دغه تحلیل چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) خپور شوی پهکې راغلي، چې په افغانستان کې د معلوماتو نشتوالی، د ترهګرو ډولو فعالیتونه او د طالبانو ډیپلوماټیک تحرکات د سیمې د امنیتي راتلونکي اړوند یو پېچلی انځور وړاندې کوي.
د یاد مرکز په تحلیلي راپور کې راغلي، واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته یو ځل بیا افغانستان په یوې داسې سیمې بدل شوی چې لوېديځ سیاستوال ورته پاملرنه نهکوي.
راپور ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور نشتوالی د ترهګرو ډلو د وضعیت کره ارزونه سخته کړې او افغانستان یې د لوېدیځو امنیتي ادارو لپاره په یوه «ړوند ځای» بدل کړی دی.
د یادې شننې له مخې؛ طالبان په وروستیو کلونو کې توانېدلي، چې د افغانستان پر ډېرو سیمو خپل کنټرول ټینګ کړي.
د ملګرو ملتونو د څار ډلې راپور هم ښيي، چې طالبانو د داعش د پراختیا په مهار کې د پام وړ بریا لرلې ده او دغه ډله یې تر ډېره د افغانستان شمالي او ختیځو سیمو ته محدوده کړې ده؛ چېرته چې یې جنګیالي د وړو، وړو ډلو په بڼه فعالیت کوي.
د امریکا د معلوماتي تشې ستونزه او د القاعده د وضعیت په اړه ابهام
سوفان مرکز لیکي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور نشتوالي د استخباراتي معلوماتو او په ځانګړي ډول د انساني معلوماتو راټولول محدود کړي دي. له همدې امله په افغانستان کې د القاعده د پیاوړتیا یا کمزورۍ په اړه کره ارزونه ګرانه شوې ده.
د یادې ډلې د جنګیالیو د شمېر په اړه اټکلونه له لسګونو څخه تر څو سوه کسانو پورې توپیر لري او داسې راپورونه هم شته، چې القاعده لږ تر لږه په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري. په راپور کې راغلي، چې ان د امریکا د پراخ پوځي حضور پر مهال هم القاعده توانېدلې وه چې د جګړې د پام وړ جوړښتونه رامنځته کړي.
ښه بېلګه یې د ۲۰۱۵کال عملیات دي، چې په کندهار کې ترسره شول؛ چېرته چې د امریکا ځانګړو ځواکونو شاوخوا ۱۶۰ د القاعده غړي په یوه ستر روزنیز مرکز کې په نښه کړل.
د پاکستاني طالبانو تحریک پناهاخیستنه او د کابل–اسلاماباد د کړکېچ زیاتوالی
په دغه شننه کې راغلي، چې نورې ډلې لکه د هند په نیمهوچه کې القاعده، حقاني شبکه او تحریک طالبان پاکستان هم له افغانستان نه فعالیت کوي. په راپور کې راغلي، تحریک طالبان پاکستان اوس په افغانستان کې له خوندي پناه ځایونو څخه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي چې دا چاره د کابل او اسلاماباد ترمنځ د مستقیمو نښتو او کړکېچ لامل شوې ده.
سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ نږدې پنځه کاله تېر شوي، تر اوسه یوازې روسیې دغه ډله په رسمیت پېژندلې ده. خو بیا هم طالبانو له سلو څخه د زیاتو هېوادونو سره په زیات شمېر ډیپلوماټیکې ناستې کړې دي؛ چین، ایران، ترکیه، قطر، ازبکستان، پاکستان او روسیه د دوی د تعاملاتو په سر کې دي.
سوفان مرکز ټینګار کوي، چې افغانستان لا هم په نړۍوال نظام کې په «نامعلوم حالت» کې دی؛ داسې حکومت چې په عمل کې هېواد اداره کوي، خو له حقوقي او سیاسي پلوه د نړۍوالې ټولنې په څنډه کې ولاړ دی.
کورنۍ ننګونې؛ له اقتصاد څخه تر اقلیمي بدلونونو
راپور د افغانستان پراخو کورنیو ستونزو ته اشاره کوي؛ چې پهکې اقتصادي کړکېچ، د بنسټیزو تاسیساتو کمزوري، د عدلي نظام ستونزې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې سخته زیامنتیا شامله ده.
په راپور کې راغلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند لا هم د نړۍوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ دی. د طالبانو د مشر په ګډون د یادې ډلې دوه لوړپوړي مشران د نړۍوالې جزایي محکمې لهخوا د جنسیتي ځورونې په تور تر څار لاندې دي.
سوفان مرکز خبرداری ورکوي، چې افغانستان ښايي یو ځل بیا د بهرنیو جنګیالیو په مرکز بدل شي. د القاعده مشرانو په وروستیو کلونو کې خپل پلویان هڅولي، چې افغانستان ته سفر وکړي.
دغه څېړنیز مرکز لیکي، چې په افغانستان کې د القاعده چوپتیا ښایي یو تاکتیکي چلند وي او که د ځواک توازن بدل شي؛ نو لوېدیځ ښايي ډېر ناوخته له دغه بدلون څخه خبر شي. د دغه شننې په پای کې ټینګار شوی، سره له دې چې د امریکا حکومت دا مهال له نورو کړکېچونو لکه ونزویلا، غزې او اوکراین سره بوخت دی؛ خو افغانستان ته بېپامي کولای شي جدي امنیتي پایلې ولري.
راپور زیاتوي، چې د امریکا د اوسني حکومت د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې د افغانستان نوم حتا یو ځل هم نهدی یاد شوی؛ حال دا چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې تجربې ښودلې ده، چې د افغانستان له پامه غورځول د واشنګټن او د هغه د متحدینو لپاره درنې بیې لرلای شي.