په مشهد کې امنیتي ځواکونو پر لاریونکوونکو ډزې کړي

د ایران د مشهد ښار په لاریونکوونکو امنیتي ځواکونو ډزې کړې، چې د خلکو د زیانمنېدو راپورونه او ویډیوګانې یې خپرې شوې دي.

د ایران د مشهد ښار په لاریونکوونکو امنیتي ځواکونو ډزې کړې، چې د خلکو د زیانمنېدو راپورونه او ویډیوګانې یې خپرې شوې دي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د جمعې په ماښام امنیتي ځواکونه په مشهد کې پر لاریونکوونکو ډزې کړي. په یوه ویډیو کې د خلکو لاسونو کې یو ټپي لیدل کېږي، چې د شاهدانو په وینا د ډزو له امله ژوبل شوی دی.
دا پېښه د ایران د مظاهرو په دوام کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي نښه بلل کېږي، چې خلک د خپل حق غوښتنې په موخه د حکومت پر وړاندې سړکونو ته راوځي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چې د لوګر ولایت په مرکز پلعالم، څرخ، برکيبرک، خروار او ازره ولسوالیو کې ۲۷ تاریخي سیمې له پېژندنې وروسته ثبت کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه تاریخي سیمې د دغه وزارت د لرغونپېژندنې ریاست د یوه مسلکي پلاوي له لوري د ترسره شوې سروې په پایله کې تشخیص او ثبت شوې دي. د معلوماتو له مخې، د لرغونپېژندنې دغه پلاوي د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د تاریخي آثارو ارزونه کړې او د ثبت بهیر یې بشپړ کړی دی.
طالبانو د دغو تاریخي سیمو ثبت د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د تاریخي ارزښتونو د خوندي کولو په برخه کې مهم ګام بللی.

په ونزوېلا کې د روسیې سفیر ملیک باګداساروف ویلي، مسکو او کاراکاس به په ټولو برخو کې خپلې سټراتېژیکې همکارۍ په بشپړ ډول وساتي. نوموړي همداراز خبر ورکړی چې د ونزوېلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان ګیل پینتو سره یې لیدنه کړې او له روسیې سره د همکاریو د دوام په اړه یې خبرې کړې دي.
دغه روسي ډیپلومات یادونه کړې چې د روسیې او ونزوېلا ترمنځ د سټراتېژیک مشارکت او همکاریو بینالدولتي تړون په ۲۰۲۵ کال کې نافذ شوی دی.هغه د دغه تړون په یادولو سره ټینګار کړی چې دا ګام فرصتطلبانه نه و او زموږ سټراتېژیک ګډون به په ټولو برخو کې دوام ولري.
د روسیې سفیر زیاته کړې چې د مسکو او کاراکاس ترمنځ اړیکې «حتی د یوې دقیقې لپاره هم نه دي پرې شوې» او د ونزوېلا لوري روسیه د امریکا د برید او د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د وضعیت له جزییاتو خبره کړې ده.
ملیک باګداساروف وایي چې په وروستیو ورځو کې یې یو شمېر نورې مهمې لیدنې هم کړې دي، په ځانګړي ډول د ونزوېلا له موقتي ولسمشرې دلسی رودریګز او د دوهاړخیزو همکاریو د راتلونکي په اړه یې هم ورسره بحثونه کړي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې متحده ایالاتو اعلان کړی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پالیسۍ په چوکاټ کې د تېلو د بهیر د کنټرول او د ونزوېلا د تېلو د صادراتو د بندولو لپاره، د روسیې تر بیرغ لاندې او له ونزوېلا سره تړلی یو نفتوړونکی بېړۍ یې نیولې ده.
دا په وروستیو اوونیو کې د ونزوېلا سره د تړاو لرونکو بېړیو د نیولو څلورمه پېښه بلل کېږي.
دغه بدلونونه په داسې شرایطو کې رامنځته شوي چې د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې دي چې چین، روسیې او د ونزوېلا چپپال متحدینو د امریکا دغه اقدام غندلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ۵۰۴ کورنۍ چې ټولټال ۲۷۳۷کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۴۴۴کورنۍ چې شمیر یې ۲۴۷۷تنه وه د تورخم له لارې، ۲۷کورنۍ چې شمیر یې ۱۴۱تنه وه د سپین بولدک له لارې، ۲۴کورنۍ چې شمیر یې ۹۰تنه وه د ورېښمو پله له لارې او ۹ کورنۍ چې شمیر یې ۲۹تنه کیږي د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال ده چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په تېره لړم میاشت کې له پاکستان نه ۱۲۴زره او ۸۹۸کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د تایوان د ملي امنیت د شورا عمومي منشي جوزف وو ویلي چې د ایران زړور خلکو د ازادۍ لپاره خپل مقاومت ته دوام ورکوي او تایوان د هغوی د مبارزې ملاتړ کوي.
جوزف وو په ایکس کې لیکلي: «د ایران زړور خلک د استبداد پر وړاندې خپل مقاومت او مبارزه د ازادۍ لپاره جاري ساتي.»
هغه زیاته کړې، «کله چې زه ځوان وم، تایوان هم د پوځي واک پای ته رسولو لپاره سختې مبارزې وکړې او په پای کې یې لیبرال دموکراسي رامنځته کړه. اوس بې شکه زړونه مو د ایران د مظاهرهچیانو سره دي.»
وو د تایوان د خپل تاریخ د مبارزې یادونه وکړه ترڅو د ایران د خلکو مبارزه د نړیوالې همغږۍ په رڼا کې څرګنده کړي، او د ایران د لاریونوالو د حقونو ملاتړ یې په ډاګه کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ونزویلا حکومت د اپوزېسیون له مشرې او د نوبل د سولې جایزې له ګټونکې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري. ټرمپ همداراز د ماریا کورینا ماچادو د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې ویلي یې دي د نوبل د سولې جایزه به ټرمپ ته ډالۍ کړي.
ټرمپ له فاکسنیوز سره په مرکه کې ویلي: «تر کومه چې زه پوهېږم، هغه به راتلونکې اوونۍ راځي او زه لېواله یم چې ورسره سلام او ستړې مشې وکړم». د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې د ماریا کورینا ماچادو په اړه ویلي وو: «زه فکر کوم چې د هغې لپاره به مشري ډېره سخته وي. هغه په هېواد دننه نه ملاتړ لري او نه هم درناوی. ډېره ښه ښځه ده، خو اړین احترام نه لري».
ماریا کورینا ماچادو چې د ونزویلا حکومت د مخالفینو اصلي مشره ده، ژمنه کړې چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستنه شي. هغې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نیکولاس مادورو د رژیم د نسکورولو له امله ستایلی او ویلي یې دي چې د هغې تر مشرۍ لاندې غورځنګ د ازادو ټاکنو د بریا لپاره چمتو دی.
خو د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، داسې ښکاري ټرمپ دا مهال غوره ګڼي چې دلسی رودریګز د مادورو د حکومت د موقتي ولسمشرې او د هغه د دولت له نورو لوړپوړو چارواکو سره همکاري وکړي.
