د اسراییل ۱۳ شبکه: راتلونکې اوونۍ به پر ایران د امریکا د برید برخلیک روښانه شي

د اسراییل ۱۳ شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې راتلونکې اوونۍ په سیمه کې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام لپاره «برخلیک ټاکونکې» ده.

د اسراییل ۱۳ شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې راتلونکې اوونۍ په سیمه کې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام لپاره «برخلیک ټاکونکې» ده.
دغه اسراییلي شبکې په خپل راپور کې کې ویلي، چې امریکايي جنرال داد کوپر اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسراییل د پوځ له مشر سره کتلي او د یو لړ «برخلیک ټاکونکو» پرېکړو په تړاو یې خبرې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې امریکايي جنرال داد کوپر په تلابیب کې د اسراییل د پوځ له مشر ایال زمیر او د استخباراتو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.
په راپو کې د امریکايي جنرال له قوله ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه پر ایران د برید وروستۍ پرېکړه نه کړې، خو وايي چې امریکا د احتمالي عملیاتو لپاره د روانې اوونۍ تر پایه ټول اړین وسایل او چمتوالي بشپړ کړي دي.
په راپور کې ویل شوي: «د اسراییل لوړپوړو پوځي چارواکو امریکایانو ته د خپل وړاندیز وړاندې کړ، چې لهمخې یې په لومړني برید باید پر ځانګړو نظامي اهدافو وشي».
په راپور کې ویل شوي، اسراییلي چارواکو له امریکايي لوري غوښتي چې امریکایي جنګي الوتکې باید د ایران د حکومتي بنسټونو د برید ترڅنګ، د دغه هېواد د توغندیو هغه سیسټمونه هم په نښه کړي چې تر ځمکې لاندې جوړ شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د یاد هېواد پوځ د تیرا اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله جبري کډوالۍ ته اړ کړي دي. یاد وزارت ویلي، چې خلک له سیمې څخه په خپله خوښه وځي.
د پښتونخوا له تیرا درې څخه د پوځ په امر د سلګونو کورنیو د جبري اېستلو د راپورونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پوځ له خوا د تیرا د خلکو د جبري اېستلو په اړه ادعاوي بېبنسټه بللي او وايي، دا ډول اوازې یې د امنیتي بنسټونو د بدنامولو په موخه سیاسي کمپاین بللی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ له تیرا څخه د ملکي وګړو د اېستلو په اړه هېڅ ډول لارښورد نه دی صادر کړی. د دوی په خبره، پاکستاني پوځ د تیرا په دره کې د ترهګرو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي او د ملکي خلکو ژوند ته پهکې پوره پاملرنه کېږي.
په اعلامیه کې ادعا شوې ده، چې د تیرا اوسېدونکي په خپله خوښه له سیمې څخه وځي او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د یادو کسانو لپاره د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ۴ میلیارده کالدارو بودیجه هم ځاکړې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د تیرا اوسېدونکي په سیمه کې د «خوارجو» او «وسلهوالو توندلارو» له شتون څخه په تنګ راغلي او په خپله سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکي دي.
په اعلامیه کې د تیرا د اوسېدونکو د جبري بېځایه کېدو په اړه د صوبايي حکومت د چارواکو څرګندونې پارونکې او د سیاسي امتیاز ترلاسه کولو نامه هڅه بلل شوې دي.
د پاکستان مرکزي حکومت دا غبرګون پر داسې مهال ښودلی، چې په پښتونخوا کې د سختو واورو او اورښتونو پرمهال د بېسرپناه بېځایه شویو کسانو سخت وضعیت ته پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو سخت غبرګونونه ښودلي او د یادو کسانو په جبري بېځایه کولو کې یې د پاکستان پوځ ګرم بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د تیرا سلګونه کورنۍ په سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو له امله په جبري توګه له خپلو سیمو څخه اېستل شوي دي او د پښتونخوا صوبايي حکومت هم په وار وار پر مرکزي حکومت په نیوکه کولو سره ویلي، چې د تیرا خلک د پاکستان د پوځ په امر په زور له خپلې سیمې څخه بېځایه کولو ته مجبوره کړای شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د مهمو سیمهییزو او نړۍوالو موضوعات په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سید عباس عراقچي د بشري حقونو په شورا کې د ایران پر ضد د لوېدیځو هېوادونو د پرېکړهلیک پروړاندې د پاکستان له منفي رایې مننه کړې ده. هغه ویلي، چې د بشري حقونو موضوع باید د خپلواکو هېوادونو پر وړاندې د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسحاق ډار د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلي او د ملي حاکمیت پر درناوي ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي همکارۍ پر لا پیاوړتیا ژمنې کړې دي.

د سوریې د حکومت او کُردي ځواکونو ترمنځ څلور ورځنی اوربند د شنبې په شپه پای ته ورسېد، خو د دغه اوربند د غځېدو برخلیک لا هم ناڅرګند دی او دواړه لوري یو بل پر سرغړونو تورنوي.
اوربند د ماښام په ۸بجو پای ته ورسېد، په داسې حال کې چې د سوریې حکومتي ځواکونه او کُردي ځواکونه د جبهې د کرښو دواړو غاړو ته د کُردانو تر واک لاندې د وروستیو ښارونو شاوخوا ځای پر ځای شوي دي.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر حمزه المصطفی وویل، هغه مهلت چې د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو ته ورکړل شوی و، پای ته رسېدلی دی. نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي: «د سوریې حکومت ټینګار کوي، چې اوس خپلې راتلونکې لارې چارې تر غور لاندې نیسي».
تر اوسه د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو لهخوا د اوربند د برخلیک په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده شوې.
حکومتي ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو څخه د شمالي او ختیځ سوریې پراخې سیمې نیولې دي.
د اوونۍ په پیل کې د الشرع ځواکونه د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو وروستیو مرکزونو ته نږدې شوي وو، خو هغه ناڅاپه اوربند اعلان کړ او تر شنبې شپې پورې یې هغوی ته وخت ورکړ، څو وسلې کېږدي او د سوریې له پوځ سره د یوځای کېدو لپاره طرحه وړاندې کړي، که نه نو جګړه به بېرته پیل شي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د اوربند د غځولو هوکړه شوې ده او ویې ویل چې دا راپورونه بېبنسټه دي. دغه وزارت دا هم وویل، چې د حکومت وړاندیز ته کوم «مثبت ځواب» نه دی ورکړل شوی او د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه یې د اوربند د پرلهپسې ماتولو تورن کړل.
د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو بیا وویل، چې حکومت په «منظم ډول» د تاوتریخوالي د زیاتولو پر لور روان دی.

د امریکا په منځګړتوب په ابوظبۍ کې د مسکو او کیېفترمنځ دوه ورځنۍ خبرې اترې، نن شنبه بې له کومې مطلوبې پایلې پای ته رسېدلي دي. خو دواړو لورو په جلا جلا اعلامیو کې ویلي، چې د خبرو د لا دوام لپاره چمتو دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې ناستې وروسته پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د دغو خبرو اصلي تمرکز د جګړې د پای ته رسولو پر احتمالي چوکاټونو او پارامترونو و.
د هغه په وینا، متحده ایالاتو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د «پارامترونو د رسمي کولو» موضوع مطرح کړې ده.
زیلینسکي زیاته کړې، چې د امریکا استازو د جګړې د پای ته رسېدو د مهالویش د رسمي ټاکلو لپاره «احتمالي قالبونه» وړاندې کړي دي. نوموړي ویلي، د وروستیو ناستو په پایله کې ټولو اړخونو هوکړه کړې، چې د خبرو هره برخه به خپلو پلازمېنو ته راپور کړي او راتلونکې پرېکړې به له خپلو مشرانو سره همغږي کړي. د هغه په وینا، راتلونکې ناستې ښايي ان له راتلونکې اوونۍ هم پیل شي.
د اوکراین د پلاوي مشر، رستم عمروف، ویلي چې په دې ناسته کې بحثونه تر ډېره د جګړې د پای مهالویش او د خبرو د دوام پر څرنګوالي متمرکز وو.
د متحده عربي اماراتو چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د روسیې او اوکراین مستقیم تعامل په «مثبته فضا» کې ترسره شو. د اماراتو د دولت ویاند هم ویلي، چې په ابوظبۍ کې د سولې خبرې د متحده ایالاتو د وړاندیز شوي سولې چوکاټ پر «مهمو عناصرو» راڅرخېدې، خو د خبرو د پایلو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ناستې تر پای وروسته اوکراین سره د خبرو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. خو د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د یوه ناڅرګندې سرچینې له قوله لیکلي، چې د ابوظبۍ خبرو ځینې پایلې هم لرلې دي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې، میټه فریدریکسن، د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پر هغو څرګندونو سختې نیوکې وکړې چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو د متحدینو رول تر پوښتنې لاندې راوستی و. نوموړې دغه څرګندونې «د منلو وړ نه دي» بللې دي.
هغې پر خواله رسنۍ لیکلي، چې «هیڅ کلمه نه شي کولای د ډنمارکي سرتېرو د زخم او درد کچه بیان کړي.» د هغې په وینا، دا ډول څرګندونې د هغو سرتېرو او د هغوی د کورنیو احساساتو ته سپکاوی دی، چې په افغانستان کې یې قربانۍ ورکړې دي.
د ټرمپ هغه څرګندونې، چې ګواکې د ناټو ځینې ځواکونه د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي وو، د دې پوځي تړون د غړو هېوادونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر ویلي، دا ادعا چې ناټو د اړتیا پر مهال د امریکا ترڅنګ نه وه، «په بشپړه توګه ناسم او سپکوونکی» ده، په ځانګړي ډول د هغو ۴۵۷بریتانوي سرتېرو د کورنیو لپاره، چې په افغانستان کې وژل شوي دي.
د سکاټلنډ لومړي وزیر هم د ټرمپ څرګندونې «سپکوونکې، دردونکې او ځورونکې» بللې او ټینګار یې کړی، چې دا غم او درد به په ټول سکاټلنډ او بریتانیا کې احساس شي.
په فرانسه کې د وسلهوالو ځواکونو وزیرې، کاترین وترن، یادونه کړې چې د افغانستان په پوځي عملیاتو کې ۹۰فرانسوي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. هغې ویلي، «د هغوی قرباني د درناوي وړ ده.»
د لوېدیځو رسنیو د سرلیکونو لویه برخه د سیاستوالو، سرتېرو او د ناټو د قربانیانو د کورنیو غبرګونونو ته ځانګړې شوې ده. ډېرو کسانو د ټرمپ څرګندونې «شرموونکې» بللې او لههغه یېبښنې غوښتنه یې کړې ده، په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه تر شلو کلونو ډېر د امریکايي ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې حضور درلود او سلګونه سرتېري یې له لاسه ورکړل.
