• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان دفاع وزیر په بلوچستان کې د «لوی شمېر» پوځیانو د ځای پرځای کولو وړاندیز کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د بلوچستان پراخ جغرافیا‌یي جوړښت، ناسم امنیتي وضعیت او وروستیو بریدونو ته په کتو، هلته د لوی شمېر پوځیانو ځای پر ځای کول اړین دي. هغه وویل چې په بلوچستان کې د قومي مشرانو، بیوروکراسۍ او بېلتون‌پالو خوځښتونو ترمنځ اړیکې موجودې دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د سلواغې پر ۱۱مه په بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې همغږي بریدونه وکړل.

خواجه اصف وویل چې بلوچستان د پاکستان له ۴۰ سلنه زیات جغرافیايي مساحت لري او د دومره پراخې سیمې کنټرول د ګڼ مېشتو ښارونو په پرتله ډېر ستونزمن دی.

هغه زیاته کړه چې پوځ په سیمه کې په فعاله توګه عملیات کوي، خو د دومره لویې ساحې ساتنه او ګزمه د ځواکونو پر وړتیا فشار راولي.

د پاکستان دفاع وزیر د قاچاق پر ضد حکومتي اقداماتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د همدې سختو ګامونو له امله د چمن پر کرښه پراخ احتجاجونه وشول. هغه ادعا وکړه چې دا احتجاجونه تر ډېره د سوداګریزو ګټو لپاره وو، نه د سیاسي یا قومي غوښتنو له امله.

خواجه اصف تور ولګاوه چې ځینې جنایي ډلې د ناقانونه بلوڅ ازادۍ پوځ تر نامه لاندې فعالیت کوي او د قاچاق کوونکو مرسته کوي. هغه وویل چې په بلوچستان کې د قومي مشرانو، بیوروکراسۍ او بېلتون‌پالو خوځښتونو ترمنځ اړیکې موجودې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دولت به هېڅکله تاوتریخوالی د ازادۍ د مبارزې په نوم ونه مني او له هغو ډلو سره خبرې نه کوي چې وسله‌وال بریدونه کوي. نوموړي وویل چې دولت به د وسله وال تاوتریخوالي ځواب په همغه ځواک ورکړي.

په ورته وخت کې، د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې د استخباراتي ناکامیو پوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید معلومه شي چې وسله‌والو څنګه په دومره پراخو سیمو کې بریدونه وکړل. هغه وویل چې دی د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي، خو حساب ورکول اړین دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان وروستي بریدونه؛ د بېلتونپالو جګړه ییز نظم او پاکستان ته ورپېښ ګواښونه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

په بلوچستان کې وروستۍ وسله والې حملې د سیمې د اوږدمهاله شخړې د نوي او پېچلي پړاو څرګندونه کوي. دغه بریدونه په لسګونو ښارونو کې په یو وخت ترسره شول، چې هم د تاوتریخوالي د شدت، هم د بېلتونپالو ډلو د وړتیا او هم د سیمه‌ییزو امنیتي جوړښتونو د کمزورتیا یو مهم پیغام لري.

په دې پراخو حملو کې چې د بلوچستان په شاوخوا دوولسو ښارونو ( ګوادر، کوېټه، پنجګور، دالبندین او ...) کې ترسره شوې، څو مهم پیغامونه نغښتي دي.

لومړی دا چې بېلتونپالې ډلې لا هم د منظمو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي د پراخې جغرافیاييي همغږۍ سره یوځای بریدونه وکړي او دا ښکاره کوي چې د وسله‌والو شبکې کمزورې شوې نه دي بلکې لا غښتلې شوې او هم کلکه لوژستیکي او ارتباطي وړتیا لري.

دویم، د بریدونو په ویډیوګانو کې د ښارونو په ځینو برخو کې د وسله والو ازاده تګ راتګ دا پیغام ورکوي چې په ځینو ځایونو کې د پاکستان واکمني په لنډ وخت کې ټکنۍ شوې وه؛ دا هغه څه دي چې د هرې وسله‌والې ډلې لپاره داخلي تبلیغاتي ځواک لوړوي.

دغه بریدونه له څو لسیزو شخړو وروسته یو ځل بیا دا ښيي چې د بلوچستان د شخړې اصلي ستونزې — لکه اقتصادي محرومیت، کمزوری سیمه‌ییز ګډون او د سرچینو پر وېش اختلافات — لا هم پاتې دي او د تاوتریخوالي د بیا راژوندي کېدو سبب کېږي.

د بېلابېلو راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې درې ډوله تلفات ثبت شوي دي: ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي، ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي، تر ۱۴۵ پورې وسله‌وال وژل شوي.

دا هغه شمېرې دي چې د حکومت د چارواکو او رسنیو له لوري خپرې شوې دي. د ځینو سرچینو په وینا، ټولیزه مرګ‌ژوبله نږدې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي، چې په وروستیو کلونو کې د بلوچستان د شخړې تر ټولو خونړۍ پېښې بلل کېږي.

دا بریدونه ولې دومره منظم وو؟

د بلوچستان د شخړې په تاریخ کې وروستي بریدونه تر ټولو منظم او د همغږۍ له مخې بشپړ همغږي بریدونه وو، چې د بریدونو د منظم والي څو بنسټیز عوامل دي:

په لسو ښارونو کې د یوه وخت بریدونه د وسله والو د لوژستیکي او ستراتیژیکې همغږۍ ښکاره نښه ده. همدې همغږۍ د امنیتي ځواکونو لپاره د چټک او دقیق غبرګون ستونزمن کړی و.

په بریدونو کې ښځینه ځانمرګې هم شاملې وې، چې دا د ډلو د نوې جګړې تکتیکونو نښه ده.

لومړی برید ځانمرګی برید د بلوچستان په نوشکي کې د پاکستان د ای‌اېس‌ای پر مرکز وشو. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، دغه بریدګره «ښځه» وه.

سرچینې افغانستان انترنشنل ته وايي، په نوشکي کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز د موټر بم په وسیله ځانمرګې بریدګره «اصفه مینګل» نومېده او د نوشکي د قاضي‌اباد اوسېدونکې وه. همداراز په دغو بریدونو کې یوې بلې ۶۰ کلنې مېرمنې هم ځانمرګی برید کړی دی.

داسې بدلونونه معمولاً د یوې ډلې دنني مورال ته پیاوړتیا ورکوي او حملو ته سمبولیک وزن زیاتوي.

همدا راز وسله‌والو د کوېټې په ګډون د ځینو ښارونو د حملو ویډیوګانې خپرې کړې چې په خلاص میدان کې یې د هغوی حضور ښکاراوه. دا د یوې ډلې د اعتماد لوړتیا، د جګړې د پلان دقیقیت، او د پروپاګند ظرفیت څرګندوي.

د جګړې څو ساعته اوږدیدل، په‌ځانګړي ډول د کوېټې په څېر ښارونو کې د دې ښکارندويي کوي چې وسله والو د اوږدې مقابلې لپاره تیاري درلوده. دا اوږدې نښتې د مورال د لوړوالي یو مهم فکتور دي.

100%

دا وضعیت د څه ښکارندویي کوي؟

د دا ډول منظمو بریدونو یوه نښه دا ده چې د بلوچانو بریدونه یوازې پراخ شوي نه دي، بلکې د پراخې همغږۍ او نوي تکتیکي پرمختګونو له امله لا پېچلي شوي دي. دا د بلوچستان د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ نښه ده.

که څه هم دولت وروسته د پراخو عملیاتو ادعا وکړه، خو لومړنۍ غافلګیري د دې ښکارندویي کوي چې وسله‌والې ډلې لا هم د مهمو سیمو د ګډوډولو توان لري.

د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو شکایتونو لا حل پاتې کېدل د دې سبب شوي چې د بلوچانو او پاکستان شخړه نه یوازې دا چې پای ته رسېدلې، بلکې وخت ناوخت نوی او خطرناک رنګ اخلي.

د پاکستان حکومت ته یې کوم زیان دی؟

په دوولسو ښارونو کې د یو وخت بریدونه هغه تصویر زیانمنوي چې حکومت یې په امنیتي کنټرول کې وړاندې کوي. دا د داخلي او نړۍوال اعتماد لپاره مهم دی.

بل خوا په ګوادر کې بریدونه او ګډوډي د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو لپاره امنیتي اندېښنې زیاتوي. دا هغه سیمه ده چې پاکستان یې د ستراتیژیکو اقتصادي پروژو د زړه په توګه ګڼي.

همدا راز کله چې نړۍوالې رسنۍ د ۴۰ ساعته جګړې، ۱۴۵ وژل شویو وسله‌والو، نظامي او لسګونو ملکي تلفاتو راپور ورکوي، دا د پاکستان د داخلي ثبات په اړه پوښتنې راپورته کوي.

ځینې کورني سیاسي جریانونه دا پېښې د امنیتي کمزورۍ نښه بولي او پر حکومت نیوکې کوي چې باید د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره بېړنی او موثر سیاسي چوکاټ جوړ کړي.

که په لنډه ووایو، د بلوچستان وروستۍ خونړۍ پېښې د یوې اوږدمهاله، عمیقې او څو بعدي شخړې څرګنده نښه ده. دا پېښې نه یوازې د تاوتریخوالي د نوي پړاو خبر ورکوي، بلکې د دولت د امنیتي ظرفیت پر ارزښت، د سیمې د ټولنیزو ستونزو پر دوام او د سیمې د اقتصادي پروژو پر راتلونکي هم مستقیم اغېز لري.

که څه هم پاکستان پراخ عملیات ترسره کړل، خو بریدونو دا روښانه کړه چې د بلوچستان شخړه یوازې د پوځي اقدام له لارې نه حل کېږي، بلکې د هغې اصلي سرچینې لکه اقتصادي محرومیت، سیاسي بې‌واکي او ټولنیز نابرابري، باید په بنسټیزه او دوامداره توګه حل شي.

بلوڅ ازادۍ پوځ د خپلې څلورمې ځانمرګې بریدګرې نوم اعلان کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د بلوڅ ازادۍ پوځ د وروستیو ځانمرګو عملیاتو څلورمه غړې هم یوه ۶۰ کلنه ښځه اعلان کړې ده. بي اېل اې په یوه اعلامیه کې ویلي چې حاتم‌ناز سملاني، چې تشکیلاتي نوم یې «ګل‌بي‌بي» و، د بلوچستان د بولان ولسوالۍ د غربوک کلي اوسېدونکې وه.

د اعلامیې له مخې، نوموړې په ۲۰۱۵ کال کې د بلوڅ ازادۍ پوځ سره یوځای شوې وه او په ۲۰۱۶ کال کې د دې ډلې د جګپوړي قوماندان استاد اسلم پر ضد د عملیاتو پر مهال ټپي شوې وه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې حاتم‌ناز سملاني تر ټپي کېدو وروسته پاکستاني ځواکونو ونیوله او څلور میاشتې په جبري توګه نادرکه وه. دغه ډله زیاتوي چې نوموړې د ۲۰۲۳ کال په جنوري میاشت کې د ځانمرګو عملیاتو د ترسره کولو پرېکړه کړې وه.

تر اوسه پورې د پاکستاني چارواکو له خوا د دې اعلامیې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د بلوڅ ازادۍ پوځ د شنبې په ورځ هممهاله د بلوچستان پر کوټه، سیبۍ، نوشکي او نورو سیمو پراخ بریدونه وکړل.

لومړی برید ځانمرګی برید و، چې د بلوچستان په نوشکي کې د پاکستان د ای‌اېس‌ای پر مرکز وشو. په نوشکي کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز د موټر بم په وسیله ځانمرګې بریدګره «اصفه مینګل» نومېده او د نوشکي د قاضي‌اباد اوسېدونکې وه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، اصفه مینګل د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر پر دویمه په نوشکي سیمه کې زېږېدلې وه او په ۲۱ کلنۍ کې (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲مه) د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ له مجید کنډک سره یو ځای شوه.

بلوڅ بیلتونپالو له ۲۰۱۱ کال راهیسې ځانمرګو بریدونو ته مخه کړې، چې ډېری چینايي اهداف او د پاکستان امنیتي ځواکونه او ادارې په نښه کوي.

د۲۰۲۲ کال په اپریل کې هم شري بلوچ د کراچۍ پوهنتون پر کنفوسیوس چینايي انسټیټیوټ ځانمرګی وکړ چې دا د بلوڅ ډلو په عملیاتي تګلارو کې د بدلون نښه ګڼل کېده.

تر دې وړاندې د همدغه کال د مارچ په میاشت کې د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ولسوالیو کې د نیمه پوځي فرنټیر کور (FC) پر کمپونو نږدې هممهاله د وسلو او ځانمرګو ګډ بریدونه شوي وو. د دغو بریدونو مسوولیت مجید کنډک منلی و.

مجید بریګېډ ډله د دوو وروڼو، مجید لانګووه مشر او مجید لانګووه کشر، په نوم نومول شوې ده.

دغو وروڼو په ترتیب د ۱۹۷۴ کال د اګست او د ۲۰۱۰ کال د مارچ په میاشت کې ځانمرګي عملیات کړي وو.

مجید مشر هڅه کړې وه چې د هغه مهال د پاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د کوټې د رسمي سفر پر مهال ووژني، ځکه بوټو په بلوچستان کې د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت لغوه کړی و، خو دی خپله په عملیاتو کې ووژل شو.

کشر مجید هغه مهال ووژل شو، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو په کوټه کې د وحدت کالونۍ پر هغه کور چاپه ووهله چې دی او ملګري یې پکې اوسېدل. هغه امنیتي ځواکونه بوخت کړل، څو نور ملګري یې وتښتي.

د مجید کشر تر وژل کېدو وروسته، دبي اېل اې پخواني مشر اسلم اچو د دې ډلې ځانمرګې څانګه جوړه کړه او نوم یې پرې «مجید بریګېډ» کېښود. دې ډلې خپل لومړی موټر بم ځانمرګی برید د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې ترسره کړ. وروسته له دې، د مالي سرچینو او نویو کسانو د نشتوالي له امله مجید بریګېډ غیرفعاله شو، او اووه کاله وروسته یې دوهم ځانمرګی برید وکړ.

دا برید د ۲۰۱۸ کال په اګست کې په دالبندین کې پر هغه بس وشو چې چینايي انجنیران یې لېږدول.

دغه برید د اسلم اچو ۲۲ کلن زوی، ریحان اسلم بلوچ کړی و.

د ځانمرګو بریدونو نوی تاکتیک د بلوچانو په وسله واله جګړه کې نوی ګڼل کیږي او یو شمېر شنونکي یې د افغانستان او پاکستان د طالبانو له جګړه ییزو تکتیکونو څخه په تقلید ګڼي.

په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د سرحدونو چارو له وزیر سره د ګډې پولې پر تثبیت غږېدلی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت وایي چې سفیر علي رضا بېکدلي د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران د ګډ سرحد د تثبیت، او همدارنګه د سرحدي نښو او علایمو د نویو کولو پر موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې بېکدلي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي له افغانستان سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

هغه د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوسازۍ په اړه وویل، «ایران چمتو دی چې له افغانستان سره په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او دغه بهیر لا چټک کړي.»

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د دې ډلې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري هم د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نویو کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې د دې بهیر د چټکتیا او شته ستونزو د حل لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د نوموړي په وینا، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي علایمو د نوسازۍ بهیر په رسمي ډول پيل شي.

وسله والو د پاکستان په بلوچستان کې پر حکومتي تاسیساتو برید کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې وسله والو په واشک ولسوالۍ کې "پر دولتي تاسیساتو" برید کړی دی. چارواکو وویل، چې بریدګرو څو ودانۍ وسوځولې او ځینې دولتي موټر یې تښتولي دي.

د راپورونو له مخې په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ سخته جګړه لا هم روانه ده.

دا سیمه د ایران او پاکستان پولې ته نږدې موقعیت لري.

پاکستاني چارواکو د بریدونو مسوولیت د بلوچستان د ازادۍ پر پوځ اچولی دی.

چارواکو وویل، چې د دې ډلې وسله والو د واشیک د مرستیال کمشنر په کور هم برید وکړ او شاوخوا ۱۵ بریدګر د دروازې له ماتولو وروسته کور ته ننوتل.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت په څو ښارونو کې پر یو وخت چاودنې او بریدونه پیل کړل، چې زیاته مرګ ژوبله یې واړوله.

د دې ډلې جنګیالیو د شنبې په سهار د بلوچستان تر لسو زیاتو ولسوالیو کې په وسلو او چاودیدونکو توکو سره همغږي بریدونه وکړل.

د بریدونو هدف د پاکستان پوځي تاسیسات وو.

دې ډلې د خپلو جنګیالیو د برید ویډیوګانې خپرې کړې، چې په امریکایي وسلو سمبال ول.

پاکستان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په وروستیو نښتو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ ۱۴۵ جنګیالي وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د بشري حقونو دوه نیول شوي مدافعان سملاسي خوشې کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د بښنې نړېوال سازمان د یوې بېړنۍ اعلامیې په خپرولو سره له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو مدافعان «ایمان مزاري او هادي علي چټه» دې سملاسي او له قید و شرط پرته خوشې کړي.

د دغه بنسټ په وینا، یادو دواړو وکیلانو ته د هغو د ټولنیزو شبکو د پوسټونو له امله، چې «د دولت ضد» بلل شوي، لس ـ لس کاله د بند سزا اورول شوې ده.

ایمان مزاري او هادي علي چټه د روان کال د جنورۍ په ۲۳مه نیول شوي او تر اوسه ورته د خپلو کورنیو او قانوني وکیلانو سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړېوال سازمان وایي، دا دواړه وکیلان یوازې د بشري حقونو د دفاع له امله مجازات شوي، نیونه او محکومیت یې د بیان ازادۍ او عادلانه محاکمې له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د ایمان مزاري او هادي علي چټه پر وړاندې لګېدلې سزاوې باید لغوه شي او پر هغوی لګول شوي تورونه باید بې‌اساس وبلل شي.

د بښنې نړېوال په وینا، د بشري حقونو مدافعین باید د خپل مسلکي کار له امله ونه ځورول شي او نه هم زنداني کړل شي.

تر اوسه د پاکستان حکومت یا اړوندو عدلي ادارو د بښنې نړېوال سازمان د دې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.