افغانستان ته د کډوالو یوشمېر ستنې شوې کورنۍ وایي، له یوې خوا یې په پاکستان کې شتمنۍ، کارونه او له کلونو راهیسې تېر کړی ژوند شاته پرېښی او له بلې خوا یې د کورنۍ غړي هلته په زندانونو کې پاتې دي.
یوشمېر کډوال وایي، د ډېرو کورنیو لپاره تر ټولو سخته خبره دا ده چې د خپلو بندیانو او ورکو عزیزانو د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نهلري او نه هم دا توان لري چې بېرته پاکستان ته ولاړ شي او د هغوی پوښتنه وکړي.
د سپین بولدک له لارې کندهار ته ستانه شوي کډوال وایي، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پولیسو د نیونې لړۍ ناڅاپي او بې له کوم وضاحته ترسره کېږي. د دوی په خبره؛ ځینې کسان د اسنادو د نشتوالي، د لنډمهاله استوګنې او ځینې نور بیا بې له کوم ښکاره دلیل پرته نیول شوي دي.
نیاز محمد چې کندهار ته تازه له خپلې کورنۍ سره ستون شوی وایي، د کورنۍ غړي یې لا هم په پاکستان کې بنديان دي؛ هغه خپله کیسه داسې بیانوي: «موږ ټول کندهار ته راستانه شو؛ خو ورور مې پاکستاني پولیسو بېولی دی، نږدې درې میاشتې کېږي چې هېڅ درک یې نهشته نه پوهېږو ژوندی دی که نه؛ زندان کې دی که بل ځای».
دا یوازې د نیاز محمد کیسه نهده؛ بلکې د تورخم له لارې ستنې شوې ګڼې کورنۍ هم ورته شکایتونه لري. ځینې وایي، د کورنۍ مشران یې نیول شوي او ځینې نور بیا د ځوانو زامنو له بندي کېدو شکایت کوي.
یو بل ستون شوی د خپل وضعیت په اړه وایي: «پلار مې د کور خرڅ چلاوه، کله چې پولیسو ونیوه، موږ ته یې وویل چې ژر به خوشې شي؛ خو تر ننه پورې یې په اړه هېڅ معلومات نهلرو، اوس موږ بېسرپرسته پاتې یو».
د راستنو شویو کډوالو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته، چې یوازې ښځې، ماشومان او سپین ږېري افغانستان ته ستانه شوي او د کور نارینه غړي یې په پاکستان کې بندیان دي.
دغه کورنۍ وایي، نه اقتصادي توان لري او نه هم د دې جرات لري چې بېرته هغه هېواد ته ولاړې شي. راستنې شوې کورنۍ ټینګار کوي، چې د پاکستان له زندانونو سره د اړیکې هیڅ رسمي لاره نهلري او د بشري حقونو کوم بنسټ هم تر اوسه په عملي ډول ورسره مرسته نهده کړې.
دوی د طالبانو له حکومت او نړۍوالو ادارو غواړي، چې د دغه بندیانو او ورکو کسانو د برخلیک معلومولو لپاره جدي ګامونه واخلي.