• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وژل شویو کسانو کورنۍ: طالبانو په کندز کې لاهم زموږ د وژل شویو کسانو قاتلان نه دي نیولي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۳ GMT+۰

په کندز کې د وژل شویو درې کسانو د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندز نظامي محکمې ته پر عریضې سربېره، درې ورځې تېرې شوې، خو لاهم هغه طالبان نه دي نیول شوي، چې د دوی د کورنۍ درې غړي یې په لېزري وسلې وژلي دي. د طالبانو مسوولینو د کندز نظامي محکمې عریضې بابیزه بللې.

د وژل شويو کسانو کورنۍ نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه وویل، چې د کندز د طالبانو نظامي محکمې ته یې عریضه کړې ده او دې محکمې د طالبانو قضايي ادارو ته لیکلي، چې ددې پيښې پلټنه وکړي.

100%

په عریضه کې لیکل شوي، پېښه د طالبانو د غړو له خوا شوې ده او دوی د طالبانو په نظامي موټر کې راغلي او پر ملکي خلکو یې ډزې کړې دي.

د سلواغې پر ۱۲مه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په دشت ابدان کې د طالبانو وسله والو درې تنه ملکیان په ډزو وژلي دي. د وژل شویو کسانو کورنۍ ویلي و، په دشت ابدان کې د څړځای پر سر جنجال روان و، چې د طالبانو غړو پکې مداخله وکړه او درې تنه یې ووژل.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکو له افغانستان انټرنشنل سره د پيښې انځورونه او ویډیوګانې هم شریک کړي ول.

په دې پیښه کې د یوې کورنۍ دوه وروڼه عبدالولي، محمد ولي او یو د تره زوی بای خان د طالبانو د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

دغه کورنۍ وايي، چې په حقوقي موضوع کې د طالبانو وسله والو مداخله کړې او له واک او وسلې څخه په ناوړه ګټې اخیستې یې د دوی د کورنۍ غړي وژلي دي.

100%

دوی د طالبانو مشر ملاهبت الله څخه غوښتي ول، چې د پيښې څیړلو لپاره یو بې پرې پلاوی وټاکي.

د وژل شویو کسانو یو ورور افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دوی نه غوښتل جسدونه خاورو ته وسپاري او د اعتراض په ډول یې جسدونه د کندز ولایت مقام مخې ته وړل خو طالبانو د دوی مخه نیولې ده.

دوی زیاتوي:« اووه کاله یې زموږ مېنه وخوړله اوس موږ ورته راغلو خو دوی د طالبانو په زور باندې د محاکمو خبره نه منله او ورورڼه یې راته ووژل.»

طالبانو تر اوسه ددې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

په هغو ویډیوګانو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې دي، یوه ډله کسان د درې تنو وژل شویو جسدونو ته فریاد او ژړا کوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا د پولیسو یو مشر د طالبانو ددفاع وزیر ملا یعقوب د انځور له امله ګوښه شوی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ د پولیسو یو مشر عبدالعلي له دې امله له دندې لرې شوی، چې پر خپل واټساپ یې د طالبانو ددفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد انځور لګولی و. نوموړي دغه راز په ودونو کې پر موسیقۍ او بازار ته د ښځو پر تګ هم نیوکې کړې وې.

د خیبر پښتونخوا چارواکو په صوابۍ کې یو پولیس افسر د پاروونکو څرګندونو او پر خپل واټساپ د طالبانو ددفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د انځور لګولو، یا پروفایل کولو له امله له دندې لرې کړی دی.

د ولسوالۍ د پولیسو افسر (SHO) عبدالعلي په یو شمېر هغو ویډیوګانو کې چې خپرې شوې، ویلي و چې په ودونو کې به موسیقي منع وي او ښځې باید یوازې بازار ته لاړې نه شي او محرم ورسره وي.

100%

د صوابۍ د ولسوالۍ پولیس افسر (DPO) عبدالعلي ته امر کړی و چې د ملا یعقوب انځور د خپل واټساپ له پروفایل نه لرې کړي، خو نوموړي د دغه امر له منلو ډډه کړې ده. سرچینې وايي، چې له دې وروسته نوموړی له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.

پولیسو ویلي چې دا اقدام د ضابطو او قوانینو له مخې شوی دی.

د خیبر پښتونخوا والي فيصل کریم کنډي هم د عبدالعلي څرګندونې غندلې دي او د ایالت د اصولو خلاف یې بللې دي.

امنیت شورا د طالبانو پر ضد د ۱۹۸۸ بندیزونو د څارنې ماموریت د غځولو پرېکړه کوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۷ GMT+۰

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نږدې ورځو کې د طالبانو پر ضد د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې د څارنې ټیم د ماموریت د تمدید په اړه رایه ورکړي. د یاد ټیم اوسنی ماموریت د سلواغې پر ۲۸مه پای ته رسېږي او که وغځول شي، طالبان به لا هم د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې پاتې وي.

د ۱۹۸۸ بندیزونو رژیم د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر بندیزونه او د وسلو محدودیتونه رانغاړي، چې د طالبانو پر اړوندو کسانو او ادارو عملي کېږي.

دغه بندیزونه پر هغو اشخاصو لګېږي چې په تاوتریخوالي، وسلو برابرولو، د جنګیالیو جذب او یا د سولې او ثبات ضد فعالیتونو کې لاس لري.

کارپوهان وایي، له ۱۴۰۰ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له بشري مرستو پرته په بندیزونو کې کوم اساسي بدلون نه دی راغلی.

همدارنګه متحده ایالاتو سږکال د طالبانو د چارواکو لپاره د سفر د معافیت ډېری غوښتنې رد کړې دي.

واشنګټن ویلي، د معافیت هره غوښتنه به جلا او په جدي ډول وڅيړي. امریکا طالبان تورن کړي چې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي کاروي او د ترهګرۍ ضد ژمنو ته ژمن نه دي پاتې شوي.

له همدې امله، ځینو هېوادونو د معافیت غوښتنو پر ځای د سفرونو په اړه د بندیزونو کمېټې ته رسمي خبر ورکړی دی.

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټه د امنیت شورا تر چتر لاندې فعالیت کوي او د بندیزونو د پلي کېدو څارنه کوي. دغه کمېټه د بندیزونو نوملړ جوړوي، د معافیت غوښتنو په اړه پرېکړې کوي او امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي.

شنونکي باور لري چې د پاکستاني طالبانو له تحریک (TTP)، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره د طالبانو د اړیکو دوام، د ښځو او نجونو پر زده کړو محدودیتونه او د ټولشموله حکومت نه جوړېدل هغه مهم عوامل دي چې ښايي د بندیزونو د تمدید لامل شي.

که امنیت شورا د بندیزونو نوی تمدید تصویب کړي، طالبان به په نړیواله کچه د سیاسي او اقتصادي فشارونو تر سیوري لاندې پاتې شي.

د حزب وحدت ګوند شاوخوا ۵۰ مسوولانو او غړو ډله ییزه استعفا کړې ده

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند د لویدیځ زون مسوولانو په یوه رسمي اعلامیه کې په ډله ییز ډول استعفا کړې او اعلان یې کړی چې په یوه نوي سیاسي جریان کې به را څرګند شي. استعفا کوونکو ویلي، چې ګوند د زون ارزښتناکو ظرفیتونو ته پام نه کوي.

د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند د لویدیز زون مسوولانود سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۴مه په یوه رسمي اعلامیه کې خبر ورکړی، چې په ډله ییز ډول یې له خپلو دندو استعفا کړې ده.

د زون ظرفیتونو ته کم ارزښت ورکول او د اوسني وضعیت په تړاو د ګوند داخلي ضعف د استعفا عوامل ګڼل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان د اوسني تاریخي وضعیت د پیچلتیاوو په درک کولو سره، د اغیزناک او مسوولانه خدمت لپاره اړتیا شته چې د کار فضا انعطاف‌ منونکې او تصمیم نیونه چابکه وي، چې په اوسني چوکاټ کې په سختي دا ممکنه ده.

اعلامیه وايي، چې له همدې امله د زون رییس او د مشرتابه مرستیال زارع حقجو، مرستیالان، سلاکاران او منشیان، د مرکز د عامه اړیکو کمیټې رییس عباس پویا، د ولایتي شوراګانو او اړوندو کمیټو مسوولان په ګډه له خپلو مسوولیتونو استعفا کوي.

په هغه استعفا پاڼه کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د اسلامي وحدت ګوند د لویدیځ زون شاوخوا ۵۰ تنو مسوولانو لاسلیکونه کړي دي.

اعلامیه ټینګار کوي چې استعفا له سیاست یا د خلکو خدمت څخه د وتلو معنا نه لري، بلکې هدف یې د مسوولیتونو د بیا تعریف او د خپل هېواد د راتلونکي پر وړاندې د اغیزناک خدمت دوام دی.

د یادو مسوولینو په وینا، له دې وروسته به خپلې سیاسي او ټولنیزې هڅې د یوه خپلواک سیاسي جریان او تشکل له لارې پرمخ بوځي، په داسې حال کې چې د انساني، اسلامي او عدالت‌ غوښتونکو ارزښتونو ساتنه به دوامداره وي او د افغان ملت د ګډو ارمانونو د تحقق لپاره به هڅې وکړي.

د ژیل برټران خبرداری: په افغانستان کې اقلیمي بدلون په بېړني حالت بدلیږي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی ژیل برټران وايي، چې په راتلونکي کې په افغانستان کې اقلیمي بدلون په یوه بېړني حالت بدلیږي. ژیل برټران له افغان مېرمنو سره په انلاین کنفرانس کې د سوداګرۍ په برخه کې د افغان مېرمنو پر رول، د اوبو او اقلیم بدلون په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ژیل برټران نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه په اېکس لیکلي، چې د افغان مېرمنو رهبرانو فورم سره په انلاین ناسته کې یې په یو لړ مسایلو ارزښتناکې خبرې او له لومړی درجه متخصصانو سره یې مشورې کړې دي.

ژیل برټران لیکلی:«موږ د سوداګرۍ په برخه کې د افغان مېرمنو رول، په لویه کچه عایداتو او د اوبو او اقلیم انعطاف په اړه خبرې وکړې، چې په افغانستان کې په بیړني حالت بدلیږي.»

له افغان مېرمنو سره دا انلاین ناسته په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې په افغانستان کې اروپايي ټولنې ویلي و، چې له افغان ایډ موسسې سره د اقلیم انعطاف او کلیوالي معیشت د پیاوړتیا لپاره ۷ میلیونه یورو مرسته کوي.

دوی زیاته کړې وه، چې د افغان ایډ موسسې په مشرۍ د اقلیم انعطاف هڅو ته وده ورکوي.

په دې پروژه کې به افغان مېرمنو او معلولیت لرونکو خلکو پیاوړتیا ته هم پاملرنه وشي.

د یادې ټولنې په اعلامیه کې راغلي وو، چې اروپايي ټولنه له لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د معیشت او کلیوالي پراختیا لپاره اوږدمهاله ملاتړ کوي او افغان ایډ له ۱۹۸۳ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.

طالبانو په پکتیا کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۹ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د نامشروع اړيکو» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د یو کال او شپږو میاشتو تنفيذي بند او ۲۵ـ ۲۵ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره ورځ په کابل او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور پر ۴۰ کسانو په عام محضر کې د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.