د طالبانو د واکمنۍ، جګړې او چلند پایلې د افغان ملت څو نسلونو په مستقیم ډول تجربه کړې دي. د دې ډلې لهخوا کارول شوې بدني، رواني او ذهني شکنجې نه یوازې پر تېر نسل اغېزمنې وې، بلکې د دې اغېزې به پر راتلونکو نسلونو هم پاتې شي. له همدې امله، طالبان باید د یوې مقطعي پېښې په توګه نه؛ بلکې د یوې اوږدې او تکرار شوې تجربې په توګه وارزول شي.
طالبان د یوه ځانګړي فکري چوکاټ استازیتوب کوي. دا تفکر د سیاست پر ځای اطاعت ته لومړیتوب ورکوي، د دولت پر ځای د امارت مفهوم ته، او د قانون پر ځای تعبیر ته. په دې لید کې، واک نه د ټولنیز قرارداد له لارې مشروع کېږي او نه د ولسي مشارکت پر بنسټ ولاړ دی، بلکې د «غلبې» او «بیعت» مفاهیم یې بنسټ جوړوي. د دې تفکر له مخې، ټولنیزه تنوع، سیاسي اختلاف او مدني فضا د منلو وړ نه دي؛ بلکې هر ډول توپیر د تپل شوي نظم پر وړاندې د ګواښ په توګه تعبیرېږي او ځپل یې د «دیني فریضې» تر عنوان لاندې توجیه کېږي.
د طالبانو فکري سرچینې یوازې داخلي شاته پاتېوالی، ناوړه قبایلي جوړښتونه او افراطي دیني تعبیرونه نه دي. دا ډله له پیله تر اوسه له بهرنۍ روزنې، تمویل او نیابتي ماموریتونو سره نږدې تړاو لري. طالبان په دوامدار ډول د نږدې او لیرې استخباراتي محاسبو، د جګړې د اقتصاد، او د نړیوالو متضادو سیاستونو په چوکاټ کې د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي. همدابهرنۍ اتکا د دې لامل شوې چې طالبان د ملي اړتیاوو پر ځای د خپلو تمویلوونکو اجنډاوو ته لومړیتوب ورکړي. له همدې امله، دا ډله د خپلواک ملي تفکر او مستقلو پرېکړو توان نه لري.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم واک د ټولنیز خدمت وسیله نه وه، بلکې د کنټرول او اطاعت د تحمیل ابزار ګرځېدلی و. جزايي سیاست د قانون د حاکمیت پر ځای د وېرې پر بنسټ ولاړ و. عامه اعدامونه، سنګسار، د لاس پرېکولو سزاوې او د عادلانه محاکمې نشتون د نظم د ټینګښت په نوم توجیه کېدل. خو دا سیاست نه ثبات رامنځته کړ او نه یې ټولنه منسجمه کړه؛ برعکس، افغانستان یې له نړیوالې ټولنې منزوي، اقتصاد یې فلج او ټولنیز ټپونه یې ژور کړل.
له واکه تر لېرې کېدو وروسته، طالبانو ته د «مذهبي فریضې» تر عنوان لاندې د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې پروژه وسپارل شوه. په دې شلکلنه جګړه کې، د هدفي او عامه وژنو، پراخو ویجاړیو او ملکي تلفاتو لړۍ دا لا روښانه کړه چې طالبان د ستونزو د حل لپاره نه، بلکې د بحران د دوام او ژورتیا لپاره کارول کېږي.
د طالبانو بیا واک ته رسېدل د افغان ملت په منځ کې د دې ډلې د پیاوړتیا نښه نه وه، بلکې د نورو نیابتي ډلو په پرتله د «اغېزمن نیابتي توب» د سیالۍ ګټل و. طالبانو د خپلو منفي وړتیاوو او بېقید تعهد له لارې نړیوال او سیمهییز استخباراتي ارزونکي دې پایلې ته ورسول چې دوی کولی شي د نورو په پرتله خپلې موخې او اجنډاوې په ارزانه او اسانه ډول عملي کړي. له همدې امله، د «بدل شویو» او «اصلاح شویو» طالبانو تر عنوان لاندې پراخ تبلیغ وشو او د دوی د بیا واک ته رسېدو شرایط برابر شول.
د طالبانو د اوسني واکمنۍ له تجربې ښکاري چې د دوی تمویلوونکو له دوی سره په کور دننه د کړنو پر سر نااعلان شوې هوکړې کړې دي، تر هغه چې خپلې ګټې او پروګرامونه تطبیق کړي. په همدې دلیل، طالبان په پراخه کچه افغان ټولنې ته د خپل پخواني تفکر په دوام اصول وضع کوي او عملي کوي؛ هغه تفکر چې د افغانستان له متنوع ټولنیز جوړښت، تاریخي تجربو او واقعي اړتیاوو سره په ښکاره ټکر کې دی.