په هرات کې ۱۷۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات ولایت کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال ۱۷۰ کیلوګرامه نشه یي توکي نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات ولایت کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال ۱۷۰ کیلوګرامه نشه یي توکي نیولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د هرات د امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو لهخوا شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو توکو کې تاریاک او چرس شامل دي.
سرچینه زیاتوي چې دا نشهیي توکي په یوه شخصي موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو. د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او دا مهال د پولیسو تر څارنې لاندې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشهیي توکو پر وړاندې به خپلې عملیاتې هڅې لا پسې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان له واک ته رسېدو وروسته د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر ضد د جدي مبارزې ادعا کوي، خو د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو راپورونه ښيي چې لا هم د نشهیي توکو قاچاق د افغانستان له مهمو ننګونو څخه دی.


د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د ټاپي، ریل پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه خبرو کې ویلي، چې د سعودي عربستان دلتا انټرنشنل کمپنۍ د ټاپي په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په وینا ډلټا انټرنشنل لیواله دی چې له ټاپي پروژې څخه د ګازو په پیرودلو، د ترکمنستان د ګازو د لوی بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته د ګازو د پایپ لاین په جوړولو او پراختیا او له سپین بولدک څخه د هند پولې ته د پایپ لاین په غځولو کې پانګونه وکړي.
د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د یو لوی او عصري مرکز جوړول هم د هغو نورو لارو په منځ کې دي چې یاد شرکت پکې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
په دې غونډه کې، چې د طالبانو د پټرولیم او انرژۍ او اوبو مرستیال وزیر، د ترکمنستان د ترانسپورت او ریل پټلۍ وزیر او د ترکمن ګاز شرکت مشر او د طالبانو او ترکمنستان یو شمیر چارواکو ګډون پکې کړی و، ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل چې د تورغونډي-هرات ریل پټلۍ پروژې د جوړولو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال په وینا، قزاقستان هم د تورغونډۍ-هرات ریل پټلۍ پروژې په پلي کولو کې جدي لیوالتیا ښودلې ده.
په ورته وخت کې طالبانو د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له قوله ویلي، چې هیواد یې په بشپړ ډول چمتو دی چې په ریل پټلۍ کې پانګونه وکړي او په تورغونډۍ کې یې عملیاتي کار پیل شوی دی.
مرادوف د روان کال تر پایه پورې د هرات ولایت مرکز ته د ټاپي پروژې د غځولو اعلان هم وکړ.

هند په خپله نوې بودجه کې د چابهار بندر پروژې لپاره پیسې نه دي بېلې کړې او دا ګام پر ایران د امریکا د نویو بندیزونو په رڼا کې اخېستل شوی. په تېرو څو کلونو کې، هند هر کال د چابهار بندر لپاره یو میلیارد هندي روپۍ بېلولې.
د تېر کال په سپټمبر میاشت کې متحده ایالاتو پر ایران د سختو اقتصادي بندیزونو لګولو اعلان وکړ، خو هند ته یې د چابهار بندر پروژې لپاره د شپږو میاشتو معافیت ورکړ. دا معافیت به د اپرېل پر۲۶مې نېټې په پای ته ورسېږي.
تېره میاشت د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال وویل چې هند د چابهار بندر پروژې اړوند مسایلو کې له امریکا سره په خبرو بوخت دی.
رپوټونه ښيي چې هند د دې پروژې په اړه بېلابېلې لارې چارې په پام کې نیولې دي.
چابهار بندر د هند او ایران د اړیکو او سوداګرۍ د ودې په برخه کې مهمل ګڼل کیږي. دواړه هېوادونه هڅه کوي چابهار د نړیوال شمال-جنوب ترانسپورتي مسیر یوه بنسټیزه برخه وګرځي.
دغه پروژه د هند، ایران، افغانستان، ارمنیا، اذربایجان، روسیې، منځنۍ اسیا او اروپا ترمنځ د مالونو د لېږد را لېږد لپاره طرحه شوې ده.
چابهار له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند د اړیکو مهم بندر دی او په وروستیو کلونو کې د بشري مرستو لکه د خوراکي توکو او طبي سامانونو د لیږد لپاره کارول شوی دی.

د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په هرات کې د طالبانو د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد به یې له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا انتقال کړي او د برېښنا ظرفیت به لوړ کړي.
د طالبانو د ریاستالوزرا د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې د ټاپي، ټاپ، اوسپنې پټلۍ او برېښنا اړوندو پروژو په اړه خبرې شوې دي. ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د ټاپي پروژې پیل د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او د سعودي عربستان «دلتا انټرنېشنل» کمپنۍ هم په دې پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کمپنۍ د ګازو د اخیستلو، د ترکمنستان د ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د افغانستان له لارې د پایپلاین غځولو او د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه کول غواړي.
همداراز، عبدالغني برادر د ټاپ پروژې د لارې نقشې د وروستي کېدو لپاره د افغانستان بشپړ چمتووالی اعلان کړی او بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا د لیږد او د سیمهییز اتصال د نورو پروژو لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د ټاپي پروژې چارې د هرات تر مرکز پورې ورسېږي. هغه همداراز د تورغونډۍ–هرات د رېل پټلۍ په پروژه کې د پانګونې او عملي کار د پیل خبر هم ورکړی دی.

د ایران په مشهد ښار کې د طالبانو قونسل مولوي نورمحمد متوکل د خراسان رضوي له والي ډاکټر غلام حسین مظفري سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراخېدو، د ویزو د بهیر د اسانتیا او د افغان کډوالو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د طالبانو قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د هرات او خراسان رضوي د واليانو ترمنځ د پخوانیو تفاهماتو د عملي کېدو پر تعقیب ټینګار شوی او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د توازن رامنځته کول یوه مهمه اړتیا بلل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې همدارنګه د افغان اتباعو لپاره د ویزو د صادرېدو د اسانتیاوو، او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د بېلابېلو ستونزو د هواري موضوعات مطرح شوي دي.
دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

د افغان ښځو د همت غورځنګ د طالبانو د محاکمو جزايي اصولنامه غیرمشروع، له تبعیض ډکه او د بشري حقونو خلاف بللې ده.
دغه غورځنګ ویلي، دا سند د اسلامي عدالت، انساني کرامت، عادلانه محاکمې او نړیوالو بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې دا اصولنامه د ښځو، مذهبي لږکیو او غیرطالب وګړو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض رسمي کوي او د قانون پر وړاندې د برابرۍ اصل له منځه وړي.
د اعلامیې له مخې، په دغه سند کې سزاګانې د جرم پر ځای د جنسیت او ټولنیز موقف پر بنسټ ټاکل کېږي.
د همت غورځنګ د اسلامي عدالت له نظره هر ډول ظلم او تبعیض رد کړی او ویلي یې دي، چې اسلام د ټولو انسانانو پر کرامت او برابرۍ ټینګار کوي. دغه راز، غورځنګ دا اصولنامه د نړیوالو بشري حقونو له اسنادو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې او نړیوالو میثاقونو، ښکاره سرغړونه بللې ده.
یاد غورځنګ د تبعیضي موادو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو بنسټونو یې غوښتي، چې د افغانستان د ښځو پر وړاندې د روانې بېعدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.