• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: پر لاریون کوونکو تاوتریخوالی او د هغوی «ترهګر» ګڼل د منلو وړ نه دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک په ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندې زور زیاتي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د سوله‌ییزو لاریون کوونکو وژل باید سملاسي ودرول شي او پر لاریون کوونکو د ترهګرو ټاپه وهل د تاوتریخوالي د توجیه لپاره د منلو وړ عمل نه دی.

تورک له ایراني چارواکو وغوښتل چې هر ډول ځپنه سملاسي ودروي، انټرنیټ او ارتباطي خدمات بېرته فعال کړي او د وژنو او بشري حقونو د سرغړونو ټولو پېښو ته د نړیوالو معیارونو مطابق رسیدګي وشي.

هغه ټینګار وکړ چې ایرانيان حق لري سوله‌ییز اعتراض وکړي او د هغوی غوښتنې باید واورېدل شي او ورته رسیدګي وشي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د ایران حکومت ومنله چې په لاریونونو کې شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۰
د ایران حکومت ومنله چې په لاریونونو کې شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي
100%

ایراني چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې په وروستیو لاریونونو کې دامنیتي کسانو په ګډون شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې ایراني چارواکي په لاریونونو کې پر مرګ ژوبلې اعتراف کوي.

شنونکي وایي، ایران مخکې هم له لویو مظاهرو سره مخ شوی، خو روانې ناارامۍ په اقتصادي لحاظ د چارواکو لپاره ځانګړې حساسه مرحله ده.

د دې ترڅنګ چې د ایران پر راتلونکې نړیواله بې‌باوري زیاتېږي، د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ وویل چې باور لري حکومت به سقوط وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مېرڅ نیوکې رد کړې او پر برلین یې د دوه‌ګونی معیار تور پورې کړ او ویې ویل چې «هغه د باور هره برخه له منځه وړي».

ایراني چارواکو هڅه کړې چې مظاهرو ته دوه اړخیزه تګلاره غوره کړي. یو خوا د اقتصادي ستونزو له امله مظاهرې قانوني وګڼي، خو په ورته وخت کې یې د لاریون کوونکو سختې ځپنې ته مخه کړې ده.

طالبانو په کندهار کې د رېګو سیمو ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۲ GMT+۰
طالبانو په کندهار کې د رېګو سیمو ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی
100%

په کندهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست په ډنډ ولسوالۍ کې د رېګ تفریحي سیمې ته د ولسي خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی. دوی زیاتوي، طالبانو د رېګو په مېله کې د «غیر اخلاقي کړنو» او جنايي پېښو د مخنیوي په پلمه دا پرېکړه کړې ده.

د کندهار ځینو اوسیدونکو نن سې شنبه، د مرغومي پر ۲۳مه وویل له کندهار او شاوخوا ولایتونو څخه ګڼ شمېر عام خلک ددغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ اړوند رېګ سیمې ته د مېلو لپاره ورتلل خو اوس دغه بندیز د دوی ټولنیز ژوند نور هم محدود کړي.

د کندهار رېګو سیمه ته خلک د موټرو ځغلولو ترڅنګ د خپلمنځي مېلو لپاره تلل.

رېګ چې ابراهیم خلیفه بابا زیارت ته څېرمه او له استوګنیزو سیمو لرې پروت دی، د ژمي په ورځو کې د مېلو او تفریح ځای و.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د طالبانو دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې له دې وروسته نه شي کولی چې رېګ سیمې ته هم پر چکر لاړ شي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک ویلي و، چې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ څلور کاله وروسته څرګنده شوې چې یادې ډلې په دې موده کې د افغانستان ښځې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړ ډول اېستلې دي.

عراقچي وایي له اروپایي اتحادیې سره دښمني نه غواړي خو د بندیزونو ځواب ور کوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۰
عراقچي وایي له اروپایي اتحادیې سره دښمني نه غواړي خو د بندیزونو ځواب ور کوي
100%

په داسې حال کې چې اروپایي پارلمان په ایران کې پر لاریون کوونکو د تاوتریخوالي له امله دغه پارلمان ته پر ټولو ایراني ډېپلوماټانو بندیز لګولی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي دوی هر څه ښه روښانه ویني او له اروپایي اتحادیې سره دښمني نه غواړي، خو د هر بندیز ځواب به ورکوي.

سید عباس عراقچي پر اېکس‌پاڼه لیکلي، په غزه کې د فلسطینیانو د وژنې له دوه کلونو زیات وخت تېر شوی چې له امله یې شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیان وژل شوي، خو اروپایي پارلمان دده په وینا، د اسراییل پر ضد کوم حقیقي اقدام نه دی کړی.

نوموړي وویل، حتا نتنیاهو چې د نړیوالې محکمې له خوا پر جنګي جرمونو محکوم دی، د اروپا په هوایي حریم کې په ازاده توګه الوتنه کوي.

نوموړی وايي، «په مقابل کې، په ایران کې یوازې څو ورځې تاوتریخوالي لرونکې ګډوډي» اروپایي پارلمان ته کافی وه چې د ایران ډېپلوماټانو باندې بندیز ولګوي.

عراقچي زیاته کړه: «خلک احمق نه دي. دوی هر هغه څه چې پېښیږي په خپلو سترګو ویني. ایران له اروپايي اتحادیې سره دښمني نه غواړي، خو هر بندیز ته به یې ځواب ورکړي.»

طالبان وايي روغتیايي سکتور د مور او ماشوم د مړینې او واکسینونو برخو کې مرستو ته اړتیا لري

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۰
طالبان وايي روغتیايي سکتور د مور او ماشوم د مړینې او واکسینونو برخو کې مرستو ته اړتیا لري
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي، چې د افغانستان روغتیايي سکتور د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، د مور او ماشوم روغتیا او د بېړنیو ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي برخو کې مرستې ته اړتیاوې لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه، د مرغومي پر ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت لوړولو په تړاو جوړه شوې نړیواله ناسته کې ګډون وکړ.

دغه ناسته د روغتیايي شریکانو، نړیوالو بنسټونو او مرسته‌ کوونکو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ډلې د پلاوي د ګډون اساسي موخه د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو بهیر د لومړیتوبونو، روغتیا ملي پالیسۍ او د افغانستان روغتیايي سیستم د اړتیاوو سره سم منظمول او همغږي کول و، څو مرستې اغېزناکې، شفافې او دوامدارې شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال له نړیوالو مرستندویانو وغوښتل، چې د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره خپله مالي او تخنیکي همکاري نوره هم پراخه کړي.

طالبان د افغانستان روغتیا سکتور په اړه په داسې حال کې اندېښنې څرګندوي، چې دې ډلې په هېواد کې د ښځینه نرسانو او ډاکترانو د کار او ټولنیزې او تدریسي برخې محدودې کړې دي.

له څو میاشتې ځنډونې وروسته؛ پاکستان له ټولو بندرونو د افغان توکو د ټرانزیټ اجازه ور کړې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۰
له څو میاشتې ځنډونې وروسته؛ پاکستان له ټولو بندرونو د افغان توکو د ټرانزیټ اجازه ور کړې
100%

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو او سرحدي نقطو کې د افغان سوداګرو بندپاتې توکو ته یې د صادورونکو د غوښتنې پر اساس د پاکستان له هر بندر څخه د بیا صادرولو اجازه ورکړې ده.

د وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ د یو ځانګړی معافیت تر تصویب وروسته شوې ده. ددې معافیت موخه د بند پاتې ټرانزیټي مالونو د تصفیې او د هغوی د لېږد بهیر اسانه کول ښودل شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دریو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه تر سختو نښتو وروسته له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.