ زره ۲۵ تنه افغانانو د کارموندنې په موخه مراجعه کړې ده، چې د شرکتونو له چاڼ، تصدیق او غوراوي وروسته ۹۷۵ تنه ادارو، شرکتونو او فابریکو ته د کار په موخه ورپېژندل شوي دي، چې په پایله کې یې ۴۷۸ تنه جذب او کار یې ترلاسه کړي دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرې مرغومې میاشتې کې هم ویلي و، چې د ملا هبتالله په ځانګړې لارښوونه بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو د لېږد بهیر پر ګړندي کېدو طالب وزیرانو خبرې کړې دي.
طالبانو په وار، وار دغه ډول څرګندونې کړې خو نه یې په کور دننه د بې روزګارۍ د روان ناورین مخه ونیوله او نه یې هم تر اوسه په عملي توګه مسلکي کارګر بهر ته ولېږل.
نیوکې دا دي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د هېواد دننه سلګونه زره کسانو دندې له لاسه ورکړې دي او د لوږې ګواښ هم خورا لوړ شوی دی.
د طالبانو په واکمنۍ کې سلګونه زره کسان اړ شوي، چې د ژوند خوندیتوب او روزګار لپاره د پاکستان او ایران تر څنګ په سختو ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته سفرونه وکړي.
متحده عربي امارات، سعودي عربستان، پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې ډېر شمېر افغان کارګر په کې په کارونو بوخت دي او له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
افغان کارګر په دغو هېوادونو کې د مېشتیدنې قانوني اسنادو، د کاروباري پراختیا د اسانتیاوو او پر وخت د کاري ویزو نه نوي کېدو له ستونزو سره مخ کېږي.
په یادو دوو هېوادونو کې د افغان کارګرو سره خورا بد چلند هم کېږی او ډېری وخت د کارونو تر ترسره کېدو وروسته ورته حق الزحمې هم نه ورکول کېږي.
له دې سربېره افغان کارګر په متحده عربي اماراتو، سعودي او نورو خلیجي هېوادونو کې هم د قانوني اسنادو تر څنګ د کار له سختو قوانینو څخه زورېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ګواکې ایرانی رژیم د سولهییزو ولسي اعتراضونو د ځپلو لپاره د حزبالله او عراقي وسله وال ځواکونه کارولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي حساب پر اېکسپاڼه لیکلي چې واشنګټن د دغو راپورونو له امله جدي اندېښنه لري او دا چاره د ایران د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي بله نښه بلل کېږي.
یاد وزارت زیاته کړې چې ایرانی رژیم د ایران د خلکو میلیاردونه ډالر د ترهګرو نیابتي ځواکونو پر تمویل لګولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د خپلو وګړو پر وړاندې د همدغو ځواکونو کارول یو بل ژور خیانت ګڼل کېږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په ایران کې ولسي اعتراضونه دوام لري او نړیواله ټولنه د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

په سلګونو ایراني وګړي چې د کاناډا په تورنتو ښار کې مېشت دي، د ایرانيانو د انقلاب په ملاتړ یې لاریون وکړ او د دې خوځښت د پراخ رسنیز پوښښ غوښتنه یې وکړه.
لاریون کوونکو د کاناډا «سيبيسي» شبکې د دفتر ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او له دې رسنۍ یې وغوښتل چې د ایران روانو اعتراضونو او انقلاب ته جدي او پراخ پوښښ ورکړي.
دوی وویل چې د ایران رژیم لهخوا په ایران کې د انټرنېټ پراخ بندیز لګېدلی، چې له امله یې د معترضو خلکو غږ نړۍ ته نه رسېږي. لاریون کوونکو پر سيبيسي ټینګار وکړ چې د ایران د خلکو غږ شي او د هغوی غوښتنې نړیوالو ته ورسوي.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې دا لاریون د بیان د ازادۍ او د ایران د خلکو د حقونو د ملاتړ په موخه شوی.

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د تقاعد شویو کسانو لپاره یې د نوبت ورکولو یو نوی انلاین سیسټم (اپلېکېشن) فعال کړی دی. یاد وزارت له تقاعد شویو غوښتي، چې تر دې وروسته د انلاین نوبت له اخیستو پرته دې دغه ادارې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
د طالبانو د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه انلاین سیستم د تقاعد شویو د معاشونو د وېش بهیر د چټکتیا او د شفافیت د تضمین لپاره جوړه شوې دی. د وزارت په وینا، له دې وروسته به د تقاعد د حقوقو د تعقیب لپاره حضوري نوبت اخیستل ممکن نه وي.
خو د دې پرېکړې پر وړاندې د یو شمېر تقاعد شویو غبرګونونه منفي دي. ځینو تقاعد شویو افغانستان اینترنشنل ته ویلي، چې د اپلېکېشن جوړول نه یوازې دا چې اسانتیا یې نه ده رامنځته کړې، بلکې د هغوی ستونزې یې لا ډېرې کړې دي.
یوه تقاعد شوي ښوونکي ویلي، د دې سیستم د کارولو لپاره ځیرک ټیلیفون او انټرنېټ ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې ډېری تقاعد شوي کسان له دغو امکاناتو بېبرخې دي. هغه زیاته کړې، چې تقاعد شوي کسان اکثره مشران دي او د ځیرکو ټیلیفونونو او انلاین سیسټمونو په کارولو کې له ستونزو سره مخ دي.
بل تقاعد شوي کس ویلي، چې یاد اپلېکېشن په اسانۍ سره نه پرانیستل کېږي او د ډېرو کاروونکو د هممهاله سیستم ته د داخلېدو او د انټرنېټ د ټيټې چټکتیا له امله د نوبت اخیستل اسانه کار نه دی.
د تقاعد شویو په وینا، که د طالبانو حکومت غواړي د معاشونو د وېش بهیر اسانه کړي، نو باید د حضوري خدمتونو بدیلې لارې هم په پام کې ونیسي، تر څو هغه کسان چې انلاین اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، له لا ډېرو ستونزو سره مخ نه شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چی د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه. په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټی پر ۳۷۴ جریبه ځمکه طرحه شوی چې د ۵۹۰ کورنیو د استوګنې ظرفیت لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت نن شنبه، د مرغومي په ۲۰ نېټه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه ځمکې په د راستنو شویو کډوالو په واک کې ورکړي تر څو پرې د اوسېدو لپاره کورنه اباد کړي.
د طالبانو د یاد وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني په کونړ ولایت کې د یادو مراسمو پر مهال وویل، دا نمرې هغه کډوالو کورنیو ته ورکول کېږي چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي او د سرپناه نشتون له ستونزې سره مخامخ دي.
حیات حقاني وویل، چې د کډوالو باعزته مېشت کېدل د طالبانو د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دوی به په دغه برخه کې هڅو ته دوام ورکوي.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د طرحې له مخې هرې کورنۍ ته د پنځو بسوو په اندازه د استوګنې نمره ځانګړې شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۸ کډوالو کورنیو ته د سیمې د مشرانو په حضور کې ووېشل شوې او د نورو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش بهیر لا دوام لري.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د لیندۍ ۲۷مه خبر ورکړی و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا، د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي، خو تازه ستانه شوي کډوال له بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.
طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو نړدې ۶ سوه زره کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په کې شامل دي په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.