په ایران کې انټرنېټ لا هم بند دی

د ایران انټرنشنل راپور له مخې، د ایران د پخواني ولیعهد شاهزاده رضا پهلوي د نوي بلنې نېږدې کېدو سره-سره، ایران کې انټرنېټ لا هم بند دی. تر دې مخکې شاهزاده رضا پهلوي له خلکو غوښتي و چې د شنبې او یکشنبې ماښام شپږ بجې دې سړکونو کې عمومي اعتصاب پیل کړي.