• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا پر هند ګمرکي تعرفه له ۲۵ سلنې ۱۸ سلنې ته راټيټه کړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یې د سوداګرۍ او همداراز د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو خبرې کړې دي. ټرمپ ویلي، هند موافقه کړې، چې تر دې وروسته به د روسیې پر ځای له امریکا او احتمالاً له ونزوېلا نفت وپېري.

واشنګټن په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر روسیې د فشار راوړلو په ترڅ کې د روان کال په زمري میاشت کې له مسکو څخه د نوي ډیلي د نفتي موادو د نه‌پېرلو په موخه امریکا ته د هند پر صادراتي توکو تعرفه ۵۰ سلنه زیاته کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په خپله ټولنیزه پاڼه وویل، چې د هند له لومړي وزیر سره یې په ټلیفوني خبرو کې پر دې سلا کړې، چې هند به له روسیې د نفتي موادو پېرل ودروي او پر ځای به یې له امریکا او احتمالاً‎ له ونزوېلا د اړتیا وړ نفتي مواد وپېري.

ټرمپ ویلي: «دغه چاره به په اوکراین کې د جګړې له پای ته رسېدو چې له امله یې هره اوونۍ زرګونه کسان وژل کېږي مرسته وکړي».

نوموړي زیاته کړې: «موږ د امریکا او هند تر منځ د سوداګریزو چارو پر هوکړې هم موافقت وکړ او ورسره به امریکا ګمرکي تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راټيټه کړي او هغوی به هم د امریکا پر وړاندې تعرفې راکمې او همداراز غېر تعرفه‌يي خنډونه صفر ته راښکته کړي».

د ټرمپ په وینا، هند همداراز ژمنه کړې، چې د څه باندې ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت له امریکا انرژي، د ډبرو سکاره او همداراز د ټېکنالوژۍ او کرنې اړوند محصولات وپېري.

له دې سره سم، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه امریکا ته د هندي محصولاتو پر صادراتو ۱۸ سلنې ته د ګمرکي تعرفې له راټيټېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د دې په زړه پورې اعلان له امله د هند د ۱ اعشاریه ۴ میلیارده خلکو په استازیتوب له ولسمشر ټرمپ څخه ډېره مننه کوم. کله چې دوه لوی اقتصادي هېوادونه او د نړۍ تر ټولو سترې ولسواکۍ په ګډه کار کوي، دا زموږ د خلکو په ګټه تمامېږي او د متقابلې ګټې لپاره ستر فرصتونه رامنځته کوي».

مویي همداراز د نړۍوالې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ رول مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې هند هم د هغه په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې هند تر دې مخکې د خپلې اړتیا وړ نفتي مواد له روسیې او ایران څخه واردول، خو اوس به دغه مواد له امریکا او په ځانګړې توګه له ونزوېلا واردوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

هند له افغانستان سره د شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالرو مرسته کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د هند او طالبانو ادارې ترمنځ د اړیکو له تودېدو سره هم‌مهاله، هند په خپله نوې مالي بودیجه کې له افغانستان سره یو اعشاریه پنځه میلیارده هندي روپۍ چې شاوخوا ۱۶ نیم میلیونه امریکايي ډالره کېږي، د مرستې په توګه ځانګړې کړې دي.

د هند د حکومت د بودیجې سند ښيي، چې دې هېواد د تېر کال پرتله له افغانستان سره خپلې بشري مرستې لږ څه زیاتې کړې دي، خو دا اندازه د هغو مرستو پرتله ډېره کمه ده چې هند پخوا د افغانستان له پخواني حکومت سره کولې.

د ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال، هند افغانستان ته شاوخوا ۱۰۰ کروړه هندي روپۍ چې نږدې ۱۱ میلیونه ډالره کېږي، مرسته کړې وه. د هند تر ټولو زیاتې مرستې د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ته ځانګړې شوې دي، لکه بوتان او سرېلانکا چې له هند سره نږدې او ښې اړیکې لري. د بودیجې په سند کې لیدل کېږي، چې هند خپلو مرستو ته په یو شمېر دغو هېوادونو کې زیاتوالی ورکړی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د هند د مرستو زیاتوالی له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو له تودېدو سره نږدې تړاو لري. هند نه یوازې په کابل کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلې دي، بلکې په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزیران هم مېلمانه کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د هند تود هرکلی د دې ښکارندويي کوي، چې هند غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي. دې اړیکو اسلام‌اباد اندېښمن کړی او پاکستان پرله‌پسې هند او طالبان تورنوي، چې د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو او بریدونو ملاتړ کوي.

د هند د بودیجې په سند کې دا نه دي روښانه شوي چې دا پیسې به په کومو برخو او یا کومو پروژو کې ولګول شي. تر دې وړاندې هند د طالبانو ادارې ته د درملو او خوراکي توکو مرستې هم استولې وې.

د ځانګړو شویو محدودو مالي سرچینو له‌مخې، داسې ښکاري چې د طالبانو د خوښې خلاف، هند به د طالبانو د ادارې په بنسټیزو او زېربنایي پروژو کې برخه وانخلي او خپلې مرستې به یوازې پر بېړنیو او بشري مرستو محدودې وساتي.

سره له دې چې د هند مرستې د طالبانو ادارې ته زیاتې شوې دي، خو د پخواني افغان حکومت د مرستو پرتله ډېرې کمې دي.

هند د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ټولییزه توګه له افغانستان سره له درې میلیارده ډالرو زیاتې مرستې کړې وې. د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته دا مرستې ودرېدې، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا پیل شوې.

په افغانستان کې د هند له سترو پروژو څخه د سلما بند جوړول، د افغانستان د ملي شورا ودانۍ او د زرنج–ډیلارام لویه لار یادولی شو، چې شاوخوا ۲۱۵کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان لوېدیځ یې د ایران له چابهار بندر سره نښلولی.

د ایران او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دوشنبې په ماښام د اردن د بهرنیو چارو له وزیر اېمن الصفدي سره په ټلیفوني اړیکه کې د سیمې د وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه د نظر تبادله کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټلیفوني خبرو کې د اسلامي جمهوریت هغه دریځونه تشریح کړي، چې له‌مخې یې ایران د ولس د حقونو او ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له ډیپلوماسۍ څخه کار اخلي او همدارنګه د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوي. نوموړي اردني لوري ته په دې برخه کې د روانو ډیپلوماتیکو هڅو او سلا مشورو د وروستي وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل.

په مقابل کې، د اردن د بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر ثبات او امنیت د هر ډول ترینګلتیا د زیاتېدو د منفي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د سیمې ثبات لپاره ډیپلوماسي د ستونزو د هواري یوازینۍ او ښه لاره ده. هغه زیاته کړه، چې اردن د هر هغه ډیپلوماتیک بهیر او نوښت ملاتړ کوي، چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د سیمې د ثبات پیاوړتیا وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ له څو اوونیو راهیسې پر ایران د برید ګواښونه کړي او د تازه راپورونو له‌مخې، ښايي د تهران او واشنګټن استازي په نږدې ورځو کې استانبول کې سره وګوري او د مسایلو پر حل بحثونه وکړي.

د ټرمپ ځانګړی استازی د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۰

د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول کې سره ګوري. یو امریکایي چارواکي ویلي، « ټرمپ غواړي دواړې خواوې موافقه وکړي. دا لیدنه د دې لپاره ده چې واوري هغوی څه وایي».

د رویترز راپور له مخې، د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډیپلوماسۍ د بیا فعالېدو نښې لیدل کېږي او ښايي د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي په نږدې ورځو کې په ترکیه کې سره وګوري.

بل خوا امریکا د ایران شاوخوا خپل پوځي حضور زیات کړی او له تهران څخه یې غوښتي چې د یورانیمو بډاینه ودروي، د بالستیک توغندیو پروګرام محدود کړي او له سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو خپل ملاتړ پای ته ورسوي. خو ایران دا شرطونه د خپل ملي حاکمیت پر ضد بولي.

تهران ټینګار کوي چې خبرې باید له شرطونو پرته وشي او د نړیوالو بندیزونو لرې کېدل د هر ډول هوکړې اساسي شرط ګڼي.

د پاکستان دفاع وزیر په بلوچستان کې د «لوی شمېر» پوځیانو د ځای پرځای کولو وړاندیز کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د بلوچستان پراخ جغرافیا‌یي جوړښت، ناسم امنیتي وضعیت او وروستیو بریدونو ته په کتو، هلته د لوی شمېر پوځیانو ځای پر ځای کول اړین دي. هغه وویل چې په بلوچستان کې د قومي مشرانو، بیوروکراسۍ او بېلتون‌پالو خوځښتونو ترمنځ اړیکې موجودې دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د سلواغې پر ۱۱مه په بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې همغږي بریدونه وکړل.

خواجه اصف وویل چې بلوچستان د پاکستان له ۴۰ سلنه زیات جغرافیايي مساحت لري او د دومره پراخې سیمې کنټرول د ګڼ مېشتو ښارونو په پرتله ډېر ستونزمن دی.

هغه زیاته کړه چې پوځ په سیمه کې په فعاله توګه عملیات کوي، خو د دومره لویې ساحې ساتنه او ګزمه د ځواکونو پر وړتیا فشار راولي.

د پاکستان دفاع وزیر د قاچاق پر ضد حکومتي اقداماتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د همدې سختو ګامونو له امله د چمن پر کرښه پراخ احتجاجونه وشول. هغه ادعا وکړه چې دا احتجاجونه تر ډېره د سوداګریزو ګټو لپاره وو، نه د سیاسي یا قومي غوښتنو له امله.

خواجه اصف تور ولګاوه چې ځینې جنایي ډلې د ناقانونه بلوڅ ازادۍ پوځ تر نامه لاندې فعالیت کوي او د قاچاق کوونکو مرسته کوي. هغه وویل چې په بلوچستان کې د قومي مشرانو، بیوروکراسۍ او بېلتون‌پالو خوځښتونو ترمنځ اړیکې موجودې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دولت به هېڅکله تاوتریخوالی د ازادۍ د مبارزې په نوم ونه مني او له هغو ډلو سره خبرې نه کوي چې وسله‌وال بریدونه کوي. نوموړي وویل چې دولت به د وسله وال تاوتریخوالي ځواب په همغه ځواک ورکړي.

په ورته وخت کې، د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې د استخباراتي ناکامیو پوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید معلومه شي چې وسله‌والو څنګه په دومره پراخو سیمو کې بریدونه وکړل. هغه وویل چې دی د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي، خو حساب ورکول اړین دي.

بلوڅ ازادۍ پوځ د خپلې څلورمې ځانمرګې بریدګرې نوم اعلان کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د بلوڅ ازادۍ پوځ د وروستیو ځانمرګو عملیاتو څلورمه غړې هم یوه ۶۰ کلنه ښځه اعلان کړې ده. بي اېل اې په یوه اعلامیه کې ویلي چې حاتم‌ناز سملاني، چې تشکیلاتي نوم یې «ګل‌بي‌بي» و، د بلوچستان د بولان ولسوالۍ د غربوک کلي اوسېدونکې وه.

د اعلامیې له مخې، نوموړې په ۲۰۱۵ کال کې د بلوڅ ازادۍ پوځ سره یوځای شوې وه او په ۲۰۱۶ کال کې د دې ډلې د جګپوړي قوماندان استاد اسلم پر ضد د عملیاتو پر مهال ټپي شوې وه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې حاتم‌ناز سملاني تر ټپي کېدو وروسته پاکستاني ځواکونو ونیوله او څلور میاشتې په جبري توګه نادرکه وه. دغه ډله زیاتوي چې نوموړې د ۲۰۲۳ کال په جنوري میاشت کې د ځانمرګو عملیاتو د ترسره کولو پرېکړه کړې وه.

تر اوسه پورې د پاکستاني چارواکو له خوا د دې اعلامیې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د بلوڅ ازادۍ پوځ د شنبې په ورځ هممهاله د بلوچستان پر کوټه، سیبۍ، نوشکي او نورو سیمو پراخ بریدونه وکړل.

لومړی برید ځانمرګی برید و، چې د بلوچستان په نوشکي کې د پاکستان د ای‌اېس‌ای پر مرکز وشو. په نوشکي کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز د موټر بم په وسیله ځانمرګې بریدګره «اصفه مینګل» نومېده او د نوشکي د قاضي‌اباد اوسېدونکې وه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، اصفه مینګل د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر پر دویمه په نوشکي سیمه کې زېږېدلې وه او په ۲۱ کلنۍ کې (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲مه) د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ له مجید کنډک سره یو ځای شوه.

بلوڅ بیلتونپالو له ۲۰۱۱ کال راهیسې ځانمرګو بریدونو ته مخه کړې، چې ډېری چینايي اهداف او د پاکستان امنیتي ځواکونه او ادارې په نښه کوي.

د۲۰۲۲ کال په اپریل کې هم شري بلوچ د کراچۍ پوهنتون پر کنفوسیوس چینايي انسټیټیوټ ځانمرګی وکړ چې دا د بلوڅ ډلو په عملیاتي تګلارو کې د بدلون نښه ګڼل کېده.

تر دې وړاندې د همدغه کال د مارچ په میاشت کې د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ولسوالیو کې د نیمه پوځي فرنټیر کور (FC) پر کمپونو نږدې هممهاله د وسلو او ځانمرګو ګډ بریدونه شوي وو. د دغو بریدونو مسوولیت مجید کنډک منلی و.

مجید بریګېډ ډله د دوو وروڼو، مجید لانګووه مشر او مجید لانګووه کشر، په نوم نومول شوې ده.

دغو وروڼو په ترتیب د ۱۹۷۴ کال د اګست او د ۲۰۱۰ کال د مارچ په میاشت کې ځانمرګي عملیات کړي وو.

مجید مشر هڅه کړې وه چې د هغه مهال د پاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د کوټې د رسمي سفر پر مهال ووژني، ځکه بوټو په بلوچستان کې د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت لغوه کړی و، خو دی خپله په عملیاتو کې ووژل شو.

کشر مجید هغه مهال ووژل شو، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو په کوټه کې د وحدت کالونۍ پر هغه کور چاپه ووهله چې دی او ملګري یې پکې اوسېدل. هغه امنیتي ځواکونه بوخت کړل، څو نور ملګري یې وتښتي.

د مجید کشر تر وژل کېدو وروسته، دبي اېل اې پخواني مشر اسلم اچو د دې ډلې ځانمرګې څانګه جوړه کړه او نوم یې پرې «مجید بریګېډ» کېښود. دې ډلې خپل لومړی موټر بم ځانمرګی برید د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې ترسره کړ. وروسته له دې، د مالي سرچینو او نویو کسانو د نشتوالي له امله مجید بریګېډ غیرفعاله شو، او اووه کاله وروسته یې دوهم ځانمرګی برید وکړ.

دا برید د ۲۰۱۸ کال په اګست کې په دالبندین کې پر هغه بس وشو چې چینايي انجنیران یې لېږدول.

دغه برید د اسلم اچو ۲۲ کلن زوی، ریحان اسلم بلوچ کړی و.

د ځانمرګو بریدونو نوی تاکتیک د بلوچانو په وسله واله جګړه کې نوی ګڼل کیږي او یو شمېر شنونکي یې د افغانستان او پاکستان د طالبانو له جګړه ییزو تکتیکونو څخه په تقلید ګڼي.