په اسټرالیا کې مېشتو ایرانيانو د ایران د ملي پاڅون په ملاتړ پراخ لاریون وکړ

په اسټرالیا کې مېشتو ایرانيانو د یکشنبې په ورځ د سیدني ښار په مرکز کې، په ایران کې د ملي پاڅون او د پخواني پاچا زوی رضا پهلوي په ملاتړ پراخ لاریون ترسره کړ. لاریونوالو په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام پر ضد شعارونه ورکول.