طالبانو په بدخشان کې یو عمرخوړلی سوالګر له څه کم نیم میلیون افغانیو سره نیولی

د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې د کشم ولسوالۍ پولیسو له یوه عمرخوړلي او مسلکي سوالګر سره ۴۹۱ زره افغانۍ کشف او ضبط کړې دي.

د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې د کشم ولسوالۍ پولیسو له یوه عمرخوړلي او مسلکي سوالګر سره ۴۹۱ زره افغانۍ کشف او ضبط کړې دي.
د طالبانو د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې یاد کس د ډیر عمر درلودو له امله کمزوری دی او سختې یخنۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی و، چې د ساتنې لپاره قوماندانۍ ته لېږدول شوی.
طالب ویاند زیاته کړې چې له دغه عمرخوړلي سوالګر څخه د پلټنو پر مهال یادې(۴۹۱ زره) نغدې پیسې ترلاسه شوې.
دغه کس ځان د یفتل بالا ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کړی او اوس مهال د کشم د امنیه قوماندانۍ تر څار لاندې دی. د قوماندانۍ طالب چارواکو له دې شخص څخه د خپلوانو د ورپېژندلو غوښتنه کړې چې د رسمي مراجعې له لارې یاد شخص او د هغه نغدې پیسې ور وسپاري.


د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په ترڅ کې له کندهار ولایت څخه ټولټال دوه نیم ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه صادرات د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي او د ریحان د کرنې د پراخېدو ښکارندویي کوي.
د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد صادرات د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د مالدارۍ امریت د مسلکي مسوولینو د ارزونو پر بنسټ شوي دي.
د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې په وروستیو کلونو کې د شاتو د مچیو روزنې ته ځانګړې پاملرنه شوې او بزګرانو ته تخنیکي لارښوونې شوې دي.
د طالب چارواکو په وینا، د ریحان د کرنې پراخوالي د شاتو د تولید په لوړولو کې مهم رول لوبولی، ځکه د شاتو مچۍ له ریحان څخه د ګټې اخیستنې له لارې د لوړ کیفیت شات تولیدوي.
د دوی په وینا، د اقلیم مناسب شرایط او د بزګرانو هڅې هم د دې سکتور د ودې لامل شوې دي.
د طالبانو د کرنې وزارت همداراز ویلي، چې د شاتو صادرات نه یوازې د بزګرانو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده، بلکې کولی شي د هېواد پر صادراتي توازن او اقتصادي وده هم مثبت اغېز ولري.
دغه وزارت ټینګار کوي، چې هڅه به وکړي د مالدارۍ او شاتو د تولید برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او بزګرانو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
په تلې میاشت کې د کندهار ولایت د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی و، چې په دغه ولایت کې هر کال شاوخوا ۴۵ ټنه شات تولیدېږي. د دغه ریاست په وینا، له دې ډلې ۶ټنه یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو د کرنې او اوبو لګونې وزارت وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳ زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي.
د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي او کاروباریان باور لري چې د کېفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر ۳ زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.
په افغانستان کې د شینشوبي تر څنګ د بېلابېلو بوټو شات تولیدېږي او کاروباریان هیلهمن دي د بیرې شاتو د ډېر تولید لپاره باید باغونه جوړ شي.
د شاتو مچیو پالنې ډېری فارمونه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې دي. همدا راز یادو ولایتونو کې د شاتو د پروسېس کارخونې هم شته چې څو څو ځله یې له نړۍوالو بازارونو سره د نښلېدو غوښتنې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې پلي کړې دي. دغه سازمان هیلهمندي ښودلې چې په راتلونکو کلونو کې به دغه صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.

ایبيسي نیوز په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو څلور کاله وروسته، یوازې د جګړو بڼه بدله شوې او د هوايي بمباریو او ځانمرګو بریدونو پر ځای اوس د طالبانو فرمانونه د خلکو ژوند اغېزمنوي او قربانۍ ترې اخلي.
د راپور له مخې، که څه هم امنیت نور د افغانستان تر ټولو ستره ستونزه نه بلل کېږي، خو خلک له داسې بشري ناورین سره مخ دي چې د نړۍ له تر ټولو ناوړه ناورینونو شمېرل کېږي.
ایبيسي نیوز زیاتوي، دا وضعیت د بېلابېلو افتونو تر څنګ د طالبانو د سختو فرمانونو له امله لا پسې خراب او ژور شوی دی.
د دې امریکایي رسنۍ په وینا، د افغانستان ډېری وګړي لا هم د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو تر سخت فشار لاندې ژوند کوي. په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه په «ناوریني ډول» محدود شوي او هغوی له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومې شوې دي.
راپور وایي، د افغانستان له نیمایي زیات نفوس په بشري مرستو متکي دی، خو له ۲۰۲۱کال راهیسې د مرستندویانو مالي ملاتړ په شدیده توګه را کم شوی دی. د ایبيسي نیوز په باور، دا کموالی د نړیوالو سیالیو، نورو نړیوالو بحرانونو او له طالبانو سره د لوېدیځ د نه لېوالتیا پایله ده.
په راپور کې همداراز راغلي، چې روان کال د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یو اېس اېډ) نږدې بشپړ تړل کېدو، په افغانستان کې وضعیت لا پسې خراب کړی دی. له دې امله تر ۴۰۰ډېر روغتیایي مرکزونه تړل شوي او سلګونه زره افغانان له کافي خوړو او روغتیایي پاملرنې بېبرخې شوي دي.
ایبيسي نیوز د ډاکترانو له قوله لیکلي، چې ماشومان د داسې ناروغیو له امله مري چې په بشپړه توګه د مخنیوي وړ دي. د راپور له مخې، دا تریخ حقیقت د کابل د اندرا ګاندي د ماشومانو په روغتون کې د خوارځواکۍ په څانګه کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست سرچینو افغانستان انټرنشنل ته یو نوملړ سپارلی، چې له مخې یې د یاد ریاست رییس امین الله شریف په اړوندو ادارو کې ۳۲ تنه خپلوان او د خپلې ولسوالۍ کسان ګومارلي دي. په دغو ګومارنو کې د ولسوالیو مدیران او د دولتي روغتونونو امرین شامل دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست سرچینو نن یکشنبه ، د مرغومي پر ۲۱مه وویل، چې د یاد ریاست رییس امین الله شریف د ولسوالیو له امرینو نیولې د روغتونونو تر رییسانو پورې د یوې ولسوالۍ خلک او خپل نژدې خپلوان ټاکلي دي.
د خپلوانو له ډلې په ګومارنو کې ذبیح الله رووفي خوګیاڼی د نښتر روغتون رییس، خالد شیرزاد د ننګرهار انتاني روغتون رییس، محمد سعید شیرزاد د ننګرهار ملاریا مجادلې امر، احسان الله شیرزاد د ننګرهار ریاست عمومي مدیر، قدرت الله خوګياڼی د بررسۍ او قوانينو عمومي مدیر، ظهورالله خوګیاڼی د حوزوي روغتون اداري معاون، میرویس شاهین خوګياڼی د کنسر روغتون امر شامل دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړي د ننګرهار ولایت د ټولو ولسوالیو د روغتیا امرین له خبلې ولسوالۍ ټاکلي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ځینو مسوولینو وویل، چې ګومارل شوي کسان کاري وړتیا او تجربه نه لري او روغتیايي سیسټم یې له فلج کېدو سره مخ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».
په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي».

د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې سویډن شاوخوا ۶،۵ میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې. د یاد صندوق په وینا، دغه مرسته به د بنسټیزو خدماتو د پراختیا، د اقتصادي او اقلیمي مقاومت د پیاوړتیا او د زیانمنو شویو او بېځایه شویو ټولنو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.
د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق نن د یکشنبې په ورځ د سویډن له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به د اړمنو خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د ۲۰۲۶ کال لپاره د خپلې بودجي غوښتنه راکمه کړې ده.
اوچا ویلي، چې د راتلونکي کال لپاره یې د بودجې غوښتنه ۳۳میلیارده ډالرو ته راټیټه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وړاندیز شوې بودجه په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۴۷میلیارده ډالر وه، خو د نړیوالو بسپنهورکوونکو د ملاتړ د کمښت له امله دا اندازه راټیټه شوې ده.
بشري بنسټونه ټینګار کوي چې افغانستان لا هم پراخو بشري مرستو ته اړ دی او د نړیوالو مرستو دوام د میلیونونو خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

په خوست کې ځینو افغان خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو ددغه ولایت په دیني مدرسو کې پر انځور او ویډیو اخېستو باندې بندیز لګولی دی. دوی زیاتوي، چې دوه ورځې وړاندې د خوست د جهادي مدرسې په کلنۍ دستاربندي کې خبریالانو ته د کمرو د وړلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په خوست کې د ځايي رسنیو مسوولینو او خبریالانو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۱مه وویل، چې ددغه ولایت امربالمعرف ریاست له ځايي رسنیو غوښتي، چې له دې وروسته له کمرو پرته د مدرسو په غونډو کې ګډون وکړي.
یو ځايي خبریال وویل:«طالبانو راته ویلي، چې د دوی د چارواکو د غونډې انځورونه او ویډیوګانې به نه اخلئ».
دوی همدراز زیاتوي، چې یوازې د طالبانو اړوند رسنیو د انځور او ویډیو اخیستلو اجازه درلوده.
له دې وړاندې په خوست کې د محلي رسنیو خبریالانو ته د طالبانو د والي ویاند او امنیه قوماندانۍ ویلي و، چې د امربالمعروف ریاست د امر پر اساس له دې وروسته خپلې ویډیوګانې او د ساکښو انځورونه نه ور کوي.
خوست ۲۴ ولایت دی، چې د ساکښو انځورونو پر خپرېدا پکې بندیز په رسمي ډول پلی کېږي.
طالبان دا بندیز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلی کوي.
د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه پر خوست سربېره په ۲۴ نورو ولایتونو پکتیا، کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ او هرات کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.