په مسکو کې پر یوه روسي جنرال برید شوی

روسي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد یو لوړپوړی جنرال، ولادیمیر الکسییف، نن جمعه د سلواغۍ په ۱۷ مه نېټه په مسکو ښار کې د ډزو موخه ګرځېدلی دی.

روسي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد یو لوړپوړی جنرال، ولادیمیر الکسییف، نن جمعه د سلواغۍ په ۱۷ مه نېټه په مسکو ښار کې د ډزو موخه ګرځېدلی دی.
د راپورونو له مخې، هغه تر برید وروسته روغتون ته لېږدول شوی، خو روغتیايي وضعیت یې لا هم نامعلوم ښودل شوی دی.الکسییف د روسیې د پوځ د لوی درستیز د اصلي ادارې مرستیال دی.
د مسکو څارنوالۍ ویلي، چې دا پېښه د مسکو په شماللوېدیځ کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې رامنځته شوې، چېرې چې نوموړی څو ځایه په مرمیو لګېدلی دی. د برید عامل تر اوسه نه دی پېژندل شوی او بریدګر له سیمې تښتېدلی دی.
ولادیمیر الکسییف تر دې وړاندې، د ۲۰۲۳کال په جون میاشت کې، د واګنر ډلې د مشر یوګني پریګوژین له لنډمهالي بغاوت وروسته، له هغو روسي چارواکو څخه و چې د نوموړي سره د خبرو اترو لپاره ورلېږل شوي وو.
له هغه مهاله چې روسیې پر اوکراین جګړه پیل کړې، ګڼ لوړپوړي روسي پوځي افسران په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. مسکو دا بریدونه اوکراین ته منسوبوي.
په ځینو پېښو کې، د اوکراین د پوځ استخباراتي ادارو د دغو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
تر ټولو وروستۍ پېښه د تېر کال د ډسمبر په ۲۲مه رامنځته شوې وه، چې پکې جنرال فانیل سارواروف، د روسیې د پوځ د روزنې د ادارې مشر، د هغه په موټر کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ووژل شو.

له واشنګټن سره د خبرو لپاره د عباس عراقچي په مشرۍ ایراني پلاوی د عمان مرکز مسقط ته رسېدلی او په څو شېبو کې به خبرې اترې پيل شي. عراقچي د خبرو تر پیلېدو وړاندې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره هم لیدلي دي.
ایران وایي، چې خبرې به د ملي ګټو، عادلانه تفاهم او د دواړو لورو د منلو وړ حل په موخه ترسره شي. سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د هوکړې امکان څېړي او خبرې به پر ډیپلوماسۍ متمرکزې وي. د امریکایي پلاوي مشري د ټرمپ استازی وېټکاف او کوشنر کوي.
دغه خبرې د تهران او واشنګټن ترمنځ د څو اونیو زیاتېدونکي تاوتریخوالي او د پوځي نښتو تر اندېښنو وروسته ترسره کېږي.
په مسقط کې د امریکا سره د خبرو اترو له پیل څخه شاوخوا یو ساعت مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې تهران به د تېر کال پېښو له هېرولو پرته مذاکراتو ته کېني.

د یونان خیوس ټاپو ته نږدې د پناهغوښتونکو د لېږد یوه چټکه کښتۍ د یونان د ساحلي ګارډ له بېړۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې شاوخوا ۱۵ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ په دغه کښتۍ کې ډېری سپاره کسان افغان کډوال وو.
په یادې پېښه کې شاوخوا ۲۵ نور کډوال چې اووه نارینه، اووه ښځې او ۱۱ ماشومان وو، ژغورل شوي دي. د یونان ساحلي ګارد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دوی د ګزمې بېړۍ د شپې د ماموریت پر مهال یوه کښتۍ ولیده چې د سمندري تګ لپاره یې څراغونه نهلرل او د خیوس ټاپو ختیځو ساحلو ته روانه وه.
د ساحلي ګارد د راپور له مخې؛ د پناهغوښتونکو کښتۍ د درېدو لپاره د دوی خبرداریو ته پام ونه کړ او ناڅاپه یې خپله لاره بدله کړه، چې د ګزمې کښتۍ د ښي برخې سره ټکر شوه. د یونان دولتي ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، په ټولیز ډول ۲۵ پناهغوښتونکي چې اووه نارینه، اووه ښځې او ۱۱ ماشومان پهکې شامل دي ژغورل شوي؛ خو ۱۴ کسان بیا مړه شوي او یوې بلې ښځې روغتون ته تر لېږد وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د یونان ساحلي ګارد ویلي، د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي. عیني شاهدانو د کښتۍ د سپرو شمېر شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ کسانو پورې اټکل کړی دی.

د ایرانیانو لپاره د امریکا مجازي سفارت په خپلې تازه خبرتیا کې چې د جمعې په سهار خپره شوې، له امریکايي وګړو غوښتي چې له ایران نه ووځي او د وتلو لپاره داسې پلان ولري چې د امریکا د حکومت په مرسته تکیه ونه کړي.
په دغه خبرتیا کې ویل شوي: «امریکايي وګړي باید د انټرنېټ د دوامداره پرې کېدو تمه ولري، د اړیکو لپاره بدیلې لارې په پام کې ونیسي او په ممکنه خوندي شرایطو کې د ځمکې له لارې له ایران نه د ارمنستان یا ترکیې پر لور د وتلو فکر وکړي».
د خبرتیا په بله برخه کې هغو امریکايي وګړو ته چې په اوسنیو شرایطو کې له ایران نه وتل ورته ناشونې دي، سپارښتنه شوې چې په خپل استوګنځي یا بلې خوندي ودانۍ کې پناه واخلي او د خوړو، اوبو، درملو او نورو اړتیا وړ توکو زېرمه برابره کړي.
په دغه خبرتیا کې هغو کسانو ته هم خبرداری ورکړل شوی، چې دوهګونی تابعیت لري، ځکه د هغوی د پوښتنو، نیونو او زنداني کېدو ګواښ تر ټولو لوړ دی او د امریکايي پاسپورټ ښکاره کول یا له امریکا سره هر ډول اړیکه لرل د ایراني چارواکو له لوري د نیونې لامل کېدای شي.

د اسراییل ۱۲ ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د «کنست» د بهرنیو اړیکو او دفاعي کمېټې په یوه محرمه ناسته کې ویلي، چې وضعیت د داسې یو کړکېچ پر لور روان دی چې کېدای شي د ایران د نظام د نسکورېدو لامل شي.
نتنیاهو په دې ناسته کې زیاته کړې، دا ناورین په چټکۍ سره د رامنځته کېدو په حال کې دی، خو نوموړي خبرداری ورکړی چې ډاډه نه دی چې ایا روان شرایط به د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره بسیا وي او که نه.
د یادې رسنۍ د راپور لهمخې، نتنیاهو د کنست د بهرنیو اړیکو او دفاعي کمېټې غړو ته ویلي چې اسراییل چمتو دی چې که پر ایران برید وکړي، نو د دغه هېواد پر نظام به «ډېر دروند ګوزار» وکړي؛ داسې ګوزار چې د تېرې دولس ورځینۍ جګړې پرتله به خورا سخت او پراخ وي.
هغه ټینګار کړی، چې له متحده ایالاتو سره د اسراییل همغږي «تر ټولو لوړې کچې او نږدې حد» ته رسېدلې ده، خو په عین حال کې یې منلې چې نه پوهېږي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په پای کې کومې پرېکړې وکړي.
د راپور پر بنسټ، د ایران په اړه حساسې خبرې اترې د کوچنیو امنیتي کړیو په دننه کې روانې دي او اسراییلي چارواکي اندېښمن دي، چې ښايي واشنګټن د روانو خبرو اترو پر مهال د ایران د بالسټیک توغندیو د پروګرام په اړه له خپلو غوښتنو تېر شي.

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين هغه وړانديز رد کړ، چې لهمخې يې غوښتل د ستراتيژيکو اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو محدوديتونه د «نيو سټارټ» د تړون تر پای ته رسېدو وروسته د يو بل کال لپاره په داوطلبانه ډول وغځول شي.
دا هغه تړون دی چې له دوو لسيزو زيات وخت يې دا ډول وسلې تر کنټرول لاندې ساتلې وې.
ټرمپ په خپلې ټولنيزې شبکې «تروټ سوشال» کې لیکلي: «د نيو سټارټ د غځولو پر ځای بايد خپلو اټومي کارپوهانو ته اجازه ورکړو، چې پر يوه نوي، غوره او عصري تړون کار وکړي؛ داسې تړون چې وکولای شي د اوږدې مودې لپاره دوام ومومي».
د وسلو د کنټرول فعالان خبرداری ورکوي، چې د دې تړون پای ته رسېدل کېدای شي د اټومي وسلو د سيالۍ د نوې څپې لامل شي. خو په مقابل کې، په امريکا کې ځينې چارواکي وايي، دغه تړون د واشنګټن توان محدود کړی و، څو د روسيې او چين د اټومي ګواښونو پر وړاندې د مخنيوي لپاره کافي وسلې ځای پر ځای کړي.
د ټرمپ دا څرګندونې د پوتين د هغه وړانديز په غبرګون کې وشوې، چې غوښتل يې دواړه لوري د ۲۰۱۰ کال د «نيو سټارټ» تړون مادو ته د يو بل کال لپاره ژمن پاتې شي. دغه تړون د ۷۰۰ د توغولو پر وسايلو چې توغندي، الوتکې او اوبتلونه پهکې شامل دي، د ۱،۵۵۰ اټومي سرګلولو چت ټاکلی و.
نيو سټارټ تړون د سړې جګړې له وخته راپدېخوا د نړۍ د دوو سترو اټومي قدرتونو ترمنځ د وسلو د کنټرول د تړونونو وروستۍ کړۍ وه. دا تړون يوازې يو ځل د تمديد امکان درلود، چې په ۲۰۲۱ کال کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د امريکا د هغه مهال ولسمشر جو بايډن تر موافقې وروسته د پنځو کلونو لپاره وغځول شو.
ټرمپ په خپله ليکنه کې نيو سټارټ «يو بد مذاکره شوی تړون» وباله او ويې ويل، چې دا تړون «په جدي ډول تر پښو لاندې شوی دی». هغه په څرګنده توګه د پوتين هغې پرېکړې ته اشاره وکړه، چې په ۲۰۲۳ کال کې يې د ميداني پلټنو او نورو څارنيزو ميکانيزمونو ځنډولو اعلان وکړ؛ هغه ميکانيزمونه چې د دواړو لوریو د ژمنتيا د ډاډ لپاره جوړ شوي وو. پوتين د دې پرېکړې لامل د روسيې پر وړاندې په جګړه کې له اوکراين څخه د امريکا ملاتړ بللی و.
د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليوېټ، وويل، چې متحده ايالات به له روسيې سره خبرو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې د کرملین وياند ډيميټري پسکوف ويلي وو، چې روسيه لا هم له امريکا سره خبرو ته چمتو ده، خو شرط يې دا دی چې واشنګټن د پوتين وړانديز ته يو رغنده ځواب ورکړي. هغه ټينګار کړی و: «که رغنده ځوابونه موجود وي، نو خبرې به حتمي ترسره شي».
ملګرو ملتونو هم له دواړو هېوادونو غوښتي، چې دغه تړون بيا راژوندی کړي. کارپوهان وايي، نيو سټارټ يوازې د شمېر محدوديتونه نه ټاکل، بلکې داسې پلټنې يې هم شاملې کړې وې چې د دوو اټومي سيالانو ترمنځ يې د متقابل باور په رامنځته کولو کې مرسته کوله او نړۍ يې لا خوندي کوله.
امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، که دا تړون بديل ونه لري، د ناسمو محاسبو خطر به زيات شي او امريکا او روسيه ښايي د تر ټولو بدو سناريوګانو پر بنسټ د خپلو اټومي زېرمو پراخولو ته مخه کړي؛ په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې چين هم په چټکۍ سره خپل اټومي توان زياتوي.
ټرمپ تر دې وړاندې ويلي وو، چې غواړي نيو سټارټ د يو داسې غوره تړون په وسیله بدل کړي، چې چين هم پهکې شامل وي؛ خو بېجينګ تر اوسه له مسکو او واشنګټن سره د خبرو اترو له پيلولو ډډه کړې ده. چين شاوخوا ۶۰۰ اټومي سرګلولې لري، په داسې حال کې چې روسيه او امريکا هر يو نږدې ۴زره اټومي سرګلولې په واک کې لري.
چين د پنجشنبې په ورځ د دغه تړون پای ته رسېدل «د خواشينۍ وړ» وبلل او له امريکا يې وغوښتل، چې له روسيې سره د «سټراتېژيک ثبات» په اړه خبرې بيا پيل کړي.
په همدې حال کې، اوکراين اعلان وکړ چې د نيو سټارټ پای ته رسېدل د روسيې د هغو هڅو پايله ده، چې غواړي «د نړۍوال امنيتي جوړښت ټوټه ټوټه کړي» او دا يې «د اټومي باجاخيستنې بله وسيله» وبلله.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د هر ډول محدوديتونو په نشتون کې امريکا او روسيه کولای شي په څو کلونو کې سلګونه نورې اټومي سرګلولې ځای پر ځای کړي؛ داسې وضعيت چې د دوی په وينا، نړۍ به د ستراتيژيکې بېثباتۍ لا ډېرې خطرناکې مرحلې ته ننباسي.
