نصیراحمد فایق: پر طالبانو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځول نږدې قطعي دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وایي، پر طالبانو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځول نږدې قطعي دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وایي، پر طالبانو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځول نږدې قطعي دی.
د هغه په وینا، د ترهګرو ډلو د شتون په اړه راپورونه ښیي، چې د طالبانو چلند کې بدلون نه دی راغلی او دا پرېکړه د طالبانو د مشروعیت او سیاسي تعامل پر ضد یو روښانه پیغام دی.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د یادې لس کسیزې څار ډلې دنده حیاتي وبلله او زیاته یې کړه، چې دغې ډلې په خپل وروستي راپور کې (د ۲۰۲۵ کال ډسمبر) په افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو د شتون خبر ورکړی دی.
نصیراحمد فایق د یادې ډلې د ماموریت د غځېدو ډاډ ورکړی او وایي، چې دوی یې هم ملاتړ کوي.
د یادې ډلې د ماموریت لهمخې، دوی په کال کې یو ځل خپل راپور وړاندې کوي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر سیمهییزو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون تایید کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، چې د طالبانو د ۱۹۸۸ کمېټې د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو په اړه رایه اچونه وکړي. د راپورونو پربنسټ، د دغې ډلې ماموریت د سلواغې پر ۲۸مه پای ته رسېږي او که وغځول شي، طالبان به همداراز د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې پاتې شي.
د افغانستان د ۱۹۸۸ د بندیزونو په رژیم کې د طالبانو پورې اړوندو کسانو او بنسټونو د شتمنیو کنګل کول، پر سفر بندیز او د وسلو بندیزونه شامل دي.
دا بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې لاس لري، وسلې چمتو کوي، سرتېري جذبوي او یا هم د افغانستان د سولې او ثبات ګواښونکو فعالیتونو ملاتړ کوي. د ۱۴۰۰ کال په لېندۍ میاشت کې د بشري استثنا له تصویب پرته، دغه رژیم واک ته د طالبانو له بېرته ګرځېدو راهیسې کوم بنسټیز بدلون نه دی کړی.


د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د مالي محدودیتونو له امله په دې کال کې له شپږ زره (۶۰۰۰) څخه زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي او د ۵۳ میلیونه انسانانو لپاره روغتیایي خدمتونه بند شوي دي. دغه سازمان اټکل کوي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ۲۳۹ میلیونه څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یاد سازمان وایي، په زیانمنو هېوادونو کې د ژغورونکو روغتیایي پاملرنو لپاره په بېړنیو حالاتو کې یو میلیارد ډالره بودیجې ته اړتیا ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که پر وخت اقدام ونه شي، نو ناروغۍ به زیاتې شي او د مړینې کچه به لوړه شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، روغتیایي نظام لومړنی هغه سیستم دی چې په بحرانونو کې زیانمنېږي او بیا رغول یې تر ټولو ستونزمنه برخه ده. یاد سازمان زیاتوي، چې جګړې، طبیعي پېښې او بېځایه کېدل روغتیایي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په لاره کې خنډونه رامنځته کړي دي. په راپور کې راغلي، چې دغو پېښو د واکسیناسیون او د میندو د پاملرنې خدمتونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي او د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې زیات کړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي، دا وضعیت ښيي چې په راتلونکي کال کې د بشري ناورینونو په وخت کې د روغتیا د ساتنې لپاره څه اړتیاوې شته. هغه په جګړو او طبیعي افتونو اخته هېوادونو ته د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او یې ویل: «د دې خدمتونو په ورکولو سره موږ هغوی ته ډاډ ورکولی شو چې نړۍ هغوی ته شا نه ده ګرځولې».

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په تېرو میاشتو کې لسګونه هغه استادان له دولتي پوهنتونونو څخه ګوښه کړي، چې د دې ډلې له فکري لیدلوري سره سمون نهلري. افغانستان انټرنشنل داسې یو نوملړ ترلاسه کړی، چې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ۸۶ ګوښه شویو استادانو نومونه پهکې شامل دي.
دغه استادان په وروستیو اوونیو او میاشتو کې له خپلو دندو لرې کړای شوي دي. د ترلاسه شوي نوملړ لهمخې، د دغو استادانو ډېری یې د شرعیاتو له پوهنځیو او د دیني علومو، اسلامي ثقافت او تعلیم او تربیې له ډیپارټمنټونو سره تړاو لري. د یاد نوملړ پر بنسټ، دغه استادان د کابل، ننګرهار، بلخ، تخار، شیخ زاید خوست، فاریاب، بدخشان، جوزجان، بغلان، کابل پوليتخنیک، فراه، البیروني کاپیسا، هرات، غور او د کونړ سید جمالالدین پوهنتونونو کې د تدریس دنده لرله.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت باخبره سرچینو دغه نوملړ تایید کړی دی. د سرچینو په وینا، یاد استادان پرته له دې چې د پوهنتونونو اداري او علمي منل شوې اصول او کړنلارې په پام کې ونیول شي، له دندو ګوښه شوي دي.
یو له هغو استادانو څخه چې هویت یې افغانستان انټرنشنل ته څرګند دی، روانه اوونۍ په فېسبوک کې د مستعار نوم له لارې ولیکل: «نن له اکاډمیک چاپېریال کې تر یوې لسیزې زیات خدمت وروسته، د ظالمانو له ظلم او له خپلو همکارانو او محصلینو سره په دردېدلي زړه مخه ښه کوم».
هغه زیاته کړې: «د اورېدونکي او لیدونکي رب دربار ته د دوی د بېعدالتۍ شکایت وړم، ځکه هغه د ظالمانو تر ټولو ښه حساباخیستونکی دی».
تر لاسه شوی نوملړ ښيي، چې نږدې ټول ګوښه شوي استادان د شرعیاتو پوهنځیو او د دیني علومو له څانګو سره تړاو لري.
د سرچینو په وینا، دغه استادان له هغه څه وروسته له دندو لرې کړای شوي، چې «د عقایدو تفتیش» بلل کېږي. سرچینې وايي، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په چوکاټ کې د «عبدالله ابن مسعود» په نوم یوه کمېټه جوړه شوې ده، چې د استادانو تعلیمي اسناد، د تدریس مخینه او فکري لیدلوري ارزوي.
د سرچینو په وینا، که د شرعیاتو استادان له طالبانو سره بېل فکري بنسټ ولري، نومونه یې د لوړو زدهکړو وزارت مشرتابه ته لېږل کېږي او وروسته د ګوښه کېدو پرېکړه عملي کېږي. سرچینې زیاتوي، دغه کمېټې په څو برخو کې فعالیت کړی دی. لومړی، د پوهنتونونو د درسي نصاب هر اړخیزه بیاکتنه ده.
د دې بیاکتنې په پایله کې، ګڼ شمېر درسي مضمونونه د «ممنوعه» مضمونونو په لېست کې شامل شوي دي. د حکومتولۍ، بشري حقونو، ډیموکراسۍ، مدني ټولنې او لوېدیځو سیاسي افکارو په څېر مضمونونه په دې دلیل لرې شوي چې «له اسلام سره سمون نه لري». د سرچینو په وینا، ان ځینې ډیپارټمنټونه په بشپړ ډول منحل شوي دي.
په بل پړاو کې، دغه کمېټې د ساده ازموینو له لارې د طالبانو د جنګیالیو او اړوندو ملايانو د سواد کچه ارزولې او ډېرو ته یې د لېسانس او ماسټرۍ اسناد هم ورکړي دي. هممهاله، د هېواد په کچه د شرعیاتو پوهنځیو ته د استادانو د داخلېدو او د فعالیت د دوام موضوع د طالبانو د دیني روایت سره د هغوی د همغږۍ پر بنسټ ارزول کېږي.
تر دې وړاندې، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یو شمېر استادان د طالبانو سره د فکري اختلاف او د سلفي او وهابي تعبیرونو د ملاتړ په تور له دندو ګوښه شوي وو. همداراز، په بلخ ولایت کې سرچینو راپور ورکړی چې د بلخ پوهنتون یو شمېر استادان د عرفاني فکر او تصوف د تمایل له امله له دندو لرې کړای شوي دي.
په ځینو نورو ولایتونو کې هغه استادان هم ګوښه شوي، چې خپلې لوړې زدهکړې یې په سکولر نظام لرونکو هېوادونو کې بشپړې کړې وې. طالبان دغه استادان د «اسلامي علومو پر کافي تسلط نه لرلو» تورنوي.
د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو پخواني استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ګوښه شویو استادانو ډېری د «اسلامي ثقافت» له څانګې سره تړاو لري. هغه وویل، د طالبانو برداشت دا دی چې «دا استادان زموږ له فکري مسیر سره سم روان نه دي».
یو بل پوهنتوني استاد وویل، طالبان د استادانو په ګوښه کولو سره څو موخې تعقیبوي. د هغه په وینا، لومړۍ موخه د طالبانو اړوندو کسانو او ملايانو ته ځای پیدا کول دي. هغه زیاته کړه، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې لسګونو خپلو غړو ته تحصیلي اسناد ورکړي دي.
د دې سرچینې په وینا، طالبان باور لري چې باید خپل کسان د لوړو زدهکړو په بنسټونو کې ځای پر ځای کړي. هغه ټینګار وکړ، چې د پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو د بنسټونو مشرتابه نیول د طالبانو له لومړیتوبونو څخه دي او دا کار د هغوی د خوښې استادانو د ګومارنې له لارې شونی دی.
دغه استاد وویل: «کله چې څوک د پوهنتون استاد نه وي، نه شي کولای د پوهنتون او د لوړو زدهکړو وزارت په علمي او اجرایي بستونو کې کار وکړي». د طالبانو بله موخه فکري جهت ورکول دي. هغه وویل، طالبان هڅه کوي چې نوي او ځوان محصلین د دین او شریعت په اړه د دې ډلې له برداشت سره همغږي کړي. هغه زیاته کړه: «د روڼاندو او اکاډمیکو استادانو په شتون کې دا هدف نهشي پوره کېدای».
د کابل پوهنتون یوه استاد وویل، چې دوی پخوا د ګومارنې اوږده او علمي لاره وهلې ده.
د هغه په وینا، دغه بهیر له ډیپارټمنټ څخه پیلېده، د پوهنځي او پوهنتون علمي شوراګانو کې ارزول کېده او په پای کې د لوړو زدهکړو وزارت له تایید وروسته نهايي کېده. خو طالبانو دغه ټاکنیزه کړنلاره له پامه غورځولې ده.
هغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وايي چې اوس د استادانو د ګومارنې او ګوښه کېدو پرېکړه نور د علمي شوراګانو صلاحیت نه دی. فکري او سیاسي تړاو له طالبانو سره د ګومارنې اصلي معیار ګرځېدلی دی.
د پوهنتون استادان د طالبانو د دغو کړنو له پایلو خبرداری ورکوي. د دوی په وینا، دا اقدامات لږ تر لږه دوه جدي پایلې لري چې لومړی د افغانستان د لوړو زدهکړو نظام ورځ تر بلې ایډیولوژیک کېږي او له نړۍوالو اکاډمیکو معیارونو لرې کېږي. د دوی په باور، د نصاب بدلون او د استادانو بېاصوله ګوښه کول د افغانستان د پوهنتونونو د تحصیلي اسنادو نړۍوال اعتبار له جدي ګواښ سره مخ کوي.
دوی وايي، دا کړنې له حقوقي اړخه هم ستونزې زېږوي. د پخواني افغان حکومت د لوړو زدهکړو د قانون او منل شویو علمي اصولو لهمخې، د استادانو ګوښه کول یوازې د پوهنځي د علمي شورا په وړاندیز او د پوهنتون د علمي شورا په تایید شوني وو.
د دې میکانېزم موخه دا وه، چې اکاډمیک چاپېریال د سیاسي لاسوهنې څخه خوندي پاتې شي.
د پوهنتون یوه استاد په دې اړه ویلي: «استادانو په ازاده توګه نظر ورکاوه، ځکه کاري مصوونیت یې درلود او هېڅ سیاسي مقام د دوی د ګوښه کولو حق نه درلود».
خو د دوی په وینا، اوس استادان له هېڅ ډول مصوونیت څخه برخمن نه دي.

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د «ډاکار» په نوم له یوې مرستندویه موسسې سره یې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له زلزلهځپلو کورنیو سره د مرستې هوکړهلیک لاسلیک کړی. یاده موسسه به له زلزلهځپلو کورنیو سره د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.
د هوکړې د لاسلیک پر مهال د طالبانو د یادې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، چې د دې هوکړې پر بنسټ باید ډاکار موسسه اړمنو کسانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا پروژه دې په شفافه توګه پلي کړي. په افغانستان کې د ډاکار موسسې مشر پیدر تورننګ ډاډ څرګند کړی، چې د پروژې په تطبیق کې به ټول معیارونه په پام کې نیسي او اړمن خلک به ترې برخمن شي.
د هغه په وینا، د دغې پروژې ټولییز ارزښت ۴۴۶ زره امریکایي ډالره دی، چې لهمخې به یې په کونړ کې ۲،۲۳۴ کورنیو، په ننګرهار کې ۷۰۰ او په لغمان کې ۶۶ کورنیو ته روغتیایي کڅوړې ووېشل شي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د دغې پروژې په لړ کې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۲۳۵ - ۲۳۵ تشنابونه هم جوړ شي.
د هوکړې لهمخې به ډاکار موسسه په کونړ کې د پاکو اوبو ۱۵ او په ننګرهار کې ۵ څاهګانې وکېندي. همداراز په کونړ کې د ژېړي بابا کمپ (پنډغالي) ته د اوبو لېږد هم د دې پروژې برخه ده. طالبان داسې مهال د دغه هوکړهلیک په اړه معلومات ورکوي، چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شوي افغانان په هېواد کې له سخت بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې له دغو کډوالو سره لازمې مرستې نه دي شوي او طالبان هم د دې توان نه لري چې د هغوی د سرپناه، کار او اړینو خوراکي توکو ستونزې حل کړي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی او باید له تازه راستنو شویو افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې عاجلې مرستې وشي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کابل کې د نشهيي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې لومړنۍ محکمې ۲۲ کسانو ته د نشهیي توکو د پلور، قاچاق او کارونې په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د ټابلېټ کا، زیکپ ګولیو، شیشې، هیرویینو، الکولي مشروباتو او چرسو د قاچاق په قضیو کې ښکېل وو. د محکمې د پرېکړې لهمخې، پر یادو کسانو له اوو میاشتو څخه تر درېیو کلونو پورې د بند سزا او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري حکم شوی دی.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دغه پرېکړه د سترې محکمې تر تایید وروسته پر یادو ۲۲ کسانو تطبیق شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ هم په کابل او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور پر ۴۰ کسانو په عام محضر کې د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو لهمخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.
له دې سره، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده بیا په دې وروستیو کې د «جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې د محاکمو یوه نوې کړنلاره هم توشیح کړې، چې له امله یې عام افغانان له سختو محدودیتونو او سزاوو سره مخ دي.
برعکس طالبانو او ملایانو ته بیا په دې کړنلاره کې ډېر معافیتونه ورکړل شوي دي. د حقوقي چارو کارپوهان اندېښنه لري، چې د طالبانو دغه نوې اصولنامه به په محاکمو کې د عامو وګړو پر وړاندې سزاوې نورې هم ظالمانه کړي.

د طالبانو ویاند د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دا څرګندونې رد کړې چې ګني د افغانستان له خاورې څخه امنیتي ګواښونه موجود دي. هغه وویل، چې په پنځو کلونو کې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې څخه له امنیتي ګواښ سره مخ نه دی.
سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل چې نوي امنیتي ننګونې او ګواښونه، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا او افغانستان پورې اړوند پرمختګونه، د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هیوادونو د اندېښنو په سر کې دي.
ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه د دې څرګندونو په ځواب کې وویل، چې طالبان د افغانستان پر ټوله جغرافیه او خاوره بشپړ حاکمیت لري.
هغه ادعا وکړه: "په تیرو څلورو تر پنځو کلونو کې چې اسلامي امارت د افغانستان کنټرول لري، هیڅ هیواد له افغانستان څخه کوم ګواښ نه دی لیدلی."
دا څرګندونې له هغه وروسته کېږي، چې ډیری ګاونډیانو او د سیمې هیوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او حضور په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
روسیه په مرکزي اسیا کې د داعش ډلې او اسلامي غورځنګونو د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.
ازبکستان او تاجکستان هم د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او انصارالله ډلې د شته والي او فعالیتونو په اړه اندېښمن دي او د دې ډلو له عملي ګواښونو سره مخ دي.
چین هم په وار وار د ایغورانو د فعالیتونو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.
د چینایي چارواکو په وینا، له دې ډلو سره تړلي اشخاص کله ناکله په افغانستان کې دننه او بهر چینایي وګړي په نښه کوي.
په وروستۍ پېښه کې د داعش ډلې د کابل په شهر نو سیمه کې چینایي وګړي په نښه کړل.
پاکستان دا هم باور لري، چې د افغانستان خاوره د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون غوښتونکو لپاره په یوه پټنځای بدله شوې ده.