د طالبانو د اندېښنې یوه مهمه سرچینه د ایران د مدني مقاومت بڼه ده. د ډېرو هغو پاڅونونو پر خلاف چې د «عرب پسرلي» په نوم پېژندل کېږي او په ناڅاپي ډول د کمزورو دولتي بنسټونو په بستر کې راڅرګند شول، د ایران مدني مقاومت تدریجي، ژور رېښهلرونکی او اوږدمهاله دی. دا مقاومت پر لسیزو مدني فعالیتونو، د ښځو غورځنګونو، د کارګرو تنظیم او د زدهکړیالانو پر سیاسي مبارزې ولاړ دی.
په داسې حال کې چې د عرب پسرلي ځینې برخې پر پوځي هڅو یا هم اوږدو کورنیو جګړو ولاړې وې؛ خو د ایران غورځنګ تر ډېره مدني، غېر متمرکز او ټولنیز پاتې شوی دی. د ایرانیانو د ولسي پاڅون ځواک د حاکم رژیم د مشروعیت په لهمنځه وړلو کې و.
د ډېپلوماټ مجلې راپور کاږي، د طالبانو لپاره دا الګو ډېره ګواښوونکې ده. افغانستان هم د ایران په څېر ځوان نفوس، ژورې ټولنیزې نارضایتۍ او د مقاومت اوږد تاریخ لري. د ایران تجربه په ډاګه کوي، چې د یوه استبدادي رژیم کمزوري کېدل حتمي پوځي برید یا وسلهوال پاڅون ته اړتیا نه لري، بلکې کولای شي په تدریجي ډول رامنځته شي.
د طالبانو او د ایراند دولت پرتلنه
سره له دې چې د ایران اسلامي جمهوریت د مشروعیت له بحران سره مخ دی، خو لا هم فعال دولتي بنسټونه، متنوع عایداتي سرچینې او ترینګلې ډیپلوماټیکې اړیکې لري. طالبان بیا دغو کې له هېڅ یوه امتیاز څخه برخمن نه دي.
د نږدې پنځو کلونو واکمنۍ وروسته، طالبانو د روسیې پرته بله ماناداره نړۍواله رسمیت پېژندنه نه ده ترلاسه کړې؛ هغه څه چې د دغه ډلې د حکومتولۍ بنسټیزې کمزورۍ څرګندوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ټینګار کړی، چې طالبانو نه اساسي قانون جوړ کړی، نه یې ټولګډونه سیاسي بنسټونه رامنځته کړي او نه یې د باور وړ حقوقي نظام جوړ کړی دی.
له اقتصادي پلوه هم افغانستان د کورني فلج حالت سره مخ دی. طالبان له نړۍوالو معیارونو سره سم یو منسجم اقتصادي ستراتیژي نه لري او د هېواد د اقتصاد بقا تر ډېره د ملګرو ملتونو بشري مرستو، نړۍوالو نادولتي بنسټونو او بهرنیو مرستو پورې تړلې ده. د یوناما او نړۍوال بانک د ارزونو لهمخې، له دغو مرستو پرته د افغانستان اقتصاد ان په لږ کچه هم د دوام وړ نه دی.
دا تړاو د طالبانو د واکمنۍ دعوه کمزورې کوي او د هغوی جوړښتي کمزورۍ په نښه کوي.
جنسیتي ځپنې؛ګډ او بحراني ټکی
د ایران او د طالبانو ترمنځ یو ګډ او روښانه ټکی دا دی چې دواړه د ښځو د ځپلو تګلارې لري. په ایران کې اجباري حجاب او اخلاقي پولیس د سراسري مقاومت پر محور بدل شوي دي. په افغانستان کې طالبانو د ښځو پر وړاندې د نننۍ نړۍ تر ټولو سخت محدودیتونه لګولي دي چې ان پر زدهکړو او ټولنیز حضور یې هم بندیزونه پهکې شامل دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا سیاستونه «نهادینه شوی جنسیتي اپارتاید» بللي دي؛ هغه سیاستونه چې د ټولنې نیمایي نفوس په سیستماتیک ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي مشارکت څخه باسي. په معاصرې نړۍ کې بل هېڅ دولت په دې کچه جنسیتي حذف نه عملي کوي.
دا سیاستونه نه یوازې د طالبانو ثبات نه پیاوړی کوي، بلکې کورنۍ ټولنیزه انزوا او نړۍوال انزوا یې نوره هم لا پسې ژوروي. د ایران تجربه ښيي، چې پر ښځو روان طالبي محدودیتونه په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره د مقاومت مخه نهشي ډب کولای.
پر زدهکړو محدودیتونه او له ګواښه ډک راتلونکی
په افغانستان کې لوړې زدهکړې هم د سقوط پر لور روانې دي. پوهنتونونه نور حتی د ډېرو نارینهوو لپاره هم د هیلې او پرمختګ ځایونه نه دي پاتې شوي او ښځې ترې په بشپړ ډول اېستل شوې دي. دا وضعیت په نورو استبدادي حکومتونو کې هم لیدل شوی.
په سیمهییزه کچه هم د طالبانو اړیکې له ګاونډیانو سره تر لانجو ډکې دي. پر پولو شخړې، د اوبو پر سر له ګاونډیانو سره مخالفتونه، کډوالي او د ترهګرۍ موضوعات یې له ګاونډیانو سره د اړیکو د ترېنګلتیاوو مهم ټکي بلل کېږي.
طالبان نه یوازې د سیمې د ثبات د ټینګېدو لوبغاړي نه دي ګرځېدلي، بلکې د بېثباتۍ سرچینه شوي هم دي.
که مقاومت تاوتریخوالی ومومي
که په سیمه کې ولسي مقاومت پراخ تاوتریخوالي یا کورنۍ جګړې ته واوړي، د طالبانو دریځ به لا ډېر کمزوری شي. د ایران د دولت په څېر طالبان نه بنسټیزه تابیا لري، نه اقتصادي شالید او نه هم پراخ ټولنیز مشروعیت چې د دغسې مسایلو پر وړاندې مقاومت وکړي. اوږدمهاله بېثباتي کولای شي کورني درزونه ژور کړي، اقتصادي زوال لا زیات کړي او پر بهرنیو مرستو تکیه نوره هم ډېر کړي.
د مقالې په پای کې راغلي، که څه هم په ایران کې ولسي مقاومت لا د اسلامي جمهوریت نسکورېدو حالت ته نه دی رسېدلی، خو د استبدادي نظامونو لپاره یې تر دې هم خطرناکه خبره ثابته کړې ده او هغه دا چې «حتی ژور رېښهلرونکي نظامونه هم کولای شي په دوامدار ډول د عادي خلکو لهخوا وننګوول شي».
د فرانسې کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۱۰ برېتانیايي ښي اړخي افراطي فعالان یې هېواد ته له ننوتلو او یا هم په فرانسه کې له پاتې کېدو منع کړي دي. یادو کسانو داسې فعالیتونه کړي، چې د فرانسوي چارواکو په وینا، د تاوتریخوالي پارولو او د عامه نظم جدي ګډوډولو لامل ګرځېدای شي.
وزارت د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه وویل، چې دغه فعالان د «رېز د کلرز» په نوم د یوې ډلې غړي دي او هڅه یې کوله هغه کښتۍ ومومي او له منځه یې یوسي چې کډوال پکې لېږدول کېږي.
د وزارت په وینا، هغوی د فرانسې په شمالي ساحل کې داسې تبلیغات کول چې د برېتانیا خلک د کډوالۍ د درولو غوښتنه وکړي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «زموږ د قانون حاکمیت د معاملې وړ نه دی، تاوتریخوالی او کرکه پاروونکي اعمال زموږ په خاوره کې ځای نه لري».
بل لور ته، د «رېز د کلرز» ډلې ویلي چې د فرانسې لهخوا د دغه بندیز په اړه رسمي خبرتیا نه ده ور رسېدلې او زیاته کړې یې ده چې د وزارت څرګندونې د ډلې پر ځای د ځانګړو اشخاصو په اړه دي.
یادې ډلې په یوه برېښنالیکي اعلامیه کې ویلي چې دوی د تاوتریخوالي او ناقانونه کړنو ملاتړ نه کوي.
له فرانسې څخه برېتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې د کډوالو تګ راتګ د برېتانیايي رایهورکوونکو لپاره مهمه موضوع ګرځېدلې او دا چاره د نایجل فېراژ په مشرۍ د ښي اړخي او د کډوالۍ ضد «ریفارم یوکې» ګوند د محبوبیت د زیاتېدو لامل شوې ده.
په متحده عربي امارات کې د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني د ابوظبۍ دولتي شرکت "اتحاد" له مسوولانو سره کابل ته د دغه هوايي شرکت د ځنډېدلو الوتنو پر پیلولو غږېدلی دی.
اتحاد شرکت د تېر کال د ډسمبر ۱۸مه د خپلو الوتنو د پیل نېټه ټاکلې وه، خو تراوسه یې کابل ته خپلې الوتنې نه دي پیل کړې.
په متحده عربي امارات کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه وویل، چې مولوي بدرالدین حقاني د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره په دې ناسته کې کابل ته د یاد شرکت د الوتنو پر پیل کېدو خبرې کړې دي.
د سفارت په وینا، المعمري په دې اړه معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به د "اتحاد" الوتنې منظمې پیل شي.
د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني ویلي چې کابل ته د یاد هوايي شرکت الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، تګ راتګ او اړیکو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
یاد شرکت د تېر کال په اکتوبر کې اعلان کړی و، چې د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه به د ابوظبي او کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي، خو تر دې مهاله د ناڅرګندو لاملونو له مخې دغه الوتنې نه دي پیل شوې.
د شرکت چارواکي وایي چې په اونۍ کې به له ابوظبي څخه کابل او له کابل څخه ابوظبي ته درې الوتنې ترسره شي.
دغه الوتنې به د شنبې، سې شنبې او پنجشنبې په ورځو کې وي او د هرې الوتکې بېرته ستنېدل به په همغه ورځ وي.
د اتحاد اجرایي رییس انتونوالدو نیوس ویلي و چې کابل د دغه شرکت د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده او غواړي سیمهییزو بازارونو ته لاسرسی پراخ کړي. هغه زیاته کړې وه چې «دغه الوتنې به د سوداګرۍ، پانګونې او د کورنیو لیدنو لپاره نوي فرصتونه راوټوکوي».
د افغان سوداګرۍ شورا په وینا، شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې ژوند او کار کوي او دغه هېواد د خلیج په سیمه کې د افغانانو د کډوالۍ او سوداګرۍ له سترو مرکزونو شمېرل کېږي.
له دې وړاندې هم د متحده عربي اماراتو څو نورو هوایي شرکتونو کابل ته الوتنې پیل کړې دي.