د ټولییز امنیت سازمان له افغانستان سره د تاجکستان پولې پیاوړتیا لپاره دوشنبه ته وسلې لېږي
د ټولییز امنیت تړون یا سياېسټياو پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره تاجکي ځواکونو ته وسلې او نور نظامي تجهیزات ولېږي، خو د کره نېټې په تړاو یې څه نهدي ویلي. دغې مسلې وروسته له هغې بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول.
افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تر ټولو اوږده ګډه پوله له تاجکستان سره لري؛ دغه ګډه پوله ۱۳۴۴ کیلومتره دی او ډېره برخه یې سندیزه او غرنیزه ده.
له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د ګواښ جوړېدو اندېښنه له ډېر پخوا راهیسې وه او په لومړي ځل ټولییز امنیت تړون له لوري په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د خوندینې او پیاوړتیا پر پلان کار پیل شو، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه اندېښنه جدي شوه او د ټولییز امنیت سازمان د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د استانه په سرمشریزه کې پرېکړه وکړه، چې تاجکستان ته د پولې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید وسلې او نور نظامي تجهیزات برابر شي.
تاجکستان ته د نورو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو پروګرام تر هغې وروسته بېړنۍ بڼه خپله کړه، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه وشول. د همدې کال د نومبر پر ۲۶مه د افغانستان له بدخشان ولایت څخه د ډرون او سپکو وسلو په وسیله د تاجکستان په ختلون سیمه کې د سرو زرو د کان پر یوه مرکز برید وشو او په پایله کې یې ۳ چینايي کارګر ووژل شول.
له دغې پېښې څلور ورځې وروسته له افغان خاورې یو شمېر وسلهوال تاجکستان ته واوښتل او هلته یې د چین د یوه دولتي شرکت دوه نور کارکوونکي ووژل او ۵ نور یې ټپيان کړل.
د تاجکستان پوله ساتونکی
له دغو پېښو وروسته په دوشنبه کې د چین سفارت اړ شو، چې له افغانستان سره په پوله کې ټول چینايي کارکوونکي وباسي او په دې سره په تاجکستان کې د یوې لویې لارې پر یوې مهمې برخې کار په ټپه ودرول شو.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ایران د سپاه پاسداران پر درېیو ادارو او د دغه رژیم پر ۲۰ لوړپوړو چارواکو یې بندیزونه لګولي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغو چارواکو او ادارو د ایرانیانو په ځپلو کې لاس درلود او په لاریونونو کې یې له خلکو سره تاوتریخوالی کړی.
د دې اعلامیې په سریزه کې ټینګار شوی، چې د ایران حکومت په تېرو اوونیو کې زرګونه ایرانیان په ډلهییزه توګه وژلي او زرګونه نور یې د سولهییزو اعتراضونو له امله وهلي، نیولي او زنداني کړي دي. همداراز په اعلامیه کې د انټرنېټ او مخابراتي اړیکو سراسري پرې کېدل د هغې هڅې په توګه یاد شوي، چې موخه یې د تاوتریخوالي پټول دي.
د اسټرالیا حکومت ټینګار کړی، چې دا اقدام د دې هېواد د ژمنتیا څرګندونه کوي، څو «د ایران د خلکو ترڅنګ ودرېږي او له نړۍوالو شریکانو سره یوځای» د اسلامي جمهوریت د هغه کمپاین پر وړاندې ودرېږي، چې موخه یې «ځپل او بېثباته کول» دي.
د سپاه پاسداران د سایبري دفاع قومنداني، د سپاه قدس ځواک ۸۴۰ واحد او د سپاه پاسداران د استخباراتو څانګه هغه درې ادارې دي چې تر بندیزونو لاندې راوستل شوي دي.
د اعلامیې لهمخې، په دغو بندیزو کې شامل کسان «محمد صادقي، محمدصلاح جوکار، حسن شاهورپور، غلامحسین محمدياصل، رحیم جهانبخش، عباسعلي محمدیان، حجتالاسلام علي سعیدي، عبدالله عراقي، علي فضلي، احمدرضا رادان، محمدرضا فلاحزاده، محسن چزاري، علیرضا فدکار، مجید موسوي، سید امینالله امامي طباطبایي، علياصغر نوروزي، حسن صبورينژاد، جواد غفار حدادي، یحیی حسیني پنجکي او اسماعیل خطیب دي».
د دې اعلامیې لهمخې، د اسټرالیا حکومت تر دې مهاله له ۲۰۰ څخه زیات ایراني کسان او بنسټونه او له ۱۰۰ څخه زیات هغه کسان او ادارې چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري، تر بندیزونو لاندې راوستي دي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، چې هېواد یې له پاکستان سره پیاوړې او مثبتې اړیکې لري. نوموړې په لندن کې له جیونیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د پاکستان او برېتانیې حکومتونه په دوامداره ډول له یو بل سره په اړیکه کې دي او پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې کوي.
شبانه محمود د خبرو پر مهال د برېتانیا د کډوالۍ په سیستم کې د شته نیمګړتیاوو د لهمنځه وړلو مسئله خپله لومړنۍ دنده وبلله او ویې ویل، چې هم قانوني او هم ناقانونه کډوال له ډېرې مودې راهیسې د کډوالۍ له سیسټم څخه ناوړه ګټه اخلي.
خوستي وویل، که چوپتیا غوره شي، «د دوښمن روایت پیاوړی کېږي» او له همدې امله طالبان باید تل په دفاعي دریځ کې پاتې نهشي، بلکې باید د رسنیو په ډګر کې د ابتکار واګې په لاس کې واخلي. نوموړي همدارنګه وویل، هغه رسنۍ چې له طالبانو سره موافقې نه دي، واړه خبرونه «غټوي» او له دې لارې د طالبانو د روایت د کمزوري کولو هڅه کوي.
خوستي دا هم وویل، چې ټولنیزې رسنۍ «د جګړې ژوندی ډګر» دی او لکه څنګه چې پوځي ډګر ته پاملرنه کېږي، هماغه اندازه دا فضا هم پاملرنې او فعال حضور ته اړتیا لري.
پاکستان تر دې وړاندې هم افغان طالبان تورن کړي وو، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشرتابه ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۳مه) د دغه هېواد پارلمان ته ولاړ او د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه یې استازو ته معلومات ورکړل. نوموړي وویل، حکومت به هېچا ته اجازه ور نهکړي چې تاوتریخوالی د ازادۍ غوښتنې تر نامه لاندې یا د هغې په چوکاټ کې توجیه کړي.
خواجه اصف زیاته کړه، هغه وسلهوال عناصر چې په بلوچستان کې فعالیت کوي، له بهرني ملاتړ څخه برخمن دي او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د دې ایالت د ناامنۍ په پراخېدو کې رول لري. د هغه په وینا، د دغو ډلو له مشرتابه څخه په عملي ډول له افغانستان څخه ملاتړ کېږي.
طالبانو بیا بیا په افغانستان کې د پاکستاني وسلهوالو په ګډون د بهرنیو وسلهوالو د حضور ادعاوې رد کړې دي؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه ښيي چې طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ټيټيپي د بریدونو مخه نه نیسي.
خواجه اصف همدارنګه وویل، چې بلوچستان د جغرافیایي پراخوالي له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی او د دې ایالت امنیت ټینګول د هېواد د نورو ګڼ مېشتو سیمو په پرتله ډېر ستونزمن کار دی. د پاکستان د دفاع وزیر وویل، چې حکومت به له بلوڅ وسلهوالو سره هېڅ ډول خبرې اترې ونه کړي او د هغوی د تاوتریخوالو بریدونو پر وړاندې به په پوره ځواک ځواب ورکړي.