یو افغان زدهکړیال چې د ویزې موده یې د پای ته رسېدو په درشل کې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي: «زما ویزه د ختمېدو په حال کې ده او اصلي وېره دا ده، که سیستم بند وي؛ نو ویزه به څنګه تمدید کړم. دا اندېښنه تل له موږ سره وي».
د هغه وینا؛ د ویزې د نهلرلو وېرې ډېری افغان زدهکړیالان دې ته اړ اېستي، چې یوازې له لیلې څخه پوهنتون او له پوهنتون څخه لیلې ته له تګ پرته له هر ډول تګ راتګ ډډه وکړي او له علمي سفرونو، سمینارونو او ښوونیزو پروګرامونو څخه ځان وساتي.
هغه وایي: «زدهکړیالان د نیول کېدو او اېستل کېدو له وېرې جرأت نهکوي، چې د پوهنتون څخه بهر په علمي پروګرامونو کې ګډون وکړي». نوموړی زیاتوي، چې دغه وضعیت د زدهکړیالانو تمرکز په جدي ډول ګډوډ کړی دی: «هره ورځ د درسونو پر ځای، د مېشتېدو او ویزې تشویش د زدهکړیالانو ذهن ګډوډوي».
دغه زدهکړیال همدارنګه د ویزې د ترلاسه کولو او تمدید بهیر له ستونزو هم یادونه کوي او ټینګار کوي، چې دغه ستونزې یوازې د سیستم له تړل کېدو سره تړاو نهلري. د هغه په وینا؛ ان د سیستم له بندېدو مخکې هم زدهکړیالان د ځانګړي سیستم له نشتوالي او پېچلو پروسو سره مخ وو.
هغه وایي: «زدهکړیالان اړ وو، چې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ساعتونه په کتار کې ودرېږي. ځکه جلا سیستم نه و، ځینې زدهکړیالان اړ اېستل کېده، چې د خپل نوبت مخکې کولو لپاره پیسې ورکړي؛ څو د درس وخت یې ضایع نهشي».
د نوموړي په وینا؛ پخوا د ویزې د پروسې یوه برخه انلاین وه؛ خو وروسته زدهکړیالان اړ شول چې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان سفارت ته مرکه ورکړي، هغه بهیر چې لا ډېر وختنیونکی او پېچلی دی.
هغه وایي، دا مهال د ویزې د ترلاسه کولو او تمدید پروسه د څو بېلابېلو ادارو لاسلیکونو ته اړتیا لري چې دا چاره د لا زیات ځنډ او لالهاندۍ لامل شوې ده. په همدې حال کې یوې افغان زدهکړیالې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي وایي، د مېشتېدو قانوني اسنادو نشتوالي یې ورځنی ژوند سخت محدود کړی دی.
د هغې په وینا؛ ان په پوهنتون کې عادي تګراتګ هم ورته ستونزمن شوی دی. هغه وایي:« دا مهال اسناد نهلرم او د وېرې له امله حتا په اسانۍ د پوهنتون په انګړ کې هم نه وځم. هره شېبه داسې احساس کوم، چې ښايي ونیول شم».
نوموړې زیاتوي، سره له دې چې پوهنتون ته پولیس نهدي راغلي؛ خو د افغانانو د جبري اېستلو بهیر یې وېره زیاته کړې او د هغې د زدهکړې راتلونکی یې له ابهام سره مخ کړی دی. هغه وایي: «وېره لرم، چې زدهکړې مې نیمه پاتې نهشي. ټول وخت، زحمت او پیسې چې تر دې ځایه مې لګولي، ښايي ضایع شي».
د هغې په وینا؛ د همدې وېرې له امله یې یو شمېر دوستان نه افغانستان ته ستانه شوي او نه هم توانېدلي چې عادي ژوند ولري. د اقامتي ستونزو تر څنګ، افغان زدهکړیالان د کاري فرصتونو په برخه کې له تبعیض شکایت هم کوي.
د مرکه شوي زدهکړیال په وینا؛ ډېری افغان زدهکړیالان له کلونو زدهکړو وروسته سره له دې چې لوړې نمرې او په کاري مرکو کې ښه وړتیا لري، یوازې د افغانتابعیت له امله له ګومارنې پاتې کېږي.
هغه وایي: «افغان زدهکړیال چې لوړه فیصدي او قوي وړتیا ولري، یوازې د خپل تابعیت له امله نه ګومارل کېږي؛ خو پاکستانی زدهکړیال چې ټیټې نمرې هم ولري، هماغه دنده ترلاسه کولی شي».
افغان زدهکړیالان د پاکستان له حکومت او اړوندو ادارو غواړي، چې د ویزې او مېشتېدنې د ستونزو د حل لپاره یو روڼ، مشخص او پایدار مېکانېزم رامنځته کړي؛ څو وکولای شي له وېرې، تبعیض او لالهاندۍ پرته خپلو زدهکړو او راتلونکي ته دوام ورکړي.