طالبان وایي لغمان کې یې د وسلو یوه زېرمه موندلې

د طالبانو د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ په میل دره سیمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ په میل دره سیمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
دغه وزارت وایي، په یادو وسلو او مهماتو کې ۲۲۶ بکسې د دهشکې، زکویک، اېم۲۴۰ او اېم۱۶ مرمۍ؛ همداراز ګڼ شمېر وسلې او پوځي وسایل هم شامل دي.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر سره هممهاله هره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې سلګونه افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنېږي. له دې ډلې ګڼې کورنۍ شکایت کوي، چې د کورنۍ ځینې غړي یې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او لاتراوسه لادرکه دي.
افغانستان ته د کډوالو یوشمېر ستنې شوې کورنۍ وایي، له یوې خوا یې په پاکستان کې شتمنۍ، کارونه او له کلونو راهیسې تېر کړی ژوند شاته پرېښی او له بلې خوا یې د کورنۍ غړي هلته په زندانونو کې پاتې دي.
یوشمېر کډوال وایي، د ډېرو کورنیو لپاره تر ټولو سخته خبره دا ده چې د خپلو بندیانو او ورکو عزیزانو د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نهلري او نه هم دا توان لري چې بېرته پاکستان ته ولاړ شي او د هغوی پوښتنه وکړي.
د سپین بولدک له لارې کندهار ته ستانه شوي کډوال وایي، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پولیسو د نیونې لړۍ ناڅاپي او بې له کوم وضاحته ترسره کېږي. د دوی په خبره؛ ځینې کسان د اسنادو د نشتوالي، د لنډمهاله استوګنې او ځینې نور بیا بې له کوم ښکاره دلیل پرته نیول شوي دي.
نیاز محمد چې کندهار ته تازه له خپلې کورنۍ سره ستون شوی وایي، د کورنۍ غړي یې لا هم په پاکستان کې بنديان دي؛ هغه خپله کیسه داسې بیانوي: «موږ ټول کندهار ته راستانه شو؛ خو ورور مې پاکستاني پولیسو بېولی دی، نږدې درې میاشتې کېږي چې هېڅ درک یې نهشته نه پوهېږو ژوندی دی که نه؛ زندان کې دی که بل ځای».
دا یوازې د نیاز محمد کیسه نهده؛ بلکې د تورخم له لارې ستنې شوې ګڼې کورنۍ هم ورته شکایتونه لري. ځینې وایي، د کورنۍ مشران یې نیول شوي او ځینې نور بیا د ځوانو زامنو له بندي کېدو شکایت کوي.
یو بل ستون شوی د خپل وضعیت په اړه وایي: «پلار مې د کور خرڅ چلاوه، کله چې پولیسو ونیوه، موږ ته یې وویل چې ژر به خوشې شي؛ خو تر ننه پورې یې په اړه هېڅ معلومات نهلرو، اوس موږ بېسرپرسته پاتې یو».
د راستنو شویو کډوالو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته، چې یوازې ښځې، ماشومان او سپین ږېري افغانستان ته ستانه شوي او د کور نارینه غړي یې په پاکستان کې بندیان دي.
دغه کورنۍ وایي، نه اقتصادي توان لري او نه هم د دې جرات لري چې بېرته هغه هېواد ته ولاړې شي. راستنې شوې کورنۍ ټینګار کوي، چې د پاکستان له زندانونو سره د اړیکې هیڅ رسمي لاره نهلري او د بشري حقونو کوم بنسټ هم تر اوسه په عملي ډول ورسره مرسته نهده کړې.
دوی د طالبانو له حکومت او نړۍوالو ادارو غواړي، چې د دغه بندیانو او ورکو کسانو د برخلیک معلومولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۳۳زره کورنۍ دغه ولایت ته ستنې شوې چې د موسسو او ځايي پانګهوالو له لوري ورسره مالي مرستې شوې؛ خو ستنېدونکي کډوال بیا وايي، دغه مرستې د یوه نوي ژوند د پیل لپاره کافي نهدي.
په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالولي محمدي ویلي، راستنېدونکو کورنیو سره د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره نغدي مرستې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، د دوی لهخوا د کندوز صنعتکارانو او سوداګرو سره یوځای یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې وه چې شاوخوا ۵۰زره ډالر یې راټول او پر ستنېدونکو کورنیو یې ووېشلې.
خو د ستنېدونکو کډوالو یو شمېر استازي وايي، که څه هم دغه مرستې د هغوی لپاره ګټورې دي؛ خو د ژوند د اړتیاوو بشپړولو لپاره کافي نهدي او ډېری کورنۍ د نورو اوږدمهاله مرستو په تمه دي.
دوی وایي، د ژوند لپاره باید اړینې مرستې او کورنیو لپاره دې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې د څه باندې ۸۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت تر ۱۰۰زره ټنه ډېره پنبه نړۍوالو بازارونو ته صادره شوې ده. دغه وزارت وایي، د پنبې د دغه صاداراتو وزن ۱۰۴زره ټنه ښودل شوی دی.
د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، د افغانستان پنبه پاکستان، ایران، قزاقستان، ازبکستان، چین، هند، متحده عربي اماراتو، عراق، ترکیې، اسټرالیا او نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.
له دې ډلې بیا په هلمند ولایت کې ترټولو ډېره پنبه کرل کېږي. د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، دامهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۹۰زره ټنه پنبه تولید شوې چې د کورني بازار ترڅنګ نړۍوال بازار ته هم صادره شوې ده.
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د افغانستان د پنبې صادراتو نړۍوالو بازارونو ته لار موندلې او دغه محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګلهدېش او ایران ته صادرېږي.
د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې؛ د نړۍوالو مرستو کمښت، له ګاونډیو هېوادونو د مېلیونونه افغانانو جبري اېستنې او د ژمي سختو شرایطو له امله په افغانستان کې د لوږې ناورین لا پراخ شوی دی.
رویترز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مرستو کمښت او له ګاونډیو هېوادونو د جبري اېستلو له امله افغانان له پراخو ستونزو سره مخ دي. ۵۵ کلن افغان سمیعالله چې له خپلې کورنۍ سره له ایران نه په جبري توګه اېستل شوی، په کابل کې په یوه خېمه کې ژوند کوي.
هغه وايي: «موږ هغه نقطې ته رسېدلي یو، چې مرګ ته هم راضي یو». سمیعالله له خپلې کورنۍ سره په ایران کې نیول شوی او بیا په جبري توګه افغانستان ته ستون شوی. هغه وايي، د دوی وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې لهمنځه تللې دي.
د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) اټکل کړی، چې شاوخوا ۱۷ مېلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي. په افغانستان کې د دغه سازمان مشر جان ایلیف ویلي، د ژمي په رارسېدو سره کاري فرصتونه لهمنځه تللي او د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر د افغانستان نفوس زیات کړی. هغه زیاته کړې: «ډېریو افغانانو په ایران او پاکستان کې کار کاوه او پیسې یې کور ته لېږلې، چې دغه مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي وې».
بل پلو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، هغه افغانان چې له ګاونډیو هېوادونو اېستل شوي په افغانستان کې تر یو حده مرسته ترلاسه کوي؛ لکه د ترانسپورت، استوګنې، روغتیایي خدمتونو او خوراک په برخو کې. نوموړي ټینګار کړی، چې د اقتصادي پروګرامونو اغېز وخت غواړي او ژر تر ژره د خلکو ژوند ته رسېدنه نهکېږي.
د راپور له مخې؛ ایران او پاکستان شاوخوا ۲.۵ مېلیونه افغانان له خپلو هېوادونو اېستلي، چې د اقتصادي فشار او د ژمي د سختو شرایطو له امله وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی.
د نړۍوالو سازمانونو اټکل ښيي، چې سږکال به شاوخوا ۲۰۰زره نور ماشومان د خوړو د کمښت له سختو ستونزو سره مخ شي او د تېر کال پرتله د خوارځواکۍ کچه په هېواد کې بېسارې لوړېدو ته رسېدلې ده.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم ویلي، د نړۍ د لویو قدرتونو سیالۍ د بېګناه خلکو ژوند اغېزمن کړی او د کابل د شهرنو چاودنه هم د همدې لوبې یوه برخه ده. نوموړي د دغه پېښې قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، روانې نړۍوالې پېښې د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ او نفوذ د لوبې بېلابېلې بڼې دي. نوموړي ټینګار کړی، چې « له بده مرغه تر ټولو کمزوري د دغه لوبو قرباني کېږي».
هغه ویلي، د قرباني کېدو مخه نیول کېدای شي؛ خو په دې شرط چې د دغه سیالیو او لوبو منځپانګه وپېژندل شي. خرم د پخواني ولسمشر اشرف غني پر تګلارو هم نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «اشرف غني یا دغه لوبه ونه پېژندله، یا مامور و چې وه یې نه پېژني.»
د شهرنو د وروستۍ چاودنې په اړه ښاغلي خرم د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، په وژل شویو کې داسې کسان هم شامل وو چې د روان کړکېچن اقتصادي ستونزو په منځ کې «د خپلو کورنیو یوازیني عاید ګټونکي» وو.
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د کابل په شهرنو سیمه کې پرونۍ چاودنې یو ځل بیا د امنیت، سیمهییزو بدلونونو او نړۍوالو سیالیو پر اغېزو بحثونه راپارولي دي.