دغو سازمانونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې، «بېاعتباره پاسپورټونه د استوګنې د حق، دندې د تمدید او حتا د ځینو اداري چارو بشپړولو مخه نیسي. دا چې تمه کېږي د پاسپورټ موضوع به د طالبانو له جوړښتونو حل شي، د اغېزمنو کسانو واقعیت[په رسمیت] نه پېژني».
جرمني هڅه کوي افغانستان ته د اخراج بهیر ګړندی کړي او داسې ښکاري چې طالبان له دې موقع استفاده کوي څو په اروپا کې په رسمیت وپېژندل شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت چارواکو په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته سفر وکړ چې د اخراج عملي چارې له طالبانو سره له نږدې وڅیړي. د وزارت په وینا، طالبانو په اصولي توګه د افغان تابعیت لرونکو د منلو هوکړه کړې.
د جنورۍ په منځ کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت په بونډسټاګ کې وویل چې د اخراج بهیر د ډسمبر په میاشت کې پیل شوی دی.
افغان کارپوه کونراد شټر وایي، دا یوه «ناپاکه معامله» ده، ځکه دا طالبان د کونسلګرۍ د مشروع استازو په توګه په غیر رسمي توګه پېژني. دا معامله طالبانو ته اجازه ورکوي چې په جرمني کې د میشتو افغانانو ټول معلومات ترلاسه کړي، سره له دې چې ډېر افغانان له دې رژیم څخه تښتېدلي وو، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د جرمني له پوځ سره یې مرسته کړې وه.
د دویچه ویله د رپوټ له مخې، په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن کې د کونسلګریو دفترونه اوس ځینې لا هم د پخواني حکومت د استازو له خوا اداره کېږي او نور د طالبانو له خوا نیول شوي.
د سفارت پخواني کارکوونکي اوس په جرمني کې د پناه غوښتنه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې نوي کارکوونکي په رسمي توګه منل شوي او دا پرېکړه د پخوانیو کارکوونکو له غوسې سره مخ شوې.
د بن کونسلګرۍ سرپرست کونسل حامد ننګیالي کبیري په اعتراضي ډول استعفا ورکړه او ویې ویل: «ما ورته وویل زه له ترهګرو سره کار نشم کولای، له همدې امله استعفا مې ورکړه. اوس کونسلګري په طالبانو پورې اړه لري. زه ویاړمن افغان یم، خو طالبان زموږ حکومت نه دی».
هغه چې اوس وزګار دی او افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له ځورونې سره مخ دی، په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې او لا هم د پرېکړې په انتظار دی.
د یار سازمان حقوقي مشاور جینیټ هوپینګ وايي، ډېری افغانان اوس کونسلګرۍ ته په ورتګ ویریږي.
د یار او نورو مدني ټولنو په وینا، د جرمني حکومت باید د افغانانو لپاره خوندي اداري لارې رامنځته کړي چې پاسپورټ او اسناد تمدید کړي.
تر ۲۰۲۱کال وروسته افغانانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د «خړ پاسپورټ» لپاره غوښتنلیک ورکړي، خو اوس دا اختیار بند شوی او دوی باید خپل اصلي افغان اسناد وړاندې کړي.
د افغانستان د شنکونکو پخوانی همکار توماس روتیګ وایي، جرمني په دې کار کې بېپروایي کړې او اړ نه و چې د کابل له خوا لېږل شوی هر چارواکی ومني.
کبیري د پوښتنې په ډول ویلي، چې ولې جرمني هغو خلکو ته پناه ورکړه چې له طالبانو را تښتېدلي، خو اوس هغوی بیرته طالبانو ته ورلیږي؟