امریکا: ایرانی رژیم د اعتراضونو د ځپلو لپاره له حزب الله او عراقي وسله والو کار اخلي

د امریکا متحده ایالاتو د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ګواکې ایرانی رژیم د سوله‌ییزو ولسي اعتراضونو د ځپلو لپاره د حزب‌الله او عراقي وسله وال ځواکونه کارولي دي.