د عزیز مومند په نوم د سیمې یوه فعال ځوان پر خپلې فېسبوکپاڼې په یوې خپره شوې وېډیو کې دغې اعتراضیه غونډې ته د وینا پر مهال نیوکه کې ویلي، چې د خاص کونړ ولسوالۍ طبیعي زېرمې د قراردادي شرکتونو له لوري سختې زیانمنې شوې او ان د څښاک اوبه یې هم وچې کړې دي. هغه زیاتوي، چې له شرکتونو سره د طالبانو د قراردادونو لهمخې باید قراردادي شرکتونو په اړوندو سیمو کې پرمختیایي پروژې پلې کړې وای؛ خو په خاص کونړ کې لا تر اوسه دغو شرکتونو د څښاک اوبو د څاهګانو د کېندلو په تړاو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
هغه وویل: «زما طبیعي سرچینې دې زیانمنې کړې؛ زموږ هغه ډنډونه چې مالونو (څارویو) پهکې اوبه څښلې، بند شول. نه دې راته کوهي کېندلې او نه دې هم زما د اوبو طبیعي زېرمې خوندي کړې، بلکې له منځه دې یوړې.» د منګوال په نوم د خاص کونړ یو بل اوسېدونکی بیا نیوکه کوي، چې دوی په غرنیو سیمو کې ژوند کوي او د کانونو د کېندنې پر مهال د سېلابونو د مخنیوي تدابیر په پام کې نه دي نیول شوي. د هغه په وینا، کېندنې په داسې ډول شوې دي چې که بارانونه وشي او سېلابونه راشي، نو د دوی کورونه به له جدي ګواښ سره مخ یا لاهو کړي.
د یوه ځايي اوسېدونکي په وینا: «زموږ په کلي کې خلک د غنمو د کرلو وس نه لري، ډوډۍ نشته او په دې کانونو کې ورته د کار حق نه ورکول کېږي. ولې دې زموږ د مزدور حق خوړلی دی؟»
د خاص کونړ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بیروچو تر څنګ د نورو قیمتي ډبرو کانونه هم د طالبانو له لوري په قرارداد ورکړل شوي؛ خو ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې قراردادونو کې سیمهییز مصلحتونه په پام کې نه دي نیول شوي او د سیمې خلکو ته پهکې نه لومړیتوب ورکول کېږي او نه هم ګټه ورته رسېږي.
دا لومړی ځل دی چې په کونړ کې ځايي اوسېدونکي د طالبانو له لوري په قرارداد ورکړل شوي کانونو په تړاو شکایتونه کوي او د سیمې خلکو ته حقونه غواړي. تر اوسه طالبانو د خاص کونړ اوسېدونکو د دغو غوښتنو او اعتراض په تړاو څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې په بدخشان، سمنګان او د هېواد په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم د کانونو پر سر د طالبانو پورې اړوندو شرکتونو او قوماندانانو له ولسي خلکو سره ان وسلهوالې نښتې هم کړې دي. په بدخشان او سمنګان کې هم ځايي اوسېدونکو شکایت کړی، چې د کانونو د غېرمسلکي استخراج له امله د دوی د څښاک اوبه کمې شوې او په دغو طبیعي زېرمو کې ان د کارګرۍ حق هم نه دی ورکړل شوی.
د راپورونو لهمخې، د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې د قیمتي ډبرو کانونه د طالبانو له لوري په ناڅرګند (غېر شفاف) او نامسلکي ډول په قرارداد ورکړل شوي دي.
همداراز نیوکې کېږي، چې په دغو قراردادونو کې د طالبانو لوړپوړي غړي له شرکتونو سره شریک دي او پهکې لویه برخه (ونډه) لري. د طالبانو د کانونو او پټرولیم پر مخکېني وزیر شهابالدین دلاور هم تور و، چې د کانونو په قراردادونو کې یې په پراخه کچه فساد کړی او ډېری قراردادونه یې د بډو په بدل کې شرکتونو ته سپارلي دي.
نړۍوالو ادارو هم اندېښنې ښودلي، چې د افغانستان پر طبیعي زېرمو اوسمهال چور روان دی او طالبان له دې درکه په پراخ مالي فساد کې اخته دي.