وسلوالو کسانو په فیضاباد کې دوه اسماعیلي ځوانان په نښه کړي

سیمهییزې سرچینې وایي چې په بدخشان ولایت کې د وسلوالو کسانو په ډزو کې د اسماعیلي مذهب دوه ځوانان شدید ټپیان شوي دي.

سیمهییزې سرچینې وایي چې په بدخشان ولایت کې د وسلوالو کسانو په ډزو کې د اسماعیلي مذهب دوه ځوانان شدید ټپیان شوي دي.
د بدخشان د فیضاباد ښار ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه دوه ځوانان د بدخشان د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې تېر ماښام د فیضاباد ښار د دشتقرغ په سیمه کې د وسلوالو لهخوا په نښه شوي دي.
د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یادو ځوانانو هټۍ وتړله او د کور پر لور روان وو. ویل کېږي وسلوالو کسانو له یوه موټر څخه پر دوی ډزې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، دواړه ټپیان دا مهال د فیضاباد په مرکزي روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی. یوې ځایي سرچینې د ټپیانو هویت شاهنظر او غلامحسین ښودلی دی.
تر اوسه د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې، د جدې په ۱۲مه، ځایي سرچینو راپور ورکړی و چې محمدشاه، د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکی، د اسماعیلي مذهب پیرو او د یوه خصوصي دفتر کارکوونکی، هم د فیضاباد د دشتقرغ په سیمه کې د وسلوالو په ډزو وژل شوی و.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې په بدخشان کې پر اسماعیلي مذهب د پیروانو فشارونه زیات شوي دي. سرچینې وایي چې یوازې د جدې په میاشت کې لږ تر لږه درې اسماعیلي پیروان د ناڅرګندو وسلوالو لهخوا وژل شوي دي.

د مقاومت عالي شورا وایي، چې د طالبانو نوی د «جزا قانون» به افغانستان داسې حالت ته ټېل وهي چې ان له منځنیو پېړیو هم ډېر ناوړه دی. دې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، دا اقدام د طالبانو لهخوا په قصدي ډول ترسره شوی، څو «د نړۍ د عامه افکارو په وړاندې د اسلام څېره بدنامه کړي.»
په هغه اعلامیه کې چې نن د جمعې په ورځ، د سلواغې په درېیمه، خپره شوې، راغلي چې د طالبانو د ادارې د محکمو «جزایي اصولنامه»په ښکاره ډول «انساني کرامت، دیني او مذهبي برابري تر پښو لاندې کړې ده.»
مقاومت شورا د دې اصولنامې ځینو مادو ته په اشارې ویلي، طالبان د څرګند مذهبي تبعیض له لارې یوازې د یوه مذهب پیروان مسلمانان ګڼي او د نورو مذاهبو پیروان بدعت کوونکي بولي.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا اقدام ټولنه په بدوي او منځنیو پېړیو ته ورته ډول پر بېلابېلو طبقو وېشي، «غلامي عملاً قانوني کوي، ښځه د وینزې په توګه معرفي کوي، مېړه د ښځې د بادار او مالک په توګه وړاندې کوي او پر ټولنه د سپکاوي ډکې او له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې سزاګانې تپي.»
دا شورا، چې د طالبانو د مخالفو ګوندونو او سیاسي څېرو له مشرانو جوړه ده، ټینګار کړی چې هېڅ ډله حق نه لري د محدود، انحصاري او افراطي تفسیر له لارې نور وګړي له خپلو دیني او انساني حقونو محروم کړي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د نړیوالې جزایي محکمې له غړو هېوادونو، د بشري حقونو له بنسټونو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې تر ناوخته کېدو مخکې عملي ګامونه پورته کړي.
د هغه سند له مخې چې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته رسېدلی، د طالبانو مشر ملا هبتالله دغه جزایي اصولنامه، چې ۱۱۹مادې لري، توشیح کړې ده.
په دې اصولنامه کې عدلي بنسټونو ته دا واک ورکړل شوی چې مخالفین او منتقدان ووژني. همداراز، د څلورمې مادې په شپږم بند کې ان وګړو ته اجازه ورکړل شوې چې د «ګناه» د ترسره کېدو پر مهال، په خپله د مجازاتو اقدام وکړي.
طالبانو په دې جزایي اصولنامهکې د «غلام» د کلمې په کارولو سره، په څو مواردو کې غلامي هم د خپلې واکمنۍ تر چتر لاندې په رسمي ډول منلې ده.

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶کال د بشري مرستو د بودیجې په چوکاټ کې یې د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره د بشري اړتياوو برخې ته ۱۲۶ميليونه يورو ځانګړې کړې دي.
اروپايي ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مرستې به د بېړنيو خوراکي توکو د برابرولو، روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو، له زيانمنو قشرونو د ملاتړ او په يادو هېوادونو کې د بشري کړکېچونو د پايلو د کمولو په موخه ولګول شي.
اروپايي ټولنې ټينګار کړی چې، سره له دې چې په نړيواله کچه د بشري مرستو کچه راټيټه شوې، خو دغه ټولنه لا هم د اړمنو خلکو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده او هڅه کوي چې د بشري بحرانونو پر وړاندې اغېزمن غبرګون وښيي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې د ښځو د اقتصادي پياوړتيا د پروګرام د دويم پړاو د پيل خبر هم ورکړی و. دغه پروګرام د ۱۰ميليونه يورو په پانګونې سره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام(یو این ډی پي) په همکارۍ پلي کېږي او د ښځو د معيشت او اقتصادي خپلواکۍ د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې د ژمنو يوه مهمه برخه بلل کېږي.

کندهار ښار چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي او د یادې ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د استوګنځي په توګه یادېږي، نن د ماشومانو د لوږې، سوالګرۍ او سپېلنيو دودولو په یو ستر او ناوړه انځور بدل شوی. په کندهار کې د سوالګرو ماشومانو د شمېر زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، چې په دغه ښار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی. د ښاریانو په خبره؛ د ښار له مرکزي بازارونو نیولې تر هوټلونو، رسټورانټونو او پلورنځیو پورې لسګونه ماشومان لیدل کېږي، چې یا له خلکو د څو افغانیو غوښتنه کوي او یا د سپېلني دودوي چې دې چارې خلک خورا اندېښمن کړي دي.
کندهار مېشتي سمیعالله نصرت د دغه ماشومانو راتلونکې ته د اندېښنې په څرګندولو سره افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «دغه ماشومان ښوونځي ته نهځي، ماشومتوب نهلري او راتلونکی یې د فقر په تیاره سیورو کې ورک ښکاري».
یو ۱۲کلن ماشوم عرفان الله چې د ښار د یوه رستورانت مخې ته ولاړ وو په ټیټ غږ وویل: «پلار مې دنده نهلري مور مې وایي، که پیسې راوړې نو ډوډۍ به وي که نه څه نهلرو چې ويې خورو. هره ورځ بازار ته راځم کله پیسې ټولې شي کله نه».
د دغه ماشومانو کیسې یوازې احساساتي نه؛ بلکې سیاسي پوښتنې راپورته کوي. ځینې ماشومان یتیمان دي سرپرست نهلري؛ خو ډېری یې په ښکاره ډول اعتراف کوي، چې د کورنۍ مشران یې بېکاره او د کار د نشتوالي له امله اړ اېستل شوي چې خپل ماشومان بازار ته ولېږي.
دا هغه ښار دی، چې واکمنان یې د «اسلامي نظام، عدالت او شریعت» پلي کولو دعوې کوي؛ خو په کوڅو کې یې ماشومان د وچې ډوډۍ لپاره لاسونه غځولي دي. د سید احمد په نوم یو بل ماشوم چې سپېلني یې په لاس کې نیولي وو داسې وویل: «زه ښوونځي ته نه ځم ځکه کتاب او کالي نهلرو که خیرات و نه غواړم کور کې ډوډۍ نه وي. پلار مې نهشته مور مې کار نهشي کولای».
دغه اعتراف دا په ډاګه کوي، چې دامهال د وزګارتیا تر ټولو دروند بار د ماشومانو په اوږو دی او تر ټولو ډېر یې ماشومان اغېزمن کړي دي. کندهار کې د بېکارۍ کچه لوړه، اقتصاد په ټپه ولاړ او د خلکو عایداتي سرچینې نږدې له منځه تللې دي.
په همدې حال کې د کندهار یوشمېر طالب مسوولین داسې ادعاوې کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده ګواکې وخت ناوخت په کندهار ښار کې ګرځي او د خلکو وضعیت څاري؛ خو ځايي اوسېدونکي دغه ادعاوې له واقعیت سره په ټکر کې ګڼي او وايي که رښتیا هم نوموړی د خلکو له غربت خبر وای، نو نن به د هغه د کور شاوخوا د هغه د واک تر سیوري لاندې ماشومان سوالګرۍ ته نه اړ اېستل کېدل.
د ټولنیزو چارو شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي نو کندهار به یوازې د فقر ښار نه؛ بلکې د راتلونکي د ضایع کېدو په ښار بدل شي. د دوی په خبره؛ هغه ماشومان چې نن سپېلني دودوي سبا به د زدهکړو، مهارت او سالم ژوند له فرصتونو بېبرخې لویان وي او دا به د ټولې ټولنې لپاره درنه بیه ولري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي په بنګلهدېش کې د درملو د صنعت ټولنې له مسوولینو سره په ناسته کې د درملو په برخه کې پر قانوني، منظمې او رڼې سوداګرۍ ټينګار کړی. یاد وزارت وایي، د درملو په برخه کې یې د بنګلهدېش سوداګر پانګونې ته هڅولي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظم مشر نعیم الله ایوبي او وروسره پلاوي یې د بنګلهدېش هېواد د درملو د صنعت ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې د درملو د تولید په برخه کې پر دوه اړخیزه همکاریو، تنظیم، سوداګرۍ او پانګونې خبرې کړې.
په دغه ناسته کې د درملو تولیدي توکو د ثبت او ارزونې بهیر پر چټکوالي هم ټنیګار شوی. په خبرپاڼه کې راغلي: «د بنګلهدېش هېواد د درملو د تولیدي شرکتونو مسوولین وهڅول شول، چې د افغانستان په داخل کې د درملو تولید برخه کې له افغان پانګهوالو سره په ګډه او یا په انفرادي ډول پانګونه وکړي او هم له بنګلهدېش څخه افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو درملو پر صادراتو خبرې وشوې».
طالبانو له بنګلهدېش غوښتنه کړې، چې د صادرېدنکو درملو بیې دې په افغانیو ولیکل شي؛ تر څو هم صادرونکو او هم عامو افغانانو ته ګټور تمام شي. طالبانو د بنګلهدېش د درملو صنعت ټولنې غړو ته افغانستان ته د سفر بلنه هم ورکړې.
په خبرپاڼه کې د بنګلهدېش سوداګرو په حواله لیکل شوي: «د بنګلهدېش د درملو د صنعت اتحادیې مسوولینو ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به باکیفیته درمل په مناسب او ټیټ قیمت صادر کړي».

په هرات کې د چرګانو د روزنې ټولنه وایي، اوسمهال په دغه ولایت کې د چرګانو له ۸۰۰ فارمونو هره ورځ ۲۰۰ ټنه غوښه تولیدېږي چې د هرات د بازارونو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ نیمایي یې نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
په هرات کې د چرګانو د روزنې ټولنې مشر حسین نظري وایي، تر دې وړاندې تر ډېره چرګوړي له ګاونډیو هېوادونو واردېدل او د لارې د لري والي له کبله به ډېری وخت دغه چرګوړي لهمنځه تلل او ډېر بېکیفیته چرګوړي واردېدل؛ خو اوس په هرات کې په دې برخه کې ډېره پانګونه شوې ده.
تر دې وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و، په هرات ولایت کې د چرګانو صنعت د پام وړ وده کړې ده چې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ پهکې تولیدېږي. د دغه وزارت په وینا؛ په هرات کې د هګیو، غوښې او د چرګانو په تولید کې له ۱۲۰ مېلیون ډالرو ډېره پانګونه شوې ده.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې اوسمهال په هرات کې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ تولیدېږي او د چرګانو د هګیو د تولید ټولنه غواړي دغه شمېره په راتلونکو څو میاشتو کې په ورځ کې ۴ مېلیونه هګیو ته لوړه کړي.
