د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر: ایراني ځوانان تاریخ جوړوي

د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر او سناتور ماتیو رنزي ویلي چې ایران لکه غزه یا وینزویلا په نړیواله کچه ډېر خبرساز نه دی، خو په تهران او نورو ښارونو کې ځوانان زړور او تاریخ جوړوونکي دي. رنزي د دې ځوانانو ستاینه وکړه او د هغوی د هڅو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.