په اسلاماباد کې نن د ایکو سازمان د وزیرانو لسمه غونډه کېږي

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې د طبیعي افتونو د ګواښونو راکمولو په اړه د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د وزیرانو لسمه غونډه به نن چهارشنبه د (سلواغې لومړۍ) نېټه په اسلاماباد کې پیل شي.

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې د طبیعي افتونو د ګواښونو راکمولو په اړه د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د وزیرانو لسمه غونډه به نن چهارشنبه د (سلواغې لومړۍ) نېټه په اسلاماباد کې پیل شي.
په دې لوړپوړې سیمهییزه غونډه کې به د ايکو د غړو هېوادونو وزیران او لوړپوړي دولتي چارواکي، د ايکو د دارالانشاء استازي او همدارنګه د سیمې او نړۍوالو همکارو بنسټونو استازي ګډون ولري.
تمه ده، چې د ايکو د غړو هېوادونو پلاوي چې پهکې خپله کوربه پاکستان، ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران، ازبکستان او افغانستان شامل دي، په دې دوه ورځینۍ غونډه کې برخه واخلي.
دا غونډه به د پاکستان د ملي ناورینونو د مدیریت ادارې (NDMA) په مرکزي دفتر کې ترسره شي.

د عوامي ملي ګوند د خېبرپښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات که څه هم یو پړاو شاته تللي او چندان پایله یې نهده ورکړې؛ خو بیا هم روان کړکېچ له خبرو پرته بله حل لاره نهلري.
هغه زیاتوي: «افغانستان او پاکستان هر یو ځان ته خپلواک هېوادونه دي او هر یو باید خپل مسایل باید په خپله حل کړي. پاکستان خو اوس یو کال کېږي چې تورونه پورې کوي؛ خو په تېرو ۴۵ کلونو کې چې څه وشول، د هغو ملامتیا پر چا ده؟»
د هغه په باور منځګړو هڅه وکړه، چې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ کشاله حل کړي؛ خو کومه ګټه یې ونهکړه. هغه ټینګار کوي، چې طالبان او پاکستان باید خپله یو بل سره مخامخ مسایل حل کړي. میا افتخار حسین وایي، په سولهییزه توګه که د دواړو ترمنځ د مسایلو حل ونهشي، نو د پښتنو سیمې به یوې نوې تباهۍ ته داخلې شي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان هغه ادعا سمه ده چې ګوندې افغان طالبانو «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي، وویل: «دا کوم طالبان چې دوی یادوي دا هم پاکستان جوړ کړي دي. دې خلکو ته په پاکستان کې چا پناه ورکړې وه، د روس خلاف افغانستان لپاره خلک جهاد ته کوم ځای نه تلل، دا افغانستان چا لوټې لوټې کړ؟».
د نوموړي په وینا، د افغانستان او پاکستان دننه باید دواړه هېوادونه د ترهګرو خلاف اقدامات وکړي او په یو طرفه ګامونو د دې مسایلو حل نه کېږي.
د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان هم په وار وار یادونه کړې، چې اسلاماباد باید له افغان طالبانو سره د مذاکراتو له لارې روانه کشاله حل کړي. له تېرو شاوخوا ۴میاشتو راهیسې ډیورنډ کرښه باندې ټولې دروازې د سوداګرۍ او تګراتګ پرمخ وروسته له هغې بندې شوې، چې طالبانو او پاکستاني ځواکونو یو بل سره درنې نښتې وکړې.
ترکیې، قطر او سعودي عربستان کې همدې منځګړو هېوادونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ګډو مذاکراتو پر مهال د مسایلو د حل هڅې وکړې؛ خو چندان پایلې یې ورنهکړې او لا هم دا کړکېچ دوام لري. اسلاماباد ادعا لري، چې افغان طالبانو د دوی خلاف «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې وسلهوال بریدونه پلانوي.
برعکس پر کابل واکمن طالبان ادعاوې لري، چې د پاکستان پوځ خپله خاوره کې د داعش وسلهوالې ډلې غړو ته مرکزونه ورکړي، هلته روزنه ورکوي او بیا یې د بریدونو لپاره افغانستان ته لېږي. افغان طالبانو له اسلاماباد نه غوښتنه کړې، چې د داعش مشران دې ورته وسپاري او پاکستان بیا غوښتنه کړې، چې پر کابل واکمن دې ورته د «ټيټيپي» مشران ور وسپاري.
دواړه لوریو پر یو بل لګېدلي تورونه رد کړي او خپلو کې یې سره د ملامتۍ ګوتې یو بل ته نیولې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلاماباد کې د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره په لېدنه کې له پولو هاخوا د «ترهګریزو بریدونو» په تړاو خبرې کړې دي.
محمد صادق ویلي، چې د سیمې امنیت د ټولو لپاره یو جدي ستونزه ده او د ترهګرویزو بریدونو له امله خلک له ګواښ سره مخ دي. هغه ټینګار کړی، چې هېوادونه باید په ګډه همکاري وکړي؛ څو د سیمې ثبات خوندي شي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړه خواوو په دغه ناسته کې د سیمهییز امنیت د وروستیو پرمختګونو، له پولو هاخوا د ترهګریو بریدونو له امله رامنځته شویو ننګونو په تړاو خبرې کړې دي.
محمد صادق لیکلي: «موږ د سیمهییزې همکارۍ د دوام اهمیت ارزونه وکړه؛ څو ګډې ننګونې په اغېزمنه توګه حل کړو».

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد یې د څلور مېلیونه افغانانو کوربهتوب کړی او اوس باید افغانستان پرېکړه وکړي چې سولهییز ژوند غواړي که نه. نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت باید ځوانان د افراطیت پر ځای مثبت لوري ته وهڅوي.
شهباز شریف د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د طالبانو حکومت باید پر خپلو خلکو رحم وکړي او ځوانان دې له «افراطیت وژغوري او مثبت لوري ته دې وهڅوي».
نوموړي «د ترهګرۍ په وړاندې» د خیبرپښتونخوا قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړې، چې اوس د همدې سیمې د امنیتي وضعیت د ښهوالي لپاره عملي اقدامات کوي. د هغه په وینا؛ د کورنیو او بهرنیو امنیتي ننګونو په وړاندې امنیتي تګلاره تطبیقوي او د «ترهګرۍ» د لهمنځه وړلو لپاره پوره هوډ لري. هغه ټینګار کړی، چې د ناامنۍ د لهمنځه وړلو لپاره ټول باید سره یو شي.
نوموړي د لارو تړل پاتې کېدو په اړه ویلي:« پاکستان مجبور شو، چې له افغانستان سره سوداګري په ټپه ودروي؛ ځکه طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې اقدام نه کوي». هغه ویلي، اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر سره هممهاله هره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې سلګونه افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنېږي. له دې ډلې ګڼې کورنۍ شکایت کوي، چې د کورنۍ ځینې غړي یې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او لاتراوسه لادرکه دي.
افغانستان ته د کډوالو یوشمېر ستنې شوې کورنۍ وایي، له یوې خوا یې په پاکستان کې شتمنۍ، کارونه او له کلونو راهیسې تېر کړی ژوند شاته پرېښی او له بلې خوا یې د کورنۍ غړي هلته په زندانونو کې پاتې دي.
یوشمېر کډوال وایي، د ډېرو کورنیو لپاره تر ټولو سخته خبره دا ده چې د خپلو بندیانو او ورکو عزیزانو د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نهلري او نه هم دا توان لري چې بېرته پاکستان ته ولاړ شي او د هغوی پوښتنه وکړي.
د سپین بولدک له لارې کندهار ته ستانه شوي کډوال وایي، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پولیسو د نیونې لړۍ ناڅاپي او بې له کوم وضاحته ترسره کېږي. د دوی په خبره؛ ځینې کسان د اسنادو د نشتوالي، د لنډمهاله استوګنې او ځینې نور بیا بې له کوم ښکاره دلیل پرته نیول شوي دي.
نیاز محمد چې کندهار ته تازه له خپلې کورنۍ سره ستون شوی وایي، د کورنۍ غړي یې لا هم په پاکستان کې بنديان دي؛ هغه خپله کیسه داسې بیانوي: «موږ ټول کندهار ته راستانه شو؛ خو ورور مې پاکستاني پولیسو بېولی دی، نږدې درې میاشتې کېږي چې هېڅ درک یې نهشته نه پوهېږو ژوندی دی که نه؛ زندان کې دی که بل ځای».
دا یوازې د نیاز محمد کیسه نهده؛ بلکې د تورخم له لارې ستنې شوې ګڼې کورنۍ هم ورته شکایتونه لري. ځینې وایي، د کورنۍ مشران یې نیول شوي او ځینې نور بیا د ځوانو زامنو له بندي کېدو شکایت کوي.
یو بل ستون شوی د خپل وضعیت په اړه وایي: «پلار مې د کور خرڅ چلاوه، کله چې پولیسو ونیوه، موږ ته یې وویل چې ژر به خوشې شي؛ خو تر ننه پورې یې په اړه هېڅ معلومات نهلرو، اوس موږ بېسرپرسته پاتې یو».
د راستنو شویو کډوالو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته، چې یوازې ښځې، ماشومان او سپین ږېري افغانستان ته ستانه شوي او د کور نارینه غړي یې په پاکستان کې بندیان دي.
دغه کورنۍ وایي، نه اقتصادي توان لري او نه هم د دې جرات لري چې بېرته هغه هېواد ته ولاړې شي. راستنې شوې کورنۍ ټینګار کوي، چې د پاکستان له زندانونو سره د اړیکې هیڅ رسمي لاره نهلري او د بشري حقونو کوم بنسټ هم تر اوسه په عملي ډول ورسره مرسته نهده کړې.
دوی د طالبانو له حکومت او نړۍوالو ادارو غواړي، چې د دغه بندیانو او ورکو کسانو د برخلیک معلومولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان حکومت د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، افغانستان د پاکستان لپاره یو لوی سوداګریز بازار و؛ خو د اسلاماباد ناسمو پالیسیو له امله نه یوازې صادرات اغېزمن شوي، بلکې د لسګونه زره کسانو روزګار هم له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.
محمود خان اڅکزي پر اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان د پاکستان لپاره داسې ځای و چې «په مېلیاردونو روپیو توکي به ورته صادرېدل»؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.
نوموړي ټینګار کړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اته مهمې لارې شته چې «د سلګونه زره کسانو روزګار ورسره تړلی دی» او باید دغه لارې ژر تر ژره پرانیستل شي؛ څو د ولسي خلکو اقتصادي ستونزې راکمې شي.
اڅکزي د پاکستان پر اوسنیو اقتصادي پالیسیو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د همدغه ناسمو پالیسیو له امله «اوس په پنجاب کې بزګران خپل کچالو غورځوي»، ځکه د صادراتو لارې تړل شوې او کرنیز محصولات ښه بازار نهلري.
نوموړي زیاته کړې، چې له بلوچستان نه تر خیبر پښتونخوا پورې نږدې ۱۰۰زره کسانو به هره ورځ افغانستان ته تګ راتګ او خپل روزګار کاوه؛ خو د لارو د تړل کېدو له امله دغه عایداتي سرچینه پرې شوې ده.
