طالبان وايي کونړ کې د سل میلیونه افغانیو په لګښت ۵۹ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د طالبانو د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت خبر ورکړی، چې د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ۵۹ پراختیایي پروژې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره سپارل شوې دي.

د طالبانو د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت خبر ورکړی، چې د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ۵۹ پراختیایي پروژې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره سپارل شوې دي.
د یاد وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې نن شنبه (د سلواغې په ۱۱مه) شبنه په ایکس خپره شوې، ویل شوي چې دغه پروژې د ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو لګولو کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي، چې له ټوکیو څخه د زړه له ژور درده وتلی، خو ویاړي چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لا هم د دغه هېواد پر سفارت رپانده پاتې دی او هیله لري دا به تر هغه وخته پورې همداسې جګ پاتې شي، څو یو مشروع افغان استازی یې ځای ناستی شي.
ابدالي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې که څه هم ماموریت پای ته رسېدل ورته دروند تمام شوي، خو دا ورته د ویاړ ځای دی چې د افغانستان ملي نښان لا هم په ټوکیو کې د هېواد د رسمي استازولۍ پر بام پورته ولاړ دی.
نوموړي هیله ښودلې، چې دا بیرغ به نه یوازې تر راتلونکي مشروع استازي پورې، بلکې تر هغه وروسته هم د افغانستان د مشروعیت او ملي هویت نښه پاتې شي.
د ابدالي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو د واک تر نیولو وروسته په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان ډېپلوماټیک استازولیو خپل فعالیتونه د پخواني نظام د استازو لهخوا دوام موندلی او د مشروع حکومت د نشتون له امله د ډېپلوماسۍ وضعیت لا هم مبهم دی.
سیاسي شنونکي وایي، د درې رنګه بیرغ ساتل یوازې یو سمبولیک اقدام نه، بلکې د افغانستان د قانوني دولتدارۍ او نړیوال مشروعیت د دوام پیغام هم ګڼل کېږي.

د طالبانو سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر پرلهپسې ستونزو او تړل کېدو وروسته، د کندز د شېرخان بندر له لارې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه لوړ شوي، چې ورسره سلګونه ټنه کورني تولیدات د سیمې هېوادونو ته صادرېږي.
د دغې خونې مسوولینو ویلي، چې هره ورځ له شېرخان بندر څخه تر ۵۰ زیات بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي او د افغانستان کرنیز او نور کورني محصولات تاجیکستان، چین، روسیې او قرغزستان ته لېږدول کېږي.
د چارواکو په وینا، د بدیلو سوداګریزو لارو پیاوړتیا د هېواد پر صادراتو مثبت اغېز کړی او شېرخان بندر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ په یوه مهم محور بدل شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کړی، چې د صادراتو د لا پراختیا لپاره به د ګمرکي اسانتیاوو، ترانزیټي همغږۍ او د سوداګرو د ملاتړ لړۍ نوره هم چټکه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۳۰۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۱۵۶۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۲۷۰ کورنۍ چې ۱۴۳۹تنه کیږي د تورخم له لارې، ۱۳ کورنۍ چې شمیر یې ۵۱تنه وو د ورېښمو پله له لارې، ۱۱کورنۍ چې ۳۷تنه وو د اسلامکلا له لارې، ۸کورنۍ چې ۳۷تنه وو د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بنسټونه د افغانانو د جبري ستنیدنې په اړه اندیښمن دي او خبرداری ورکوي چې د ژمي په موسم کې د کډوالو پراخې څپې په افغانستان کې بشري ناورین زیاتوي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته ډېری ستنېدونکي کډوال اړ دي چې خپل ژوند له صفر نه پیل کړي او شته سرچینې او بودجه د دوی پراخې اړتیاوې نهشي پوره کولای.

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين قدرتالله جمال، د لوېې پکتيا له قومي مشرانو سره په ليدنه کې د ګرځندوی سکتور پر پياوړتيا ټينګار کړی.
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمال ویلي، د ګرځندوی پراختيا د هېواد په اقتصادي ودې کې مهم رول لري او زياته يې کړه چې د هېواد له ځنګلونو به د ګرځندوی د ودې لپاره پراخه استفاده وشي.
هغه همداراز ډاډ ورکړ چې د لوېې پکتيا د خلکو ستونزې او وړانديزونه به وڅېړل شي او هڅه به وشي چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د جذب لپاره لازم اقدامات وشي.
د پکتیا د غرونو په غېږ کې پرته ځاځي اریوب ولسوالي، چې طالبانو د هېواد ملي پارک نومولې، د خپلو ښکلیو منظرو، شنو درو او ځانګړي موسم له امله په دې وروستیو کې د ګرځندویانو د پام وړ ګرځېدلې.او هر کال سلګونه سيلانیان راجلبوي.
خو له دې ټولو طبیعي ښېګڼو سره سره، تر اوسه په دې سیمه کې د سیلانیانو د اسانتیاوو، استوګنځایونو، سړکونو، لارښودو مرکزونو او نورو اساسي خدماتو په برخه کې هېڅ ډول بنسټیزه پانګونه نه ده شوې.

د بشر حقونو د څار ادارې (Human Rights Watch) ټینګار کړی، چې د بیان او رسنیو ازادي نړیوال بشري حقونه دي. خو دا حقونه دا مهال په افغانستان، ایران او پاکستان کې مېشت افغان ژورنالستان له جدي ګواښونو، سانسور او امنیتي ستونزو سره مخ کړي دي.
یادې ادارې په ایکس لیکلي: «د بیان ازادي او ازاد فکر څرګندونه، چې پکې د رسنیو ازادي هم شامله ده، نړیوال بشري حقونه دي.» خو د بشري حقونو فعالان وایي، چې دا اصول په ځانګړي ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.
د راپورونو له مخې، لسګونه افغان خبریالان په افغانستان کې نیول شوي، وهل شوي او له رسنیزو فعالیتونو منع شوي، او زرګونه نور اړ شوي چې هېواد پرېږدي او ایران او پاکستان ته کډوال شي.
خو په ګاونډیو هېوادونو کې هم د افغان ژورنالستانو ستونزې پای ته نه دي رسېدلې. په ایران کې یو شمېر افغان خبریالان د قانوني اسنادو د نشتوالي، د کار محدودیتونو او د نیولو له وېرې ژوند کوي، او په پاکستان کې بیا ډېری افغان رسنیز فعالان د جبري ستنولو، اقتصادي فشار او امنیتي اندېښنو سره مخ دي.
د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي، چې که د بیان ازادۍ ته نړیوال ملاتړ عملي بڼه و نه نیسي، د افغان ژورنالستانو غږ به لا نور هم چوپ او د بشري حقونو سرغړونې به بېځوابه پاتې شي.
