طالبانو په پکتیکا کې دوه کسان په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یې دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یې دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د درېیو کلونو تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو لهمخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.
یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو لهمخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.