طالبان: سپینبولدک کې مو د ۵۴ کیلو ګرامه سپینو زرو د قاچاق مخه نیولې ده

د طالبانو سرحدي پولیس وایي چې په کندهار کې یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سپینبولدک په بندر کې د ۵۴ کیلو ګرامه سپینو زرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو سرحدي پولیس وایي چې په کندهار کې یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سپینبولدک په بندر کې د ۵۴ کیلو ګرامه سپینو زرو د قاچاق مخه نیولې ده.
د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، د دې پېښې په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي دي او د قانوني مراحلو د بشپړولو په موخه اړوندو بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په رسمي ډول په کاپیسا کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي دي. د پرېکړې له عملي کېدو سره د کاپیسا ملي تلویزیون خپل فعالیت راډیویي بڼې ته اړولی او همدارنګه د خصوصي رسنیو فعالیتونه هم تر سختو محدودیتونو لاندې راغلي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره د دې نوي محدودیت په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا پرېکړه به د خبر رسونې پر بهیر، د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي ناوړه اغېزې ولري.
په کاپیسا کې یوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي جمالالدین مظهري، د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لارې ټولو رسنیو ته ابلاغ کړی دی. د سرچینې په وینا، دا بندیز د واکمنې ادارې د مسوولینو پر ویډیويي مرکو هم تطبیقېږي.
د یادې پرېکړې له اعلان وروسته، د کاپیسا ملي تلویزیون خپل ماهیت بدل کړی او په راډیو بدل شوی دی. یو ځایي خبریال ویلي چې دا بندیز د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د اوولسمې مادې پر بنسټ عملي شوی، چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول منع کوي.
دا مهال، په کاپیسا کې د دولتي رسنیو ترڅنګ، یو شمېر خصوصي راډیوګانې لکه د نجراب غږ، ندای حقیقت او طنین غږ هم فعالیت لري، چې ټولې د دې بندیز تر اغېز لاندې راغلي دي.
د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د ۱۴۰۳ کال د زمري له میاشتې راهیسې په تدریجي ډول په هېواد کې پلی کېږي او تر دې دمه، د کاپیسا په ګډون، په ۲۵ ولایتونو کې په رسمي ډول اعلان شوی دی. په دغو ولایتونو کې کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، بامیان، پنجشیر، لغمان او یو شمېر نور ولایتونه شامل دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کوي چې دا ډول محدودیتونه د بیان د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي حق او د هېواد د رسنیو له نافذه قانون سره په ټکر کې دي. یاد مرکز له واکمنو چارواکو غواړي چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو په بندیز کې بیاکتنه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي چې د قانون له مخې، ازاد او بې له وېرې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په غزني او جوزجان ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور څلور کسان نیولي او همداراز په لوګر ولایت کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په کشف شوو وسلو کې ۹ میله توپنچې، ۳ میله کلاشینکوفونه، ۴ میله بادي وسلې او دوه میله یوولسډزي ټوپکونه شامل دي.
همداراز پولیسو د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه تنه د یو موټر د غلا په تړاو نیولي دي. په ورته وخت کې، د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې هم دوه تنه نور د غلا په تور د طالب امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته له اړوندو دوسیو سره یوځای عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.
د طالبانو ستره محکمه وایي چې په کابل ولایت کې یې د نشهیي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۸کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي د ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې تورن بلل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د نشهیي تابلیتو، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو محکوم شوي وو او پر هغوی یې سزاوې عملي کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ابتدائیه محکمې یاد کسان له اوو میاشتو څخه تر دوو کلونو او شپږو میاشتو پورې پر بند او له ۱۵څخه تر ۳۹دُرو پورې د وهلو سزا ټاکلې وه، چې دغه پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شوه.
تر اوسه د دغو کسانو د هویت او د قضیو د جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، چې هند له افغانستان سره تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې ده. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د سرطاني ناروغیو لپاره د یوه ځانګړي روغتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
هغه ویلي، په یاد روغتون کې به د هند په مالي او تخنیکي مرسته د راډیوتراپۍ څانګه فعاله شي. نوموړي زیاته کړې، چې هند به د مسلکي او تخصصي ډاکټرانو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.
د جلالي په وینا؛ هند له افغانستان سره لس ټنه د سرطاني ناروغیو د درملو مرسته کړې، چې ارزښت یې په تخمیني ډول شاوخوا یو مېلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي. نوموړي له شتمنو کسانو او پانګهوالو هم غوښتي، چې د دغه روغتون د دوام او پراختیا لپاره دې مالي ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ویلي، دغه روغتون به د ناروغانو د بستر څانګه، جراحي، لابراتوار او نورې اړینې برخې ولري او هڅه به وشي چې په راتلونکې کې یې ظرفیت تر ۲۰۰ بسترو پورې لوړ شي.
امریکا ته د افغان کډوالو پر سفر بندیز او د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې ګواښ له امله په دوحه کې د امریکا په السایلیه پوځي اډه کې سلګونه بندپاتې افغان پناهغوښتونکي له وېرې سره مخ دي. د ایران، اسراییل او امریکا د جکړې پرمهال هم د توغندیو ځینې پرزې په دغه پنډغالي لګېدلې وې.
د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د کابل له سقوط او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په سلګونه افغان پناهغوښتونکي د امریکا لهخوا د دوحې پې یوه پوځي اډه کې مېشت شول.
دغه افغان کډوال امریکا ته د تګ په تمه بېبرخلیکه پاتې دي. د ډراپ سېټ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال په دغه پنډغالي کې شاوخوا ۸۰۰ افغان پناهغوښتونکي مېشت دي.
په راپور کې راغلي، السایلیه پنډغالی یوه پوځي اډه ده،چې د منځنيختیځ د کړکېچ له امله له ګواښ سره مخ ده. د امریکا یو افغان قراردادي په دې اړه وايي: «تېر اوړی چې ایران برید وکړ، د توغندیو ځینې ټوټې په پنډغالي راپرېوتې. دا ځل بیا د ورته وضعیت وېره شته».
ډراپ سېټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، دغه افغان کورنۍ د امریکا او د هغوی د ملاتړو لهخوا قطر ته په دې تمه لېږدول شوې چې امریکا ته به انتقال شي. په راپور کې ویل شوي، چې د پالیسو بدلون، د ویزو د ورکړې لړۍ ځنډول او دوی ته نه پاملرنه د دغه کورنیو د پناهغوښتنې قضیې په ټپه درولې دي.
په دغه پوځي اډه کې یو افغان پناهغوښتونکی وايي: «هرڅوک اندېښمن دي. د پي ۱ او پي۲ پروګرامونه له یوه کال راهیسې ځنډول شوي او د خلکو برخلیک نهدی روښانه». دغه کورنیو د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن په اداره کې امریکا ته د تګ اسناد ترلاسه کړي وو؛ خو د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه لړۍ ځنډولې ده.
په دغه پنډغالي کې مېشت افغان پناهغوښتونکي له کړاه ډک ژوند تېروي. دوی زیاتوي:« د اوسېدو مناسب ځای نهشته، رواني فشار تر حد زیات دی، ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي او ستونزې خورا ډېرې دي».
راپور زیاتوي، چې د ټرمپ حکومت نه یوازې امریکا ته د کډوالو تګ بند کړی؛ بلکې هغوی ته یې د پیسو په بدل کې افغانستان ته په خپله خوښه د ستنېدو وړاندیز هم کړی دی. خو کډوال د طالبانو لهخوا له غچ اخیستنې وېره لري او دغه وړاندیز نه مني.