طالبانو په کابل کې د سرغړونې په تور ۲ درملتونونه تړلي دي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې د درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه د څار پر مهال دوه درملتونونه له روغتیايي قوانیونو د سرغړونې له امله تړلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې د درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه د څار پر مهال دوه درملتونونه له روغتیايي قوانیونو د سرغړونې له امله تړلي دي.
دغه وزارت د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل ښار د شاوخوا ۶۳ درملیزو او خوراکي توکو له پلورنځيو څخه یې څارنه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د یادې څارنې موخه د بیو کنټرول، د احتکار او انحصار مخنیوی، د کیفیت تامین او د روغتیايي قوانینو پلي کول دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د څار پر مهال یې ۳۸ قلمه بېلابېل درمل راټول کړي او د لهمنځه وړولو په موخه یې زېرمتون ته سپارلي دي. طالبانو تر دې وړاندې هم په یوشمېر نورو ولایتونو کې ګڼ روغتونونه او درملتونونه تړلي وو. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناسم روغتیایي خدمتونه او بېکېفیته درمل د ناروغانو پر وړاندې تر ټولو لویې ننګوونې دي.
طالبانو یاد درملتونونه داسې مهال تړلې دي، چې د یادې ډلې او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته له دغه هېواده د درملو پر واردولو بندیز لګول شوی. د راپورونو له مخې؛ د درملو ګڼو کاروباریانو له پاکستان نه په قاچاقي لارو د درملو واردولو ته مخه کړې او ځینې کسان هم وخت تېر درمل بازار ته وړاندې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې (UNODC) ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي صندوق (UN STFA) په مالي ملاتړ یې په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۱۴۶۰ کورنیو ته د دوامداره قانوني عایداتي لارو د پیاوړتیا لپاره کرنیزې مرستې برابرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، د دغه پروګرام له لارې ۶۶۰ بزګرانو چې ۷۴ښځې هم پهکې شاملې دي، د سبزیجاتو د کرکېلې اړوند تخنیکي او عملي ملاتړ ترلاسه کړی دی. د دغه ادارې په وینا؛ د کرنیزو عوایدو لوړولو په موخه ۷۶۰ د مېوو بڼونه هم جوړ شوي، څو کورنۍ وکولای شي له دوامداره کرنیزو سرچینو ګټه واخلي.
په همدې لړ کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا له کنفرانس (UNCTAD) سره په ګډه ۶۰ کوچني او منځني سوداګریز بنسټونه (MSMEs) رامنځته شوي، چې ۱۳یې د ښځو لهخوا اداره کېږي.
یاده دې وي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د کرکېلې پر ځای خلکو ته قانوني او دوامداره عایداتي بدیلونه برابر کړي؛ څو بېوزلي راکمه شي او د ناقانونه فعالیتونو مخه ونیول شي. د UNODC دغه ډول پروګرامونه تر ډېره په کرنه، کوچنيو سوداګریزو فعالیتونو او د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا تمرکز دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان ساده متن نهشي لوستلی. یادې ادارې دغه وضعیت د زدهکړو په برخه کې یو «جدي ناورین» یاد کړی.
یونېسف د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې «په افغانستان کې زدهکړې په ډېر سخت حالت کې دي». د یادې ادارې په خبره، په دغه هېواد کې ښوونځي شته؛ خو ماشومان پهکې زدهکړې نه ترلاسه کوي.
یونېسف ټینګار کړی، د هر ماشوم څخه د ښو پایلو ترلاسه کولو لپاره مهمه ده چې د لومړنیو زدهکړو، سواد او شمېر پوهنې په برخه کې دوامداره پانګونه وشي. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو لهخوا د نجونو پر منځنیو زدهکړو د بندیز له امله شاوخوا ۲.۲ مېلیونه نجونې له ښوونځي بېبرخې دي.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د نجونو پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي. په افغانستان کې په منځینو زدهکړو کې د هلکانو لېوالتیا هم کمه شوې. نړۍوالو بنسټونو پر طالبانو په وار - وار غږ کړی، چې ژر تر ژره دې دغه بندیزونه لرې کړي؛ خو طالبانو د نجونو پر مخ د زدهکړو بندیز تر «امرثاني» پورې ځنډولی.

په کونړ کې زلزله ځپلې کورنۍ د درنې واورې او یخنۍ په دې څپه کې د سرپناه د نشتوالي له امله په خېمو کې ژوند کوي او وایي، چې ژوند یې له کړاو سره مخ دی. ځایي طالب چارواکي زیاتوي، چې په همدې سیمه کې د یخنۍ په دې څپه کې یو ماشوم مړ شوی او لسګونه خېمې ویجاړې شوې دي.
په کونړ کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمد مبین مفتون عمر ویلي، چې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې د اندرلچک کلي زلزله ځپلې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او د دوی ډلې د امکاناتو په برابرولو بوختې دي.
اوسمهال یخنۍ او واورینې څپې د کونړ زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو ژوند ناارامه کړی او له کړاو سره یې مخ کړی دی. دغه کورنۍ وايي، چې د سړې هوا په دې څپه کې د سرپناه د نشتوالي له امله یې ماشومان د ژوند سخت حالت تجربه کوي.
د کونړ د یادې سیمې اوسېدونکی وحید وايي، چې خېمې یې نړېدلې، ماشومان یې په اوبو کې پراته او له سختو ناروغیو سره مخ دي. هغه زیاته کړې:« د باران اوبه مو له خېمو څڅېږي، په خېمو کې ژوند سخت دی، واورې شوې، خېمې نړېدلې، زموږ د سرپناه غم باید وخوړل شي».
دغه اوسېدونکي پر طالبانو او مرستندویه ادارو د مرستې غږ کوي. ځايي طالب چارواکو بیا ډاډ ورکړی، چې د ځانګړو کمېټو له لارې زلزله ځپلو کورنیو ته د سرپناه په برابرولو بوخت دي.
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ویلي، په افغانستان کې درنو واورو او سړې هوا د هغو زرګونه ماشومانو روغتیايي ګواښونه زیاته کړي چې په خېمو کې اوسېږي. په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او د سرپناه د نشتوالي له امله یوشمېر کورنۍ لا هم په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (IOM) ویلي، چې د زلزلې له امله بېځایه شوې کورنۍ د ژمي په سړې هوا کې د سرپناه او د نورو اړینو ژمنیو توکو مرستو ته اړتیا لري. دغه ادارې ویلي، چې کارکوونکي یې په سیمه کې ارزونه کوي او د بېړنیو مرستو رسولو چارې پر مخ وړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اوونۍ کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د درنو واورو له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د نړۍوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ادارې د ۲۰۲۵کال په لومړیو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۹۶.۹ مېلیارده افغانۍ په امنیتي چارو لګولې دي. د راپور له مخې؛ په ورته موده کې پراختیایي لګښتونه ۱۵.۷ مېلیارده افغانیو ته رسېدلي دي.
دغه راپور څرګندوي، چې ملکي او عامه خدماتو برخو ته هم ۱۰۶ مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي. نړۍوال بانک وايي، افغانستان په دغه موده کې دوه مېلیارده افغانۍ بودجوي کسر تجربه کړی؛ دا ځکه چې د ۲۰۰.۹ مېلیارده افغانیو ټول عاید د ۲۰۲.۹ مېلیارده افغانیو د ټولو لګښتونو پرتله یو څه کم وو.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان د کډوالو د لویې کچې راستنېدو او له پاکستان سره د لارو تړل پاتې کېدو له امله تر فشار لاندې دی. سره له دې چې د ټیټ انفلاسیون او د حکومت په عوایدو کې نسبي زیاتوالی راغلی، کمزورې پانګونې د دوامداره ودې او د تولید زیاتوالي مخه نیولې ده.
نړۍوال بانک وړاندې وايي، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵کال پرمهال به د هر کس عاید شاوخوا څلور سلنه کم شوی وي او فقر به په پراخه کچه دوام ومومي. ورته مهال د افغاني اسعارو ارزښت په دسمبر میاشت کې وده کړې؛ خو د وارداتو او ترانسپورت لګښتونو د زیاتوالي له امله سوداګریز کسر ۱۹ سلنه زیات شوی.
د راپور له مخې؛ د سوداګرۍ له پلوه پاکستان ته د افغانستان صادرات کم شوي، چې د ډسمبر میاشتې لپاره یې برخه ۲.۹ سلنه وه؛ برعکس هند بیا د افغانستان ستر صادراتي بازار ګرځېدلی او د افغانستان د ټولو صادراتو ۶۱ سلنه برخه جوړوي. د ازبکستان ونډه هم د روان مالي کال په لړ کې ۷.۷سلنې ته لوړه شوې ده.
د اقتصادي فشارونو او سوداګریزو محدودیتونو سره، سره د نړۍوال بانک راپور څرګندوي، چې د حکومت مالي وضعیت او د اسعارو بازار نسبي ثبات لا هم ساتل شوی دی.

امریکایي میلیاردر اېلان ماسک پر اېکس پاڼه د یوه کاروونکي د یادښت په بیا خپرولو سره د طالبانو لهخوا د «غلامۍ» په رسمیت پېژندلو په اړه د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې ده. هغه د دغه پوسټ د بیا شریکولو سره لیکلي: «ښه پوښتنه ده».
د اېکس یوه کاروونکي په یوه یادښت کې لیکلي، «د غلامۍ» زوړ سیسټم چې ماشومان پهکې د جنسي غلامانو او نوکرانو په توګه نیول کېدل اوس په رسمي ډول افغانستان ته راغلی دی. هغه زیاته کړې: «کېڼ اړخي چېرته دي، چې د دغه کار پر وړاندې اعتراض وکړي؟ لاریونونه چېرته دي؟ ویناوې چېرته دي؟…چوپتیا».
اېلان ماسک د دغه پوسټ په بیا شریکولو سره لیکلي: «ښه پوښتنه ده».
طالبانو په خپلو جزايي محاکمو کې د اصولنامې په هغه نوې نسخه کې چې تازه خپره شوې، د «غلام» کلمه په څو ځایونو کې یاده کړې او په دې توګه یې په خپلې واکمنۍ کې د غلامۍ نظام رسمي کړی دی. طالبانو د یادې اصولنامې په څلورمه او ۱۵مه ماده کې د غلامۍ موضوع او اړوند حقونو ته اشاره کړې. غلامي په نړۍوالو قوانینو کې په ټولو بڼو کې په بشپړ ډول منعه ده.
