په ممقاله کې زیاته شوې، که څه هم د ایران اسلامي جمهوریت لا هم پر واک پاتې دی، خو د هغه مشروعیت په پرلهپسې توګه د مدني مقاومت، کارګري اعتصابونو، د زدهکړیالانو خوځښتونو او د ښځو لهخوا د اجباري حجاب پر وړاندې د سرغړونې له امله کمزوری شوی دی. د مقالې لهمخې، دا هغه بهیر دی چې د بشري حقونو د څار نړۍوالو سازمانونو هم مستند کړی دی.
د مقالې په یوې برخه کې لیکل شوي: «د ایران تجربه ښيي ان هغه حکومت چې څو لسیزې بنسټیز انسجام، پراخ امنیتي جوړښت او سیمهییز نفوذ لري، هم کولای شي په دوامدار ډول له دننه وننګول شي او همدې حقیقت طالبان ژور اندېښمن کړي دي».
له همدې امله، دا ډله د ایران د اعتراضونو اړوند خبرونه په سخت ډول سانسوروي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) او د افغان رسنیو د څار بنسټونو د راپورونو لهمخې، طالبانو د سیمې د اعتراضونو خبري پوښښ، په ځانګړي ډول هغه لاریونونه چې ښځې یې محور دي، په جدي ډول محدود کړي دي.
دوه نظامونه، یو استبدادي منطق
طالبان او د ایران اسلامي جمهوریت که څه هم له بېلابېلو تاریخي لارو واک ته رسېدلي، خو دواړه د معاصر استبداد هغه بڼې دي چې پر د دین سیاسي کولو ولاړې دي. طالبان د ۱۹۹۰مو کلونو د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د یوه وسلهوال اسلامپال غورځنګ په توګه راڅرګند شول، په ۱۹۹۶ کال کې واک ته ورسېدل، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د پوځي مداخلې له امله نسکور شول او په پای کې په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍوالې ټولنې له ملاتړ لرونکي حکومت تر ړنګېدو وروسته بېرته واک ته ورستانه شول. ډېپلوماټ مجله وایي، د طالبانو مشروعیت نه د ولس له رضایت څخه سرچینه اخلي او نه هم له قانوني او اساسي چوکاټونو څخه، بلکې له زور، ایډیالوژیک مطلقپالنې او انحصاري واکمنۍ څخه یې سرچینې راولاړېږي.
برعکس، د ایران سیاسي نظام د ۱۹۷۹ کال له انقلاب څخه وزېږېد؛ هغه انقلاب چې په پیل کې یې د ټولنې پراخ قشرونه د شاهي نظام پر ضد راپاڅول، خو ورو ورو انقلابي تنوع د روحانیت د واکمنۍ ځای ونیوو. واک په انتصابي بنسټونو کې متمرکز شو، سیاسي مخالفت جرم وبلل شو او دین د اخلاقي لارښوونې پر ځای د سیاسي کنټرول وسیله وګرځېد.
په مقاله کې ویل شوي، له تاریخي توپیرونو سره سره دواړه نظامونه په ماهیت کې استبدادي دي، چې د سیاسي مخالفانو ځپل، ایډیالوژۍ ته د قانون تابع کول، په سیستماتیکه توګه د ښځو د حقونو محدودول او د حساب ورکولو وېرول یې ښې بېلګې دي. په مقاله کې ټینګار شوی، چې همدا ګډ استبدادي جوړښت څرګندوي چې طالبان د ایران د اعتراضي بدلونونو نږدې څارنه وکړي او سانسور یې کړي.
هغه الګو چې طالبان وېرولای شي
د طالبانو د اندېښنې یوه مهمه سرچینه د ایران د مدني مقاومت بڼه ده. د ډېرو هغو پاڅونونو پر خلاف چې د «عرب پسرلي» په نوم پېژندل کېږي او په ناڅاپي ډول د کمزورو دولتي بنسټونو په بستر کې راڅرګند شول، د ایران مدني مقاومت تدریجي، ژور رېښهلرونکی او اوږدمهاله دی. دا مقاومت پر لسیزو مدني فعالیتونو، د ښځو غورځنګونو، د کارګرو تنظیم او د زدهکړیالانو پر سیاسي مبارزې ولاړ دی.
په داسې حال کې چې د عرب پسرلي ځینې برخې پر پوځي هڅو یا هم اوږدو کورنیو جګړو ولاړې وې؛ خو د ایران غورځنګ تر ډېره مدني، غېر متمرکز او ټولنیز پاتې شوی دی. د ایرانیانو د ولسي پاڅون ځواک د حاکم رژیم د مشروعیت په لهمنځه وړلو کې و.
د ډېپلوماټ مجلې راپور کاږي، د طالبانو لپاره دا الګو ډېره ګواښوونکې ده. افغانستان هم د ایران په څېر ځوان نفوس، ژورې ټولنیزې نارضایتۍ او د مقاومت اوږد تاریخ لري. د ایران تجربه په ډاګه کوي، چې د یوه استبدادي رژیم کمزوري کېدل حتمي پوځي برید یا وسلهوال پاڅون ته اړتیا نه لري، بلکې کولای شي په تدریجي ډول رامنځته شي.
د طالبانو او د ایران د دولت پرتلنه
سره له دې چې د ایران اسلامي جمهوریت د مشروعیت له بحران سره مخ دی، خو لا هم فعال دولتي بنسټونه، متنوع عایداتي سرچینې او ترینګلې ډیپلوماټیکې اړیکې لري. طالبان بیا دغو کې له هېڅ یوه امتیاز څخه برخمن نه دي.
د نږدې پنځو کلونو واکمنۍ وروسته، طالبانو د روسیې پرته بله ماناداره نړۍواله رسمیت پېژندنه نه ده ترلاسه کړې؛ هغه څه چې د دغه ډلې د حکومتولۍ بنسټیزې کمزورۍ څرګندوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ټینګار کړی، چې طالبانو نه اساسي قانون جوړ کړی، نه یې ټولګډونه سیاسي بنسټونه رامنځته کړي او نه یې د باور وړ حقوقي نظام جوړ کړی دی.
له اقتصادي پلوه هم افغانستان د کورني فلج حالت سره مخ دی. طالبان له نړۍوالو معیارونو سره سم یو منسجم اقتصادي ستراتیژي نه لري او د هېواد د اقتصاد بقا تر ډېره د ملګرو ملتونو بشري مرستو، نړۍوالو نادولتي بنسټونو او بهرنیو مرستو پورې تړلې ده. د یوناما او نړۍوال بانک د ارزونو لهمخې، له دغو مرستو پرته د افغانستان اقتصاد ان په لږ کچه هم د دوام وړ نه دی.
دا تړاو د طالبانو د واکمنۍ دعوه کمزورې کوي او د هغوی جوړښتي کمزورۍ په نښه کوي.
جنسیتي ځپنې؛ ګډ او بحراني ټکی
د ایران او د طالبانو ترمنځ یو ګډ او روښانه ټکی دا دی چې دواړه د ښځو د ځپلو تګلارې لري. په ایران کې اجباري حجاب او اخلاقي پولیس د سراسري مقاومت پر محور بدل شوي دي. په افغانستان کې طالبانو د ښځو پر وړاندې د نننۍ نړۍ تر ټولو سخت محدودیتونه لګولي دي چې ان پر زدهکړو او ټولنیز حضور یې هم بندیزونه پهکې شامل دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا سیاستونه «نهادینه شوی جنسیتي اپارتاید» بللي دي؛ هغه سیاستونه چې د ټولنې نیمایي نفوس په سیستماتیک ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي مشارکت څخه باسي. په معاصرې نړۍ کې بل هېڅ دولت په دې کچه جنسیتي حذف نه عملي کوي.
دا سیاستونه نه یوازې د طالبانو ثبات نه پیاوړی کوي، بلکې کورنۍ ټولنیزه انزوا او نړۍوال انزوا یې نوره هم لا پسې ژوروي. د ایران تجربه ښيي، چې پر ښځو روان طالبي محدودیتونه په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره د مقاومت مخه نهشي ډب کولای.
پر زدهکړو محدودیتونه او له ګواښه ډک راتلونکی
په افغانستان کې لوړې زدهکړې هم د سقوط پر لور روانې دي. پوهنتونونه نور حتی د ډېرو نارینهوو لپاره هم د هیلې او پرمختګ ځایونه نه دي پاتې شوي او ښځې ترې په بشپړ ډول اېستل شوې دي. دا وضعیت په نورو استبدادي حکومتونو کې هم لیدل شوی.
په ایران کې د زدهکړیالانو غورځنګونو تل د استبدادي واک ننګولو کې مرکزي رول لوبولی دی او طالبان په دې ښه پوهېږي. د طالبانو تعلیمي محدودیتونه یوازې ایډیالوژیکې ریښې نهلري، بلکې د راتلونکو نارضایتيو د مهارولو لپاره یو مخکېنی ګام دی؛ داسې ګام چې درانه اوږدمهاله بیې به یې پرې شي.
د چوپتیا سیاست او سیمهییزه انزوا
د طالبانو لهخوا د کورنیو شخړو او مخالفتونو نه منل، د هغوی وارخطایي لا پسې بربنډوي. سره له دې چې د مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په څېر ډلې عملا وسلهوال فعالیتونه لري؛ خو طالب چارواکي بیا تل منظم مقاومت ردوي او د «بشپړ ثبات» خبرې کوي.
د ډېپلوماټ مجلې په باور، باثباته دولتونه د تعارض واقعیت مني او سیاسي حللارې لټوي ؛خو استبدادي رژیمونه بیا برعکس دي. دا الګو د ایران د اسلامي جمهوریت د ټولنیزو نارامیو د انکار پخوانۍ تګلارې ته ورته دی؛ هغه تګلاره چې څو ځله ناکامه شوې ده.
په سیمهییزه کچه هم د طالبانو اړیکې له ګاونډیانو سره تر لانجو ډکې دي. پر پولو شخړې، د اوبو پر سر له ګاونډیانو سره مخالفتونه، کډوالي او د ترهګرۍ موضوعات یې له ګاونډیانو سره د اړیکو د ترېنګلتیاوو مهم ټکي بلل کېږي.
طالبان نه یوازې د سیمې د ثبات د ټینګېدو لوبغاړي نه دي ګرځېدلي، بلکې د بېثباتۍ سرچینه شوي هم دي.
که مقاومت تاوتریخوالی ومومي
که په سیمه کې ولسي مقاومت پراخ تاوتریخوالي یا کورنۍ جګړې ته واوړي، د طالبانو دریځ به لا ډېر کمزوری شي. د ایران د دولت په څېر طالبان نه بنسټیزه تابیا لري، نه اقتصادي شالید او نه هم پراخ ټولنیز مشروعیت چې د دغسې مسایلو پر وړاندې مقاومت وکړي. اوږدمهاله بېثباتي کولای شي کورني درزونه ژور کړي، اقتصادي زوال لا زیات کړي او پر بهرنیو مرستو تکیه نوره هم ډېر کړي.
مقاله زیاتوي، په داسې سناریو کې به د طالبانو د واک ړنګېدل چټکتیا ومومي.
د مقالې په پای کې راغلي، که څه هم په ایران کې ولسي مقاومت لا د اسلامي جمهوریت نسکورېدو حالت ته نه دی رسېدلی، خو د استبدادي نظامونو لپاره یې تر دې هم خطرناکه خبره ثابته کړې ده او هغه دا چې «حتی ژور رېښهلرونکي نظامونه هم کولای شي په دوامدار ډول د عادي خلکو لهخوا وننګوول شي».